کارن:پتمن/تمرین مخ
روسیه الف:عمومي څرنګوال: د روسييې فدارسيون د اسيا په شمال کې او د اروپا په ختيځ کې موقعيت لري چې د شمال کنګال سمندر،شمالي کوريا،قزاقستان ،اذربايجان ،منګوليا،ګرجستان،چين،کسپين سمندرګي،.شمالي ارام سمندر،اوکراين،بيلاروسيې ،لتويا،استونيا،فنلينډ، ناروي او تور سمندرګي سره ګډه پوله لري،ټول مساحت يې (۶۵۶۷۳۸۵) ميله متر مربع دی ،پايتخت يې د مسکو ښآر دی ،مشهورې مذهبي اکثريت ډلې يې ارتودوکس ،پروتستانت ،مسلمانان،يهودان او بې مذهبه خلک دي ،د حکومت ډول يې جمهوري دی او پولي واحد يې روبل دی . ب: تاريخ: د روسيې نوم له سکاندريناوي لغت (Rus) څخه اخستل شوی دی چې په نهم ميلادي پيړۍ کې د وايګنګيانو او سکانديناوي سوداګرو په واسطه د اروپا په يوه برخه چې اوسنۍ روسيه تشکيلوي اېښودل شوی دی. روسيه د لسم او ديارلسمو پيړيو کې په انټروال کې په څو فيوډالي حکومتونو وېشل شوې وه چې د څو امير نشنيانو لخوا اداره کېده ،په (۱۳) ميلادي پيړئ کې مغولي عسکرو د مرکزي اسيا د سيمو ترفتح کولو وروسته د شمال له لوري د روسيې خاورې ورننوتل چې له امله يې په روسيه کې يا د فيوډالي حکومتونه يوپه بل پسې ړنګ شول او د روسيې يوه لويه برخه د والګا د سيند د سواحلو پورې د مغلو تر تسلط لاندې راغله.روسیي تږدی دری پیړۍ له بهرنۍ نړۍ سره اړیکی نه درلودی چي له دی فرصت څه دروسيي شمالی او لویدیځو ګاونډیانو ګټه پورته کړه او له اروپاسره يي دروسیي ګاونډۍ سیمی تر خپل تسلط لاندی راوستلي پولنډیانو سویډنیانو لیو اتنیانو له یوه اړخه او تاتاریانوله بله اړخه دروسیي به لویدیځواو جنوبی برخو منګولي ښخي کړی تاتاریانو دروسیي په جنوبي برخه یو شاهي نظام رامنځ ته کړاوددي ځمکی اړیکي یي داسلاو له نورو هیوادنو اوبیزانس امپراطورۍ سره پری کړی روسان په ۱۶ میلادی قرن کی له بهرنیانوڅخه دځان دخلاصون په فکر کی شول او په همدي خاطر یي هلي ځلي پیل کړی ، ددغه هلوځلو په راز کي دمسکو او خواوشا سیمو خلک وو، مسکو دهعه مهال نه پخواني او نه هم لوی ښارو خو دمسکو شاهزداګانو په هعه زمانه کی دتاتاریانو په مقابل کي دپاڅونونو له امله څه شهرت پیداکړی و دریم ایون (۱۴۶۲-۱۵۰۵ ) دمسکو لومړی فرمانرواو چي له تاتاریانو څخه یي ددغه ځمکي دخلاصولو له امله د پاچاهۍ خول (تاج ) پر سر ايښی ؤ، ده د بيزانس د امپراطورانو له يوې شهزادګۍ سره د واده له امله د ارتودکس د مذهب د اتل په عنوان دغه امپراطوي رامنځته ته کړه. هغه مهال روسيه د مسکو په امپراطورۍ مشوره وه ،ده غوښتل چې د بيزانس له امپراطورۍ يې سره يوځای کړي چې په دې توګه به روسيه د بيزانس نه وروسته چې په ختيځ روم او دريم روم مشهوره وه د دريم روم په نوم نومول شوی وه ، خو مرګ پرې دمخه شو . څلورم ايوان چې د روسيې په تاريخ کې په (ډارونکي ايوان) شهرت لري د دريم ايوان د فتوحاتو لړۍ تعقيب کړه او د روسيې ټوله اروپايي برخه يې د تاتاريانو له منګولو خلاصه کړه ،له دې فتوحاتو وروسته څلورم ايوان خپل ځان د (روسيې تزار) ونوماوه چې دا په روسي ژبه کې د روم د امپراطور لقب ؤ. څلورم ديوان ډېر بې رحمه تویونکی شخص ؤ ، ده خپل استبدادي او مطلقه حکومت په روسيه باندې د خدای (ج) ماموريت او خپل ځان يې د هغه (ج) استازي ګڼلو. دده له مړينې وروسته په روسيه کې ګډوډي رامنځته شوه او پولنډيانو له دې موقع څخه په ګټه اخيستنې سره د مسکوي امپراطور ډیره برخه تر خپل تسلط لاندې راوسته تردې چې د لومړي تزار د پاچاهي په دوران کې د رومانوف له کورنۍ څخه ميخايل فيودورويچ په (۱۶۴۵) ميلادي کال له پولنډ څخه خپلې سيمې بېرته ونيولې او په دې توګه روسانو يوځل بيا د سولې او ارامۍ په فضا کې خپل ژوند له نوي سره پيل کړه .