کارن:Noman hayat haidri
ونگبڼه
انسانانو کې اول شو مسلمان ابوبکر ؓ .
په حضورِ پاک یې راوړلو ایمان ابوبکر ؓ .
غصه به د الله په لوې رحمت باندې تبدیل شي.
احتصاب ته چې ور مخکې کړي خپل ځان ابوبکر ؓ .
د خپل وس مطابق صحاباؤ مال کړلو راجمع.
د خپل ټول کور یې حاضر کړلو سامان ابوبکر ؓ .
په نيت د حفاظت سره د هر طرف نه راغلو.
د دشمن نه یې محفوظ کړلو جانان ابوبکر ؓ .
خوشخبري چې په دنيا کې د جنت ورته ملاو شوه.
بس کامياب یې کړو د خپل ژوند امتحان ابوبکر ؓ.
نو ما «نعمان» د زړۀ د مينې اظهار داسې وکړو.
د دې خپل نظم مي کيښودو عنوان ابوبکر ؓ .
شاعر: نعمان حیات حیدري.*