منځپانگې ته ورتلل

کارن:Gulagha isakzay

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زما نوم ګل اغا اسحاقزی دۍ، ۲۲ کلن يم، پخوا مي په پښتو ویکيپېډيا کي ليکني کړي او څه ناڅه اشنايي ورسره لرم، غواړم د پښتو ژبي د پرمختګ دپاره خپل مسؤليت ادا کړم. د پښتو پر ادبياتو پوره واکمن يم او د پوهنتون ابتدايي مرحلې تر کچي مي زده‌کړي کړي دي. په اصل کي د کندهار د ميوند ولسوالۍ د (بند تېمور) څخه یم خو اوس په هرات ولايت کي اوسېږم.

زه د پښتو ژبي ټولو ليکدودونو ته درناوی لرم خو زما خپل د کارولو ليکدود "سويلي ليکدود" دۍ چي د نورو ليکدودونو سره چنداني پرخ هم نه‌ لري، خو يوازي د ياګانو (ي/ې) ترميان لږ پرخ سته، ځکه چي په سويلي پښتو کي د شرقي او کابلي پښتو په رکم د (ې) کشېدل نسته. او همداډول د (شول/شوي) پرځای (سول/سوي) ليکم.

زه په دې باور یم چي په پښتو ژبي کي باید د لهجو او ليکدودونو بحث د جنجال په توګه ډېر لوی نسي. موږ په اوس وخت کي د پښتو ژبي دوه لوی ليکدودونه لرو، چي یو يې د افغانستان د پوهني وزرات لخوا جوړ سوی او د معیار په شکل وړاندي سوی، او بل يې د جنوب ليکدود دۍ چي دواړه چنداني پرخ هم نه لري لکه څنګه چي مي پورته يادونه وکړه. هو؛ منم چي پښتو ژبه د دې دوو ليکدودونو ترڅنګ ډېر نور ليکدودونه او لهجې هم لري خو تر ډېره دغه دوه ډېر لوی دي او د نورو لږکیو لهجو خلک هم د دغو ليکدودونو څخه کار اخلي، که څه هم پښتو يوه پښتو ده، خو زموږ په میان کي د لهجو تنوع هم ډېره ښکلې ده لکه د نړۍ دا نوري ژبي چي هره يوه زموږ د پښتو په رکم ډول-ډول مختلفي لهجې لري 😊