رومانوف له کورنۍ څخه د دويم تزار (الکسي) د پاچاهۍ په وخت کې روسيه له اروپا سره نږدې شوه خو د روسيې په اوضاع کې واقعي بدلون د هغه زوی (پتر) چې په لومړي پتر او پتر کبير سره هم شهرت لري رامنځته شو. پتر په (۱۶۸۹) ميلادي کال کې پاچاهی ترلاسه کړه ،خپله د سياحت په موخه اروپا ته ولاړ او خپله مور يې د نايب السلطنه په عنوان پرېښوده . د پتر مور تر (۱۶۹۴) ميلادي کال پورې يعنې تر هغه مهاله چې ژوندۍ وه په روسيه حکومت وکړ. ددې مودې په منځ کې خپل پتر په اروپا کې سياحت وکړ ،په نظامي او صنعتي مراکزو کې يې کار وکړ او کله يې چې د مور له مړينې وروسته په (۱۶۹۴) ميلادي کال کې د چارو واګې په لاس کې واخستې نو د يو نړۍ ليدلي شخص په توګه يې په روسيه حکومت پيل کړ. پتر (۳۰) کاله په روسه پاچاهي وکړه، منظمه او پياوړې اردو يې رامنځته کړه او کوچنی مسکو يې په يو لويه امپراطورۍ بدل کړ چې د همده د سلطنت په وخت کې د روسيې نوم په دغه خاوره باندې کېښودل شو. دده په دوران کې په روسيه کې لوي ښارونه جوړ شول چې (سن پترزبورګ) يې غوره نمونه ده ،ده د روسيې د امپراطورۍ قلمرو پراخه کړ او يو داسې پياوړی بحري پوځ يې جوړ کړ چې دده د مرګ په وخت کې (۱۷۲۵) ميلادي کال کې د اروپا په يو پياوړي بحري پوځ بدل شوی ؤ. د پتر له مرګ وروسته د هغه له وصيت سره سم د هغه ميرمن (کاترين) د لومړۍ کاترين په نوم په تخت کيناسته چې دوه کاله وروسته نوموړې هم له دنيا ارماني ولاړه. د هغې مړينې وروسته (دويم پتر) ،د پتر کبير لمسي څلور کاله او تر هغه وروسته د پتر کبير وراره (اناايوانورا) لس کاله پر روسيې پاچاهي وکړه په (۱۷۴۱) ميلادي کال کې د پتر کبير لور اليزايت پاچاهۍ ته ورسېده او شل کاله يې پر روسيې پاچاهي وکړه . اليزابت اولاد نه درلود نو ځکه يې د خپلې خور زوی چې دی هم پتر نومیده او يو وروسته پاتې کوچنی ؤ خپل ځان ناستی وټاکه،نوموړی يې له يوې الماني شهزادګۍ (سوفيې )سره چې وروسته په روسي ژبه کې په (کاترين) مشهوره شوه نامزاد شو. د اليزابت له مړينې وروسته په (۱۷۶۱) ميلادي کال کې پتر د دريم پتر په نوم په تخت کيناست خو نوموړی واک په روسه باندې له شپږو مياشتو زيات ونه غځيد او په (۱۷۶۲) میلادي کال کې د هغه ميرمني د خپلو نطامي افسرانو په مرسته پر هغه کودتا وکړه اوواک يې په لاس کې واخسته . د دويمې کاترين چې د روسيې په تاريخ کې د (لويې کاترين ) په نوم شهرت لري د حکومت دوران د روسيې په تاريخ کې يوه ځلانده دوره ګڼل کيږي ،د نوموړې د پاچاهۍ په مهال چې ۳۴ کاله يې دوام وکړ د روسيې قلمرو د بل هرپاچا د واک له مهال څخه پراخ شو ،د تورې بحيري په شمال کې د عثماني امپراطورۍ يو زيات شمېر برخې او د ختیځې اروپا سيمې د روسيې د امپراطورۍ ضميمه