کارن:I.m.shehab/تمرین مخ
دادارې او منجمنټ تعريف:
ديوه بشري ګروپ هغو هم غږو هڅو ته ويل كيږې چې ديوې ګډې موخې دلاسته راوړلو لپاره يې د امورو د اجرا،كنترول او رهبري له لاري په كار اچوي .
داداره كوونكي يا (منيجر) تعريف:
اداره كوونكى يا منيجر هغه څوك دى چې ديوه بشري ګروپ ګډې هڅې تر خپل صلاحيت لاندې داسې رهنمايې كړي ترڅو دامورو په اجرا كې په ډير موثريت سره خپلو ګډو موخوته ورسيږي.
داداره كوونكي او منيجر تر مينځ اړيكې او توپيرونه:
كه څه هم داداره كوونكي اومنيجراصطلاحګانې په يوه دولت،يوه فابريكه،يوه وړوكي فارم اوياكوم خصوصي فارم كې يوشان مفاهيم لري اواكثراً په مترادف ډول استعماليږي خو داهميت،خصوصياتو اوپكاروړلو له پلوه ځيني توپيرونه لري چې په لاندې ډول دي.
۱: اداره چي له يوې لويې سيمې او محيط سره سروكار لري اومنيجرله وړوكې سيمې او محيط سره.
۲: اراره چې دمنابعو دپلټنې اوراټولولو دنده لري او منيجر دنوموړومنابعوپه مؤثر ډول دپكاروړلو دنده په غاړه لري.
۳: اراره چې دصلاحيت په اساس په مؤسسه اوتصدۍ كې ترټولو لوړ ځاى لري اومنيجر په تشكيل كې تر ادره چې نه په ټيټ موقف كې ځاى لري.
۴: اداره چي ديوې تصدى اومؤسسې له عمومي اجزاوو ومنيجر دنوموړې ؤسسې له ځانګړو اجزاوو سره سروكار لري.
۵: په يوه تشكيل كې بهرنى رهبري داداره چي او داخلي رهبري دمنيجر دنده ده.
۶:ادره چی ديوې مؤسسې يا تصدى كړنلاره اوپا ليسې ټا كي او منيجردنوموړې كړنلاره په كار اچوي، په دې مانا چې اداره چي اكثراً له غير تخنيكي مسايلو سره ،منيجر داړيكو سره او سوپروايزر له تخنيكي مسايلو سره په يوه مؤسسه يا تصدى كې سروكار لري.
| دكار طرح (اداره چي) | دكار اړيكه
(منيجر) |
د یو مشر او یو مدیر د رول پرتله کول
د یو مشر رول: یو مشر لاندې رولونه لوبوي:
- هدایت ورکول
- هوډ نیول
- د ستونزو حل
- هڅول او ملاتړ
- د خلکو تنظیمول او اداره کول
- د خپل ځان تنظیمول
- د ډلو تنظیمول
ديوه اداره چي يا منيجرمهمې دندې Management functions:
هر اداره چي په ټوليز ډول ځنې دندې لرې چې بايد تر سره يې كړي ،هغه دندې په لاندې ډول دي.
۱: پلان: پلان جوړونه ديوه منيجر يا اداره كوونكي تر ټولو لومړنۍاو مهمه دنده ده په حقيقت كې دټولو دندو پرمخ وړنه دپلان په اساس ترسره كيږي.
پلان دموخو دټاكنو،لاسته راوړلو او دهغو دارزونې يوه سيستماتيكه پروسه ده. چې پكې ديوې موسسې پروګرامونه اوميتودونه دلومړيتوبونه په اساس په پرله پسې ډول ځاى پرځاى كيږي.
۲: تشكيل جوړول او دهغه تنظيم: Staffing and Organization
دتشكيل جوړونه اودهغه د تنظيم دنده لاندني محتويات لري.
۱: دهر موقف او دندې لپاره دمناسب تن ټاكل.
۲: دشعباتو تر مينځ داړيكو ټاكل.
۳: دكار ويش:
۴: دصلاحيتونو ويش دمسؤليتونو په اساس.
۵: دكاركوونكو دمهارتونو پراخوالى او دكاري ظرفيتونو لوړوالى.
۶: ديوې ديموكراتيكې فضا منځ ته راوړل.
۳: لارښونه:Direction
دكاركوونكو پر كارونو نظارت، پر كړنو تصميم نيونه اودكاركوونكو تقويه دلارښونې له لارې ددې دندې اړوند مسايل دي.
هر اداره كوونكې اومنيجر مسؤليت لري چې دمؤسسې اوتصدى كاركوونكو ته په اړونده دندو كې په پرله پسې ډول لارښـونه وكړي او هغوى خپلو نواقصو ته ځير كړي ، هغوكسانو چې خپلې دندې اوكارونه په ښه توګه ترسره كړي هغوي بايد مكافات ترلاسه كړي او تقدير شي.
