منځپانگې ته ورتلل

کارن:Mohammad Hanif Suri

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد حنيف سوري څوک دی؟

محمد حنیف سُوري د افغانستان یو ځوان، زده‌کړیال، ښوونکی، او اداري کارکوونکی دی، چې د کونړ ولایت د چپې درې ولسوالۍ د ګوشه لام کلي اصلي اوسېدونکی دی. نوموړی د انګلیسي ژبې متخصص دی، او دا مهال د یو خصوصي شرکت د مدیریت چارې پرمخ وړي.

ژوندلیک

[سمول]

محمد حنیف سُوري د رسول محمد سُوري زوی، د زر محمد سُوري لمسی، د خمار شاه کړوسی او د رحيم شاه سُوري کودی دی. دی د ۱۳۷۸ هـ ش د سرطان په ۲۱مه نېټه (د ۱۹۹۹ کال د جولای ۱۲مه) د پاکستان د پېښور ښار په ګلابهار سیمه کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې له خپل پلار سره پیل کړې، او په ۷ کلنۍ کې یې د قرآن کریم ختم بشپړ کړ. وروسته په ۸ کلنۍ کې ښوونځي ته داخل شو. کله چې خپل هېواد ته راستون شو، د قلعه جانان عالي لېسه کې یې له څلورم ټولګي څخه زده‌کړې پیل کړې، او په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې یې د غازي امان‌الله خان له عالي لېسې څخه په لوړو نومرو فراغت واخیست.

همداراز، په ۱۳۹۹ هـ ش کال کې د سید جمال‌الدین افغاني پوهنتون د انګلیسي ژبې او ادب څانګې ته بریالی شو او په ۱۴۰۳ هـ ش کې له یادې څانګې څخه فارغ شو.

زده کړې او مهارتونه

[سمول]

د ښوونځي او پوهنتون تر څنګ، نوموړي د انګلیسي ژبې زده‌کړې د ورډ، تحول، شاپور غفوري، او بخاري ښوونیزو مرکزونو له لارې هم تعقیب کړې دي. سربېره پر دې، یوه کلنه د کمپیوټر د Office پروګرامونو دوره یې هم بشپړه کړې ده.

کاري تجربه

[سمول]

محمد حنیف سُوري درې کاله د بریښنايي تذکرو او پاسپورټونو د ثبت‌نام په برخه کې کار کړی، او اوس مهال د تلاش سُوري شرکت (چې د وینځونکو توکو تولید کوي) د مدیریت مسؤلیت لري.

علاقه‌مندۍ

[سمول]

نوموړی د کرکټ سرسخته مینه‌وال دی، خپله یې هم لوبوي او هم یې ننداره کوي. سربېره پر دې، لیک لوست، خوش‌نویسي، او د انګلیسي ژبې زده‌کړه یې ځانګړي شوقونه دي.

موخې

[سمول]

د محمد حنیف سُوري هدف دا دی چې د یوې علمي یا اداري مؤسسې رییس، یا د لوړو زده‌کړو وزیر شي، تر څو د خپل هېواد افغانستان خدمت وکړي.

سرچینې

[سمول]
  • دا مقاله د محمد حنیف سُوري له خوا تایید شوې شخصي معلوماتو پر بنسټ لیکل شوې ده.