کارن:Faisalkhanamiri
Realism ریالیزم
Realismریالیزم ریالیزم د نړیوالو اړیکو یوه نړیواله تیوري ده او په نړیواله کچه خورا ډېر پلویان لري. یاده تیوري ډېره پخوانۍ او له ټولو تیوریانو څخه ډېره زیاته استعمالېدونکې او ځواکمنه تیوري ده. پېژندنه: ریالیزم د ریل (Real) له کلیمې څخه اخیستل شوې، چې د واقعیت، رښتیا او شتون په مانا ده. دغه تیوري اکثره وخت د ایډیالیزم د تیوري په وړاندې استعمالیږي. ریالیزم د افرادو ترمنځ ټولنیزې اړیکې او سیاسي کړنلارې د واقعیت پر بنسټ لولي، نه داسې چې باید (داسې وای یا هغسې وای) هر هغه څه چې رښتیا او واقعیت وي تر مطالعې لاندې نیسي. ریالیزم د سیاست تر څنګ په هنر، ادبیات او فلسفې کې هم کارول کیږي، چې په ټولو برخو کې د رښتیا او واقعیت پلوي کوي. سیاستوال زیاتره وخت هغه چاته ریالیست وایي، چې سیاست یوازې د واک د لاسته راوړلو او ساتلو په موخه کاروئ. ریالیستان په نړیوالو اړیکو کې دولتونو ته ډېره ترجیع ورکوي یعني دوۍ وایي چې دولتونه په نړیوال سیستم کې اصلي غړي دي چې ټولې نړیوالې اړیکې او سیستم دوۍ مخته وړې، ریالیستان په نړیوالو اړیکو کې نه نړیوالو سازمانونو، افرادو او نه ملتي نیشنل شرکتونه د برخې اخیستلو اجازه نه ورکوي او نه یې غړي ګڼې. د ریالیزم د تیورۍ تاریخ(History of Realism) د ریالیزم تیوري د اروپا له حالاتو نه سرچینه اخلي، پخوا د اروپایي هېوادونو تر منځ کله کله جنګونه او دفاعي حالات رامنځته کېدل. په اروپا کې داسې جګړې او پيښې تیرې شوي وي چې اروپا ته یې وحشت او بربریت وبښلې وي چې په لاندې ډول ورڅخه په لنډه یادونه کوي. ۱: دېرش کلن جنګونه ۱۶۱۸ز نه شروع او په ۱۶۴۸ز کال د وستفالیا په سولې په تړون پایته ورسیدل. ۲: د ناپلیون جګړې چې ۱۸۰۵ز نه شروع او په ۱۸۱۵ز کال پایته ورسیدې. ۳: لومړۍ نړیواله جګړه چې په ۱۹۱۴ز نه شروع او ۱۹۱۸ز کال پورې یې دوام درلود. ۴: دوهمه نړیواله جګړه چې په ۱۹۳۹ز کې پيل او ۱۹۴۵ز کال پورې یې دوام درلود چې میلیونونو انسانانو ته یې ځاني او مالې زیانونه د ځان سره درلود. د دې نه پخوا هم په اروپا کې داخلی جنګونه وي چې د یونان، روم امپراطورۍ جنګونه یادولې شوي. (Types of Realism)د ریالیزم تیورۍ ډولونه ۱: Classical Realism:دا ریالیزم د دوهم نړیوال جنګ څخه وروسته رامنځته شوی. دا تیوري وایي چې نړیوال سیاست او نړیوالې اړیکې د انسان د طبیعت پر اساس وړاندې ځي. یعنې دوۍ وايي چې انسان طبیعاً خود خوا او خودغرضه دی نو د انسان د طبعي ځانګړنو پر اساس نړیوالې اړیکې پر مخ روان دي. ۲:Neo-Realism: دوۍ بیا وایي چې نړیوالې اړیکې د نړیوال سیستم پورې اړه لري. همدرنګه وایي په نړیوال سیستم کې طاقت او زور ډېر مهم دی. ۳: Neo-Classical Realism: دوۍ د کلاسیکل او د نیو ریالیزم تیوري دواړو نظریاتو تر څنګ بل نظر م ورکوي دوۍ وایي د نړیوالې اړیکې چې د انسان د طبیعت، د هېوادونو کړنو سره د هېوادونو داخلی عوامل یې هم متاثره کوي. ۴: Rise and fall Realism: دوۍ وایي کله چې د یو هېواد ګټې د منځه د تللو د ګواښ سره مخامخ شي نو بیا جنګ کوي، مخ پر ودې هېوادونه هم جګړو ته لاره جوړه وي خو چې کله یې پکې ګټه وي. (Preposition of Realism Theory)د ریالیزم د تیورۍ وړندیزونه د ریالیزم تیوري ځانته خاص اصول لري چې په لاندې ډول ورڅخه د نومونو په اخیستو سره یادونه کوي. ۱: نړیوال انارشیزم International System is Anarchy get the Power ۲: دولت (state) ۳: ځاني ګټې (Self Interests) ۴: د ځواک انډول (Balance of Power) ۵: امنیت(Security) ۶: نظامي قدرت (Military Power) ۷: قطبیتوب(Polarity) ریالیزم بنستیز اصول ۱: دولت مشرې (دولت سالارې) اصل ۲: د پایښت (بقا) اصل ۳:د ځانیارۍ (ځانواکۍ) اصل نو د ریالیزم د تیورۍ په اساس ویلې شو چې په نړیوال سطحه نه قانون شته او نه کوم هېواد دي قانون ته پابند دي ټول هېوادونه د خپل قدرت مطابق زور کاروې.
ماخذونه
نړیوال سیاستونه
نړیوالې تیوریانې
نړیوال مکتبونه