شوې. نوموړې په دې هم بسنه ونه کړه او د پتر کبير له وصيت سره سم يې ګرمو اوبو ته د لاس رسۍ په خاطر خپلې قواوې قفقاز ته هم ولېږلی. روسي پوځونو د ۱۷۹۶ ميلادي کال په اوړي کې په ټول قفقاز کې په پرمختګ پيل وکړ او د ګرجستان ،دربند او لنکران له اشغال وروسته په همدې کال کې د ارس له سيند څخه تېرې او د مغان په دښته کې ميشتې شوې،تردې وروسته د کاترين موخه د ايران د شمالي سيمو نيول ؤ خو د مرګ پرې رامخکې شو. د (۱۷۹۶) ميلادي کال د نومبر په (۱۷) ورځه مړه شوه او په دې توګه د ايران په خاوره کې دروسانو عمليات وځنډېدل. د کاترين له مړينې وروسته د هغې زوی (پل) واک ترلاسه کړ خو له څلورکاله پاچاهۍ وروسته نوموړي په هغه دسيسه کې چې دده زوی (الکسي) هم په کې برخه درلوده ووژل شو. تر ده وروسته دده زوی (الکسی) په (۱۸۰۱) ميلادي کال کې د لومړی الکساندر په نوم د پاچاهۍ په ميراث تخت کښيناست ، دده د پاچاهۍ دوران په روسيه باندې د ناپليون د پوځ له هجوم سره سمون درلود ،د ناپليون پوځ د (۱۸۱۲) ميلادي کال په بهير کې د روسیې زړه ته ورسيدې او مسکو يې په خپل تصرف کې راوست خو د روسيې سوړ ژمي او د روسانو خونړيو يرغلونو چې په فرانسويانو يې د خوراکي توکو او تدارکاتو لارې وتړلې د ناپليون پوځ شاتګ ته اړ کړ چې د لارې په اوږدو کې د ولږې او سختۍ يخنۍ له امله درانه تلفات هم ور ورسيدل. دده په پاچاهۍ له مهمو پېښو څخه يوه هم له ايران سره جګړه ده ، ده د خپل سلطنت په لومړي کال په (۱۸۰۱) ميلادي کال کې د يو فرمان په ترڅ کې ګرجستان د روسيې د امپراطورۍ جز وګڼلو او خپل پوځ ته يې له ایران سره د جګړې امر ورکړ. د ايران او لومړي الکساندر د قواو ترمنځ جګړې لس کاله وخت ونيو چې بالاخره د ګلستان د تړون په لاسليکونو سره دغه جګړه هم پای ته ورسيده ، ددې تړون له مخې چې د (۱۸۱۳) ميلادي کال د اکتوبر په ۱۲ نېټه لاسليک شو دربند ،باکو،قره باغ او يوشمېر نورې سيمې له ايران جلا او د روسيې د امپراطورۍ جز وګڼل شوې او په دې توګه ايران په ګرجستان او داغستان باندې له خپلې دعوې څخه انصراف وکړ . لومړی الکساندرپه (۱۸۲۵) ميلادي کال کې ومړ او پرځای يې لومړی نيکولای د پاچاهۍ په تخت کيناست . په ۱۸۲۶ ميلادي کال کې له ايران سره بيا جګړه وکړه ،د جګړې په لومړي پړاو کې ايرانيانو هغه سيمې چې د ګلستان د تړون له مخې د روسانو تر تصرف لاندې راغلې وې بېرته ونيولې خو وروسته روسي قواوو ايرانيانو ته ماتې ورکړه او له نيول شوو سيمو علاوه يې تبريز هم په خپل تصرف کې راوست تردې وروسته يې نور پرمختګونه هم وکړل،په دغه وخت کې د ايران د چارو واګې له فتح عليشاه قاجار سره وې،هغه چې د روسانو د پرمختګ له امله خپل تاج او تحت په خطر کې وليد نو د انګليسانو په منځګړيتوب يې اوربند ته خپل چمتووالی اعلان کړ . دغه جګړې په (۱۸۲۸) ميلادي کال کې د (ترکمان چای ) د تړون په لاسليک کولو سره پای ته ورسيده ، ددې تړون له مخې ايران پر هغه سيمو سربيره چې د ګلستان په تړون کې يې له لاسه ورکړې وي يوشمير نورې سیمې هم له لاسه ورکړې او د ارس سيند د دواړوخواوو ترمنځ د پولې په توګه وټاکل شو ،همدا راز ددې تړون له مخې ايران د خزر په بحيره کې د جنګي بيړيو د درلودو له حق څخه محروم