کارن:Kabirullah zadran
پښتانه قبیلی وپیژنۍ ډاکټر لطیف یاد (۵۰) ځدراڼ ځدراڼ د پښتنو یوه مشهوره او نومیالۍ قبیله ده چې زمونږ پښت پوهان دوی د پښتنو د کرلاڼي په ټولنیز ګروپ کې شمیري- ځدراڼ په خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې استوګنه لري. د خوست ولایت ځدراڼ په سپیره، شمل، نادرشاه کوټ ولسوالیو او مرکز خوست کې میشت دي. د پکتیا ولایت ځدراڼ په شواک، ګرده څیړي، وزي ځدراڼ ولسوالیو او مرکز ګردیز کې میشت دي. د پکتیکا ولایت ځدراڼ په زیړوک، ګیان، نکه ولسوالیو او مرکز شرنه کې میشت دي. د ځدراڼو شمال ته منګل، احمدزي، ګردیز او زرمت موقعیت لري، لویدیز ته يې زرمت او د خروټو قبیله، جنوب ته يې پیرګوټي او یوه برخه یې د ډیورڼد د کرښې سره د مده خیلو وزیرو سره پله لري، همدا راز ختیز لوري ته د خوست، ټڼیو او منګلو سره پوله لري. د تاریخ حیات افغاني لیکوال ډپټي محمد حیات خان له نن نه ۱۴۴ کلونه وړاندې د ځدراڼو قبیلې په اړوند داسې کښلي دي: د ځدراڼو د قبیلې د استوګنې سیمه د خوست لویدیز او د زرمت ختیز ته یوه شنه غرنۍ سیمه ده، د دوی په دغه شنه غرنۍ سیمه کې رڼې اوبه، شنه واښه، دنګې دنګې ونې، د مرغانو آوازونه او سړه هوا انسان ته خوښي او خوشالي وربخښي، خو سره د دې ښې آب و هوا د کرنې وړ ځمکه پکې لږه ده او دغه د ځمکو کموالی تر دې اندازې پکې محسوس دی چې خلک تیږي په ځانګړي ډول اواروي او خاورې ورباندې اچوي او د کرنې له پاره يې چمتو کوي، له همدې کبله ده چې د دغې سیمې پیداوار د نوموړي قبیلې د خلکو لپاره بسنه نه کوي او دوی د کار لپاره ګاونډیو سیمو ته ځي. ځدراڼ په خوړو کې د غنمو، جوارو او وریجو نه ګټه اخلي او خپلې خوراکي اړتیاوي د ګردیز او خوست د ښارونو نه لاس ته راوړي، د کرنې او مالدارۍ تر څنګ د دوی په غرنیو سیمو کې ډول ډول میوې لکه مڼې، مندتې، غوزان (چهار مغز)، بادام او ځنغوزي پیدا کیږي، چې ځنغوزي د دغه ځای له غوره پیداوارو نه ګڼل کیږي. مشهور انګریزي تاریخ پوه مونټ سټوارټ الفنسټن پخپل مشهور اثر An Account of The Kingdom of Kabul کې د ځدراڼو د قبیلې د خلکو په اړوند داسي لیکلي دي: د دوی جامې د وزیرو د قبیلي د خلکو په څیر دي او د خروټو په لور د ځنغوزیو ډکو ځنګلونو په مینځ کې درومي."
