کارن:Mohibhotak4u
محب هوتک له کار، نوښت او زغم څخه ډک ځوان یعني تکړه ډیزاینر محب هوتک درته یادوم! ښه ځواني، غوره اخلاق او لوړ استعداد يې په خپلو همزولو کي معلوم دى. په مېله کي ښه انډېوال، په دفتر کي اصولو ته ژمن همکار او په کورنۍ کي فرمان منوونکى زوى، ورور او زموږ د کندهارۍ ټولني فعال غړى بلل کیږي. ځوان محب هوتک چي په ۱۳۷۳ کال د کندهار ښار په دریمه ناحیه کي د حاجي عبدالرحمن هوتک په کور کي یې دې نړۍ ته سترګي خلاصي کړی دي هوتک په اته کلنۍ کي په تجربوي عالي لېسه شامل او تر څنګ یې د خپل کلي په مسجد کي دیني زده کړو ته مخه کړه کله چي د ښوونځی څخه فارغ سو نو په همدې کال د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی پښتو ادبیات څانګي ته د کانکور له لاری بریالی سو فعلا یې د ټولګی څلورم کال اخیري سمیټر ازمویني شروع دی. محب هوتک د کمپيوټر زده کړه د خپل مشر ورور ستار هوتک څخه ترلاسه کړی دي او ورباندي ویاړي. ښاغلی محب هوتک په پښتو ژبه د انټرنيټ زده کړي او یولیټ ويډیو زده کړي په نوم د درس سي ډياني هم جوړي کړي او بازار ته یې وړاندي کړی دي. هوتک تل کوښښ کړی چي یو مثبت پيغام په ډیزاین کولو سره تر نورو ورسوي. هوتک وايي تر ټولو لوی ارمان مي په هیواد کي د سولي او خوښي راتګ دی، او وايي زما د برياليتوب راز د مور او پلار په راکولو سوې روزنه کي دی او تل یې د هیواد ته په خدمت کولو تشویق کړی یم.