کارن:Muslim Khan Abdulzai
مسلم خان عبدالزی
[سمول]مسلم خان عبدالزی یو افغان د لابراتوار عالي طب تکنالوجست دی چې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ د سپین جماعت کلي اوسېدونکی دی. نوموړی د افغانستان په روغتیايي برخه کې له ۱۸ کلونو راهیسی کار کوي او دا مهال د غني خیلو ولسوالۍ روغتون د وینې بانک (Blood Bank) مسئول دی. او د مارکوه په بازار کی خپل يو لابراتوار د مارکوه مرکزی طبی لابراتوار په نوم هم لري. چی د وطنوالو په خدمت کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوي.
ژوند
[سمول]مسلم خان د حاجي عبدالله زوی دی، چې د ۱۳۶۱ هجري لمریز کال د اسد په پنځمه نېټه د ننګرهار ولایت د بټي کوټ ولسوالۍ په سپین جماعت کلي کې زېږېدلی. اوس هم د انبار خاني په سیمه کې ژوند کوي.
زده کړې
[سمول]مسلم خان خپلې لومړنۍ زده کړې د ایمل خان بابا لیسه کې بشپړې کړې، او بیا یې په ۲۰۰۳ کال کې د پاکستان د افغان ميډيکل انسټیټیوټ څخه د طبي لابراتوار په برخه کی ډیپلوم ترلاسه کړ. نوموړي په ۲۰۲۱ کال کې د ټکنالوژۍ په برخه کې لیسانس سند هم ترلاسه کړ.
مسلکي تجربه
[سمول]- د مارکو١٣٨١کی استاد وو په ١٣٨١ کال کی
نوموړی د طبی لابراتوار دفراغت نه وروسته په ٢٠٠٥ کال کی د نازیانو په اساسی روغتیایي مرکز کی د لابراتوار تکنیشن به صفت مقرر شو په ٢٠١٠ کال کی دوربابا اساسی روغتیایی مرکز ته بدل شو په ٢٠١٤ کال کی د چکنور اساسی روغتیایی مرکز ته تبدیل شو او په اخر کی ٢٠١٨ کال د دسمبر په میاشت کی د غنی خیلو روغتون ته د ویني بانک مسئول په صفت مقرر شو چی تر اوسه پوری د خپل هېواد والو په خدمت کی په نوموړي روغتون کی خپله دنده پر مخ بوځی
مهارتونه
[سمول]مسلم خان د وینې بانک مدیریت، هيماتولوژي، لابراتوار ټکنالوژي او تخنیکي رهبرۍ کې ځانګړې تجربه لري. هغه د نوې ټکنالوژۍ او طبي پرمختګونو سره ځان تازه ساتي.
ژبې
[سمول]- پښتو (مورنۍ)
- اردو
- انګلیسي
شخصي علاقې
[سمول]د طبي علم لوستل، کرکټ لوبول او لیدل د هغه له علاقو څخه دي.
سرچینې
[سمول]- غني خیلو ولسوالۍ روغتون
- د شخصي ژوندلیک څخه اخیستل شوی معلومات