کارن:Naseer ahmad omaro

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال: نثاراحمد عمري

لیمن ګراس- Lemon Grass

. د Poacea کورنۍ پوري اړه لري علمي نوم یې Cymbopogon citratus دی. په اسیا کې په پراخ ډول د پخلنځي ګیاه په ډول خوړو کې استعمالیږي. په کور کې لیمن ګراس وکرئ غذا، درمل او روغتیا هم ده. دا بوټي په ډېرې اسانۍ سره کورنیو باغچو او یا هم په ګلدانیو کې پالل کیږي او کلونه کلونه ترې ګټه پورته کولای شئ. منج ډوله بوټي دي ،ټاټوبی یې د چین هیواد دی. که چیرې یې په ګټه پوه شئ کوښښ به کوئ چې باد بوټي لاس ته راوړئ. طبي ګټې: لیمن ګراس بې شمېره ګټې لري( چای یې د بدن سټړیا ختموي، ډوډۍ هضموي، د مغزو بوج او ستړیا له منځه وړي، د خېټې ګیس کموي، لوړ فشار کمولو کې مرسته کوي، بدني چربي کمولو کې مرسته کوي، د اطراحي سیستم زخمونو جوړونې لپاره ګټور دي، دمخ ګونځې له منځه وړي او مخ ته ښکلا وربخښې، تیل یې د بندونو درد په کمولو کې مرسته کوي) په هند کې د درملیزې ګیاه په ډول تري ګټه اخلي.نیږدې د لیمو خوند او مزه لري. وچ، پوډر او په تازه ډول هم خوړل کیدای شي. همدلرنګه د چرګ په غوښه،کبانو، غويې غوښه او نورو خوړو کې استعمالیږي. که جیري معده مو خرابه وي د لیمن ګراس چای جوړ او ويې څښئ طبعت به مو جوړ شي د بورې پرځای شهد پکي واچوئ زکام، تبه او پرنجی به مو ورسره ښه شي. ممکن ځینو بکتریاوو مخنیوي کې مرسته وکړي او همدارنګه درد له منځه وړونکی، تبه ټیټوونکی ،شکر او کلسترول په کمولو کې مرسته کوي. ټولیزي ګټې: لیمن ګراس ښه بوي لرلو له امله مچان او غوماشي نیږدي چاپیریال کې نه پریږدي. تاسې کولای شئ د لیمن ګراس یو ګلدان په خپل پخلنځي کې کیږدئ په دې سره به مو د مچانو راتګ څخه مخنیوی کړی وي. غذایې ګټې: • په وریجو کې د ښه بوي تولید لپاره استعمالیږي، په دې سره یې خوند ډېریږي. • چای ترې دمولای شئ : یوه د چای خوړلو قاشوغه د لیمن ګراس پاڼې سره دوه دانې یل په خوټېدلو اوبو کې واچوئ دم یې کړئ، د بورې سره یې وڅښئ په خوله کې به مو خوند تر ډیره پاتې وي. • ډیری افریقایې او لاتین امریکا هیوادونو کې په چایو کې استعمالیږي. • په ټوله کې د مسالو په ډول په خوراکونو کې کاریدونکی ښه بوي لرونکی بوټی دی.

صنعت: عطر،صابون او سینګارتوکو کې تري ګټه اخیستل کیږي، او همدارنګه ویټامین A جوړولو کې ورڅخه هم استفاده کیږي، ساتنه او پالنه ساتنه او پالنه یې د نورو بوټو په شان کیږي. پوره لمریزه ساحه کې ښه وده کوي ، قوي او ښه زهکشي شوې ځمکه ورته وړ ده او کوښښ وشي د ښې ودې لپاره خاوره لنده وساتل شي، په ژمي کې کوښښ وشي چې ګلدان په ګرم او لمریزه ساحه کې کېښودل شي او یا دې ګلدان په تیاره تود ځاي کې وساتل شي او په پسرلي کې روښانه لمریز ځای ته ولیږدیږي چې خپل عادي ژوند پیل کړي.

د پاک، زرغون افغانستان په هیله