کارن:Hamidullah Hamdard

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انټرنېټ: د Internet کلمه له دوو ټکو inter او net څخه جوړ دی يعنې د شبکو تر منځ اړيکه او يا د شبکو تر منځ شبکه ده تاسو به په خپل ژوند کې له انټرنېت څخه ګټه پورته کړې وي. موږ په دې لېکنه کې تاسو ته د انټرنېټ په اړه يو څه معلومات زياتول غواړو دا چې انټرنېټ څه شی دی؟ او موږ ترې څه ګټې اخستی شو؟ همدې لېکنه کې يې ولولئ انټرنېټ د کمپيوټرونو يو ډېر لوي جال دی چي په هغه کې حکومتي ادارې شاملې دي او بې شمېره خلک د انفرادي کمپيوټر په واسطه له انټرنېټ سره نښلېدلي دي لکه د دفتر مامورين او زده کونکي عموماً له انټرنېټ سره د شبکې له لارې اړيکه نيسي چې دا اړيکه د ټلېفون مزي له لارې صورت نيسي تاسې د ټلېفون مزی په موډيم کې ورکوئ او موډيم ستاسې او د ټليفون مزي تر منځ مفاهمه جوړوي دا اړيکه عموماً د موډيم له لارې دانټرنېټ خدمات برابرونکي ( Internet service provider ) لخوا برابريږي له دې پرته تاسې له کمپيوټر سره د wireless يا بې سيمه هم وصلېدای شئ چي دا اسانتيا اکثره هوټلونه يا هوايي ډګرونه اؤ نور د ګرځنده کمپيوټرونو استعمالوونکو ته برابروي، اوس که تاسو له انټرنېټ سره وصلېدل غواړئ نو بې شماره online services موجود دي چې تاسو ورسره وصلېدای شئ. انټرنېټ د انټرنېټ لخوا کارېدونکې ژبې internet protocol له کبله هم انټرنېټ بلل کېږي ددې معياري پروټوکولونو له کبله د نړۍ هر کمپيوټر يو له بل سره اړيکه نيولی شي انټرنېټ ستاسو د معلوماتو موندلو، اداره کولو او شريکولو وړتيا لوړوي د انسان په تاريخ کې داسې لويه شبکه له ډېرو وسايلو او منابعو سره نه وه موجوده په حقيقت کې internet په نړۍ کې د کمپيوټرونو تر ټولو لوئ network دی ددې لپاره چي تاسو ته ښه روښانه شي چي انټرنېټ څه شی دی د انټرنېټ په اړه يو څو تعريفونه ولولئ. انټرنېټ د خپل منځي نښتو کمپيوټري شبکو مجموعه ده چې په واسطه يې مفروضات او معلومات د انټرڼېټ معياري پروټوکولونو IP internet protocols له لارې سره شريکوو دا د شبکو شبکه ده چي د نورو کوچنيو محلي، اداري، تعليمي، تجارتي او دولتي شبکو معلومات او خدمتونه له يو کمپيوټر نه بل کمپيوټر ته او يا له يو نه څو کمپيوټرونو ته انتقالوي اؤ دکار زمينه ورته برابروي.