د ځدراڼو د قبیلې ښاخونه، څانګې او خیلونه : که چیري د ځدراڼو د قبیلي د شجري په اړوند څیړنه وکړو نو لکه چې د مخه وویل شول دوی کرلاڼي پښتانه دي. په پښتني عنعنوي شجرو کې ځدراڼ د برهان زوی، د ککي لمسی او د کرلاڼ کړوسی دی، نن ورځ د دغې قبیلې خلک د ځدراڼ د نامه په وجه په ځدراڼو سره شهرت لري. د ځدراڼو د پاتي ښاخونو، څانګو او خیلونو نومونه په لاندې توګه در پیژندل کیږي: تولاخیل، احمدخیل، شیرخیل، زنګي خیل، سوري خیل، فیروز خیل، براهم خیل، پیروخیل، بازید خیل، سلطان خیل، بهیکار خیل، ایسپ خیل، اختون خیل، ابو خیل، الله خیل، بازکي، ویدي خیل، دیري خیل، هوس خیل، خوی خیل، موسم خیل، بیبه خیل، زني خیل، غرزي، سپیره کي، مده خیل، شاه خاني، یحیي خیل، غیبت خیل، میزایي، باروم خیل، شریک خیل، پړانګي، خان خیل، جنیات خیل، توري خیل، مرشن خیل، هوني خیل، خوز خیل، زودین، ملک دین او نور خو په عمومي توګه په ځدراڼو کې دغه لاندینۍ ښاخونه او څانګې مشهور دي: پیرداد خیل، زني خیل، ختین خیل، بیبه خیل، علي محمد خیل، سپاهي خیل، ګرموښي، سپرغه خیل، دري خیل او میر زايي. د ۱۳۵۴ کال د مرکزي احصائيې د سر شمیرنې له مخې د پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې د ځدراڼو د قبیلي د خلکو مجموعي شمیر ۱۵۴۱۲۲ تنه ښودل شوي وو چې ښايې دا شمیره به اوس تر میلیون وګړو اوښتي وي. ځدراڼ غیرتمن، په هیواد او خپلواکۍ مین، جنګیالي، میلمه پال، دینداره او په پښتو او پښتونولۍ باندې مین خلک دي. د تاریخ حیات افغاني د لیکوال په قول دوی ډیر جنګیالي خلک دی او تقریباً هر بالغ تن يې په خپل کور کې وسله لري څو د یرغل په وخت کې د خپلې قبیلې د خلکو او سیمې نه ساتنه او دفاع وکړي. نوموړي مورخ ۱۴۴ کلونه وړاندې د دوی د وسله والو جنګیالیو شمیر له ۱۵ زرو تنو نه زیات ښودلی دی، په رښتیا هم چې دوی د هر تیري کونکي ځواک په وړاندې په ډیر میړنتوب سره جنګیدلي او سترې حماسې يې زیږولي دي. د افغان-انګریز په دري ګونو جګړو کې د نورو افغاني شاه زلمیانو تر څنګ يې په ډیره میړانه توري وهلي دي، چې د بیلګي په توګه د غازي ببرک خان ځدراڼ نوم یادولای شو چې د افغانستان د حماسو تاریخ د ده په ویاړلي نوم فخر کوي. د انګریز وروسته د روسي یرغلګرو په وړاندي هم ځدراڼو د ملي مقاومت سنګرونه تاوده ساتلي وو او د هغوی په وړاندې په میړانه جنګیدلي دي.
د ځدراڼو د قبیلې په دولت کې ونډه او سیاسي څیرې : یو شمیر ځدراڼ د شهید داود خان په رژیم او د ثور تر کودتا وروسته رژیم کې پوځي دندې درلودې چې هغو کې د پاچا ګل وفادار او سید محمد ګلابزوی نومونه یادولای شو، پاچا ګل وفادار د داود خان په وخت کې د سرحدونو چارو وزیر او د ثور تر کودتا وروسته په هند کې افغاني سفیر وو، همدا راز سید محمد ګلابزوی د کارمل په رژیم کې د کورنیو چارو وزیر او د حامد کرزی په وخت کې د افغانستان د پارلمان غړی وو او د ملي جبهې غړی هم دی. - سترجنرال ګل زرک ځدراڼ په نظامي برخه کې د حامد کرزی په وخت کې په ملي دفاع وزارت کې دنده ترسره کوله. - الحاج پاچا خان ځدراڼ د ځدراڼو قومي مشر دی چې د ځدراڼو په قبیله کې ډیر نفوذ لري، د بن ۲۰۰۱ کال تاریخي غونډه کې د لوئي پکتیا په استازیتوب ګډون درلود او د حامد کرزی په دوره کې د افغانستان د پارلمان غړی وو.
