منځپانگې ته ورتلل

کارن:Abdulmalik stanizai

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

شاعر، لیکوال او ټولنیز مبارز ښاغلی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالمالک ستانیزی د قومي مشر ارواښاد حاجي عبدالمبین زوی د لوګر ولایت د محمدآغې د ولسوالۍ د ُسرخ آباد د حوزې د بهادرخېلو د کلي اوسېدونکی چی په 1366 هجري لمریز کال کی د پاکستان د پښتونخوا د شینکیاری په سیمه کی د ک‌‌‌‌‌‌ډوالۍ پر مهال دې نړۍ ته سترګې غړولي، ابتدايه او متوسطه یې د پېښور د شمشتو کمپ د حضرت قیس بن سعد رض په ښوونځي کی لوستې او د آي، آر، سي له عالې تجربوي لېسې څخه په 1385 هجري لمریز کال کی فارغ شوی، روسته یې د ابوعلي سینا د طبي علومو په انسټيټيوټ او افغان انټرمي‌‌‌‌‌‌ډيټ مې‌‌‌‌‌‌ډيکل انسټيټيوټ کی د غاښونو او نرسنګ په برخه کی زده کړې کړي، د دیني زده کړو تر څنګ یی د کمپيوټر، انګلش، لېن‌‌‌‌‌‌ډ سروې، موبائل اینجینرنګ،ژورنالېزم او اعتیاد په برخه کی هم لنډ مهالې زده کړې کړي، په ۱۳۹۹ لېږديز لمريز کال یې د کابل د دعوت پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځۍ د ادارې او څارنوالۍ د څانګې څخه د لېسانس سند تر لاسه کړی، په طبي او اداري برخو کی لکه اعتیاد او روان درملنه، نرسنګ،‌‌‌‌‌‌ډېنټل، او د ام، سي، پي، اې د ماین پکي له م‌ؤسسې سره د ناروغ پال په توګه کار کړی، تېر کال د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د بورګ د سیمې د ټپيانو د تداوي د مرکز سپروایزر او فوکول پوائينټ او په  [1397] لېږديز لمريز کال د کف د موسسې سره د محمدآغې ولسوالۍ د حفظ الصحې د برخې سپروایزر  وه، او همدارنګه تر دې روسته د کليو او پراختيا وزارت د ښاري تړون په برنامه کی د لوګر ولايت د ټولنيز کارکوونکي په توګه کار وکړ، له وړکتوبه د ادب مینوال پاتې شوی، خو په 2001 کال کی هاغه مهال چی هیواد د نړیوالو ځواکونو تر برید لاندې راغی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر مالک ستانیزي د حماسي اشعارو په لیکلو لاس پورې کړ، وخت په وخت به یی د پېښور چاپ له ورځپاڼو لکه سهار، وحدت، خبرونه، شهادت او اونیزو لکه تنویر او همدارنګه له ځينو مجلو لکه،  ورځ، هیواد، لمن، څرک، شهامت، سليمان غر  او الفت څخه اشعار، سیاسي، ټولنیزې، تحقیقي، او ادبې لیکنې، مقالې،لن‌‌‌‌‌‌ډې کیسې او تنقیدي بحثونه نشرېدل، ځينې شعرونه د مختلفو ترانه ویونکو لخوا په ترنم کی هم زمزمه شوي، د تأسف ځای دادې چی نوموړي خپلې ‌‌‌‌‌‌ډېرې لیکنې د بی غورې له امله ورکې کړي، ‌‌‌‌‌‌ډاکټر ستانیزی له پېښوره تر کابله او لوګره په مختلفو غون‌‌‌‌‌‌ډو کی په سټېج د یوه اور ژبي ویناوال او د خپلو اوږدو، خوږو، پاروونکو او د مثبت پېغام لرونکو فوق العاده نظمونو د لوستونکي او دکلمه کوونکي په توګه منل شوی او بی ساری دی،طنزیه شاعري يې هم کړې، خو د رومان او غزل تله یی په ټولو برخو درنه ده، د اشعارو تعداد یی له زرګونو اوړي، خو لا هم چاپ شوې ټولګه نلري، د اوږدې مودې راهیسي یی د ژوند د بېړۍ د پرمخ بېولو او مس‌ؤلیتونو له امله  ادبي نړۍ سره مخه ښه کړې.

ډاکټر عبدالمالک ستانکزي د 2019 په لمړيو کی هيواد پرېښود، لمړی هندوستان او بيا ايټاليې ته ولاړ، له ايټاليې څخه فرانسې ته ولاړ او دوه کاله د پاريس په ښار کی مېشت وه چی بيا د انګوليم ښارګوټي ته انتقال شو، له فرانسې او پاريس څخه يې د هيوادوالو د پوهاوي لپاره د طبي، ادبي، سياسي، ټولنيزو، او ديني ويډيويي پيغامونو سلسله شروع کړه چی په ټوله افغان مېشته سيمو او په ځانګړي توګه په پښتنو يی خورا ژور اثر وشينده، چی اوس مهال يو لوی شمير پښتانه ځوانان د دده د فکر پلويان او لارویان دي.