۴: هم غږي او توازن: Coordinating
ټاكل شويو موخو ته درسيدو لپاره ديوې مؤسسې يا تصدۍ د بيلا بيلو برخو اوڅانګو تر مينځ هم غږي اودهغوى تر مينځ دمنطقي اړيكو رامينځ ته كول اودامورو انسجام اوسمون تر دمؤسسې يا تصدى ټول غړي ديوه متحد ټيم په بڼه ګډ كار وكړي.
۵: څارنه او كنټرول:ْControlling
كنټرول هم ديوه اداره له مهمو دندو څخه يودى چې په دوو برخو ويشل كيږي، ۱ تفتيش يا (Monitoring)
۲ ارزونه (Evaluation)
۱- تفتيش يا (Monitoring): درښتينو او دفهو وړ شاخصونو په واسطه په مسلسله اوپرله پسې ډول دپرمختګ اندازه كول اولاسته راغلو پايلو اونتايجو مقايسه كول دهغه څه سره چې له مخكې پلان شويدي،تفتيش وايې.
۲- ارزونه يا(Evaluation) : په ټاكل شويو وقفو كې دبرياليتوب اونه برياليتوب اندازه كولو ته ارزونه وايي.
دواړې پورتنۍ وسيلې دنواقصو او نيمګړتياوو په موندلو ، دهغوى په اندازه كولو او له مينځه وړلو كې مرسته كوي
ديوه اداره چي اخلاق
دبشر په مادي او معنوي ژوندانه كې اخلاق او اخلاقي ښې ګڼې له خورا مهمو او اساسي نيكمرغيو څخه دي.
كوم آمر چې ديوې ادارې مسوليت په غاړه لري، دمادي او انساني امكاناتو په لارښونه او اداره كې ډيرو وړو كارونو او نزاكتونو ته اړ دى،چې داخلاقو څخه سرچېنه اخلي، داداره چي اخلاق دادارې په انسجام، سمون او دهمكارۍ داحساس په رامنځ ته كولو كې لوى لاس لري، چې په عين حال كې داداره چي دشخصيت څرګندوى هم دي، نوبايد هر اداره چي دداډول اخلاقو خاوند وي چې ځينې يې مونږ لاندې تشريح كوو.
۱- ښه چال چلن :
ښه رويه او نيك چارچلن ديو انسان له مهمو او قيمتي پانګو څخه شميرل كيږي، په ژوندانه كې ديوه انسان زياتره ښيګڼې ،برياليتوبونه او ناكامۍ دهغه دښو يا بدو اخلاقو پيله او حاصل دى.
۲- عيب پټول:
* آمر بايد دخپلو همكارانو دهغو عيبونو دښودلو څخه چې دهغوى دشخصيت او روحيې دماتيدو لامل ګرځي، په كلكه ځان وژغوري
* كه چېرې يو آمر وغواړي خپلو ټولو همكارانو ته دهغوى ديوه عيب په لرلو خبردارۍ وركړي،باید دنوم له اخيستو پورته موضوع بيان كړي
*كله كله دكنايې ژبه دمخامخ ويلو څخه څو چنده مؤثره او اغيزمنه ده او آمر كولاى شي دكنايې په ژبه هغوى خپلو نيمګړتياوو ته متوجه كړي
*كه چېرته لازم وو چې ديوه كس عيب ورته مخامخ په ګوته شي نو بايد ورته په ځان ګړي ډول دهغو يادونه وشي.
*په ځينو وختو كې دعيبونو دبيانولو پر مهال هغه ته دهغه دخوبۍ يادونه هم وكړى
* كله كله دعيبونو دلرې كولو لپاره هغه عيبونه په عامه توګه تر انتقاد لاندې نيسۍ، نه اشخاص بلكه هغه بد اوصاف تر بريد لاندې نيسۍ
۳- عاجزي:
تواضع خايسته جامې دي چې بايد دانسانيت له بازاره وپيرودل شي، متواضع كسان ميوه دارو ونو ته پاته كيږي چې هېڅومره ميوه ونيسي عاجزي او تواضع يې په هماغه اندازه زياتيږي.
* آمر دتوضع په واسطه عملاً انسانيت اوښې ګڼې دنندارې لپاره وړاندې كوي.
* تواضع ديوه اداره چي ښايست او ښكلا ده.
* دآمر تواضع دنورو دسركښيو او تكبر مخه نيسي.
* تواضع دآمر له چوګۍ نه دهغه دستروالي نښه ده.
۴- په وعده وفا:
د پانګي مفهوم
د عو امو له نظره د پانګي څخه مطلب نغدي پيسي يا په بانک کي جمع شوي پيسي دي د توليدونکي لپاره د هغه ماشينونه،کارخانه،سامان اﻻت،
دفتر سامان اﻻت او نغدي پيسي د هغه پانګه ده مګر د اقتصاددعلم له نظره د پانګي مفهوم ددي سره فرق لري په اقتصاد کي د پنګي نه مراد د شتمني هغه برخه ده کوم چه د نوي عايد د ﻻس ته راوړلو لپاره استعماليږي.