د ځدراڼو د قبیلې علمي او اکاډمیکې څیرې لومړۍ : پوهنوال ډاکتر نظر محمد سلطانزی ځدراڼ نوموړی هستوي فزیکپوه او د افغانستان د اتومي انرژۍ د سازمان AAEC پخوانی مسئول مشر وو، د ده ډیر اثار او مقالې خپرې شوي دي چې زه يې دلته د ځینو مقالو نومونه وړاندې کوم: د اتوم انرژۍ بنسټیزی فورمول، در چرنوبیل د پیښې شل کلن تاریخ، د ګاونډیو هیوادونو هستوي ازموینې، اتومي بمونه او مذهبي نومونه، د مسلمان پښتون او د اتوم بم د کارپوه عبدالقدیر لنډه پیژندنه، د ویني د سرطان ناروغي، پیژندنه، درملنه او مخنیوی، په هیواد کې د اتومي پاتي شونو خبرتیا، د سرطاني ناروغیو کلینیکي فورمول TNM او نور... دوهم : قضاوتپوه محمد عمر ببرکزي د ستري محکمې عالې شورا پخواني غړي او د کابل پوهنتون د شرعیاتو او حقوقو پوهنځویو استاد. د نوموړي اثارو څخه کریمنالستیک کتاب دی چې په پښتو او دری ژبو خپور شوي دی، نوموړي کتاب د قضايي ستاژیرانو، د پولیسو د اکاډیمي محصلین، د حقوق او شرعیاتو پوهنځویو محصلینو ته تدریس کیږي. چې په مسلکي لحاظ د اهمیت وړ دی او یو ارزښتمند منل شوي علمي اثر ګڼل کیږي. دریم : کپټان صاحب عبدالسلام ځدراڼ د آریانا افغان هوایی شرکت پخوانی غښتلی پیلوټ او کپټان د کپټان صاحب ځدراڼ ښه ځانګړتیاوي، د تخنیک په برخه کي ذکاوت، نیک اخلاق او نور ښه صفتونه د شرکت کارکونکو لخوا اوس هم ستایل کیږي او په نیک نوم یادیږي. څلورم : پوهاند دکتور الف شاه ځدراڼ د کابل پوهنتون د ټولنیزو چارو استاد او څه موده د کابل پوهنتون د علمي چارو د مرستیال په توګه يې دنده درلوده، نوموړی د یو شمیر زیاتو علمي اثارو خاوند دی. پینځم : سر محقق عبدالرحیم ځدراڼ دی د افغانستان د علومو اکاډمۍ یو تکړه محقق دی، د ده زیات شمیر مقالې د کابل په مجله، د زیري په جریدې او د هیواد په نورو معتبرو مجلو او جرېدو کې خپرې شوي دي، د ده یو مهم اثر د روهیله پښتانه په نامه سره یادېږي چې په هند او په تیره بیا د روهیلکهنډ د سیمي پښتانه نوابان پکې معرفي شوي دي. شپږم : عبدالقادر ځدراڼ د ښاغلي ځدراڼ مقالي او ژباړې د هیواد په مطبوعاتو کې خپرې شوي دي، د نوموړي مقالې د کابل په مجلې او په زیري مجله کې هم خپرې شوي، ښاغلی ځدراڼ په جرمني ژبه کې وارد دی. اووم : جنرال دولت خان ځدران د داخله وزرات افسر او د افغانستان اسلامی جمهوریت د اجرائیه ریاست ارشاد مشاور په نظامی چارو کی چی ۹ کاله د حامد کرزی په دوره کی د پکتیکا ولایت امنیه قومندان او په همدی دوره کی د هلمند او غور امنیه قومندان په صفت دنده ترسره کړی وه.