کارن:Nasirkhansherzai
ناصرخان شیرزی
د لیکوال او ژورنالیست ناصرخان شیرزي پیژندنه: ناصرخان شیرزی دشیراغا زوی او یوخپلواک ژورنالیست،ویانداولیکوال دی.
شیرزی په ۱۳۷۰هجري لمريزكال كې دحمیدالدین په دینداره کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي.
نوموړی په خټه خوګیاڼی دی،او اوس مهال دجلال ابادښاركې له خپلې كورنۍ سره يوځای ژوندکوي. زده کړې: شیرزي لومړنۍ زده كړې دسرخرود ولسوالۍ دبرككړك په ابتدایه ښونځي كې اومتوسطه زده كړې يې دسرخرود ولسوالۍ دكوزككړك په ښونځي كې ترسره كړيدي. نوموړي دليسې زده كړې دسرخرودولسوالۍ دفقرالله په عالي لیسه کې په ۱۳۸۷هجري لمريز کال کې سرته رسولي دي. همداشان شيرزي لوړې زده كړې په ۱۳۸۹هجري لمريزكال كې دخراسان پوهنتون داقتصاد په پوهنځي کې پیل اوپه ۱۳۹۳هجري لمريزكال كې دخراسان پوهنتون داقتصاد پوهنځي دمديريت څانګې څخه فارغ التحصيل شو. دندې:
ناصرخان شیرزي دهغي مينې اوعلاقې پربنسټ چې له ژورنالیزم سره یې درلوده، د ژورنالیزم اوفوټوژورناليزم اړونده لنډ مهاله کورسونه تعقيب كړل ،او تر هغې وروسته یې د ژورنالیزم برخه کې دوه کلنې زده کړې وکړي،چې ډیرې لاسته راوړنې یې درلودلې. په ۱۳۸۷کال کې یې له پولې پورې (پیکټ ) راډیو سره دنده پيل او تر۱۳۹۰ کال پوري یعني څلورکاله دسیمه ایزخبریال په توګه یې له یادې راډیو سره دنده ترسره کړې ده. له ۱۳۹۱کال څخه تر ۱۳۹۲ کال پوري کې دسباستوري راډيوسره دخپرونو چلونکي یا پرودیوسر او پرزینټر په حیث دنده اجراکړې ده.
همداشان څه موده یې له انعکاس راډیو سره دتحلیلي او تحقیقي راپور جوړونې برخه کې په دنده مصروف وو.
نوموړي په 2014 July 1st څخه د 2015 June 31st کال پوري دایډیانیو د اس ام اس پروژوې پارټنر زراعتي شرکت باختر افغان سره د مسؤل مدیراو مالي په توګه دنده ترسره کړې ده.
ناصرخان شیرزی په 2015 sep 01 عیسوی کال کې دپولې پورې (پیکټ ) راډیو سره په دنده وګمارل شوو او تر 2017 Dec 31 پورې له یادې رسنۍ سره دافغانستان د۱۴ ولایتونو دخبریالانو مشر(مسؤل مدیر) په حیث دنده ترسره کړې ده.
همداشان نوموړي دخپلو دندو ترڅنګ په بیلابیلوسمینارونو، ورکشاپونو،کورسونو اوپه ځانګړي توګه دبشري حقونو ، ښوونې اوروزنې په غونډوكې یې ګډون كړى دى.
درنښت