پانګه مستقيما دتسکېن سبب نه ګرځى بلکه د تسکين په خاطر د نورو اشياو او خدماتو د ر امنځ ته کولو وسيله ده مثﻻًيو يو شخص د شخصي استعمال لپاره يو موټر اخيستي وي دا پانګه نه ده مګر که همدغه موټر د سپرلۍ لپاره واخيستل شي نو دا پانګه ده.
دا بايد په ياد ولرو چي صرف هغه شيان په پانګه کي شامل دي ده کوم نه چي د نوي عايد د ﻻس ته راوړلو لپاره استفاده وشي.
دپانګي عمده شکل صنعتي پانګه ده د صنعتي پانګي څخه هدف هغه پولي او جنسي پانګه ده چي د مادي نعمتونود تو ليد په جريان کي فعاليت کوي.
صنعتي پانګه د انکشف په جريان کي دتبادلي د ساحي په ايجادولوسره په تجارتي او سودي پانګه باندي بدليږي.د صنعتي پانګي اساسي خصوصيت دوامداره جريان چي دارزش د زياتوالي سبب وګرځي ګڼل کيږي.
تر اوسه چي اقتصاد پوهانو د سرمايې کوم تعريفونه کړي هغه په لا ندي ډول دي.
١ :ادم سمت ) (Adam smith په نظر
سرما يه (پانګه) د يو شخص د شتمنۍ هغه برخه ده چي د نو ي عايد د لاس ته راوړلو با عث ګرځي .
ايس اي توماس ( S-E-Tomas) په نظر :
ايس اي توماس د ځمکي نه علاوه د يو فرد او ملتونو د شتمنۍ هغه برخه چي د نورى شتمنۍ د منځ ته راتګ باعث ګرځي پانګه بولې :
الفرډ مارشال (Alfered Matshall) په نظر :
پانګه عبارت له ټولي هغه شتمنۍ چخه ده کوم چي د توليد د عواملو څخه د يو عامل په حيث استعمال شي :
د پانګي خصوصيات
د پانګي مهم خصوصيات په لاندي ډول دي :
١: په مقدار کي تغير :
د پانګي په مقدار کي تغير رامنځ ته کيږي او په حقيقت کي د پانګي په مقدار کي زياتوالي د يو هيواد د اقتصادي پر مختګ بنياد دي :
٢: د انتقال قابليت (وړتيا):
پانګه په اساني سره د انتقال وړ ده او په هر ځا ي د تو ليد د عملي سره همکا ري کوي:
٣: دشتمنۍ برخه :
پانګه د شتمنۍ هغه برخه ده کوم چي د تو ليد د عملي د جاري ساتلو او د عايد د ﻻس ته راوړولو لپاره پکار اچول کيږي .
پانګه، پيسي، عايد او ځمکه :
پانګه د عوامو له نظره د نورو اصلا حاتو يعنى شتمنى ،پيسى ،عايد او ځمکي سره مشابهت لري نو د پاګى په مفهوم د پوره پوهيدلو ﻻزمه ده چي ددغه يا اصطلاحاتو تر منځ فرق واضح شى .
١ .پانګه او شتمني :
د شتمني نه مراد ټول هغه اجناس چي د هغي په واسطه زمونږ ضرورتونه پوره شي يا تسکين شي او په هغي کى دغه ﻻندى خصوصيات موجود وي .
١ . افاده (استعداد)
٢ .کميافته وي .
٣. د انتقال وړ وى يا د انتقال قابليت ولرى .
د پانګى نه مراد د شتمنى هغه برخه کوم چي د نورى شتمنى د پيدا کولو لپاره استعمال شي که چيرى شتمنى د خواهشاتو د پوره کولو لپاره استعمال شي نو دا پانګه نده مثلاً خوراک،لباس ،بستره او نور اجناس د شتمني هغه برخه پانګه ده کوم چي د نور عايد د ﻻس ته راوړلو لپاره په مصرف رسږي . فرض کوو د يو کلچه فز سره دوه ټينه (ټيمه) غوړي موجوددي دا واضح خبره ده چي د غوړيو داوړه ټيمونه شتمني ده ځکه چى په غوړيو کي پورتني درى واړه خصوصياتو(افاده کميافته او د انتقال قابليت ) مو جود دي فرض کړى چى کلچه پز يو ټيم غوړى په کور کى مصرفوي او بل ټيم غوړى به د کلچو په پخولو کي مصرفوي نو اوس ښکاره خبره ده چى لمړى ټيم غوړي په شتمنۍ کى شمارل کيږي او دوهم ټيم غوړيو ته پانګه ويل کيږي ځکه د هغي په مرسته نور عادات ﻻس ته راځي .لنډه دا چي ټوله پانګه شتمني ده .
ترتيب کوونکی: حکمت الله