او دا بحيره د روسانو پورې وتړل شوه . د دويم الکساندر په دوره کې چې له ۱۸۵۵ ميلادي کال څخه يې تر ۱۸۸۱ ميلادي کال پورې دوام درلود د روسانو امپراطوري ډیره پراخه شوه او ډیر شمير هغه سيمې يې تر تسلط لاندې راوستلې، چې نن ورځ د مرکزي اسيا خپلواک جمهوريتونه دي . دده د حکومت په دوران کې (سرواژ) چې يو ډول غلامي وه لغوه شوه او نږدې ۲۰ ميلونه بزګرانو ته نوی ژوند وروبښل شو او له دې پرته هغه د بيان د ازادۍ او خپرولو په برخه کې هم ځينې ګامونه پورته کړل،هغه همدا راز د خپلې پاچاهۍ په وروستي کال د روسيې لپاره د يو اساسي قانون په جوړېدو هم موافقه کړې وه خو د ۱۸۸۱ ميلادي کال د مارچ په ۱۳ نېټه د يوې دسيسې له امله چې يو انقلابي ډلې ورته جوړه کړې وه ووژل شو . دده تر مړينې وروسته دده زوی د دريم الکساندر په عنوان پاچاهي ترلاسه کړه ،نوموړي د خپل پلار د وژنې د غچ اخيستنې په موخه ټولې هغه ازادۍ چې پلار يې روسانو ته ورکړې وې لغوه کړې چې له دې امله نوموړي په خلو کې خپل محبوبيت له لاسه ورکړ. دريم الکساندر په ۱۸۹۴ ميلادي کال کې ومړ ، ترده وروسته دده ۳۶ کلن زوی دويم نيکولای پاچاشو ، نوموړی د انقلابي حرکتونو له پرمختګ سره مخامخ شو چې په راس کې يې د روسيې سوسيال دموکرات ګوند ؤ او دده په وړاندې يې خطرات ايجادل خو دده پياوړې اردو چې له پلار څخه ورته پاتې وه ددې خطرونو سره مقابله کوله . په ۱۹۰۵ ميلادي کال کې د جاپان او روسيې ترمنځ په جګړه کې د روسيې ماتې د واکمن رژيم په وړاندې خطر زيات کړ .په همدې کال کې د (پرت ارتور) په بندر کې د روسانو د ماتې د خبر له خپريدو سره سم په سن پترزبورګ کې د کارګري اعتصابونو لومړۍ څپه راجګه شوه. د ۱۹۰۵ ميلادي کال د جنوری په ۲۲ ورځ چې د يکشنبې له ورځې سره سمون خوري نږدې ۱۰۰۰۰۰ سل زره کارګرو د خپل اعتصاد په ترڅ کې د روسیې د نژاد د ژومنۍ پلازمينې په لور حرکت پيل وکړ،کله چې هلته ورسېد ،د قصر ساتونکو په هغوی ډزې وکړې،رسمي شميرې ښايي چې سل نقره خوغير رسمي شميرې او د مخالفينو له لورې خپاره شوي راپورونه ښايي چې زرګونه تنه په دغه ډز باران کې ووژل شول ،همدغه اعتصاب اود هغوی په وړاندې د دولت غبرګون په حقيقت کې د هغه انقلاب پيل ؤ چې د روسيې په تاريخ کې د ۱۹۰۵ ميلادي کال په انقلاب شهرت لري. د روسيې د ۱۹۰۵ ميلادي کال انقلاب په داسې حال کې پيل شو چې دغه هېواد د چټک صنعتي پرمختک په لور ګامونه پورته کول ، د دويم نيکولای د ۱۱ کلن حکومت په دوره کې روسيه د نړۍ په يو صنعتي هېواد بدله شوې وه او په صعني توليداتو کې يې د لسو کلونو په جريان کې دوه برابره زياتوالی راغلی ؤ، روسيه چې د ۱۹ ميلادي پيړۍ تر وروستيو کلونو پورې يو کرنيز هېواد ؤ زياته برخه يې د صنعتي اجناسو په بدل کې له بهر څخه پورته کوله اوس دخودکفايي پړاو ته رسېدلي وه او خپل مصنوعات يې بهرته استول . په صنعتي واحدونو کې د کارګرو تعداد نږدې ۴ ميلونه تنو ته رسيدلي ؤ او دريل ګاډي د پټلۍ شبکې چې اوږدوالی يې په همدې کال کې ۷۰۰۰۰ کيلو مترو ته رسېدلی ؤ ددغه هېواد ليري پرتې سيمې له يوبل سره نښلولې وي. له همدې امله د (خونړۍ يکشنبې ) د خبر په خپريدو سره په ټول هېواد کې د مظاهرو او اعتصابونو لړۍ زور واخست، کيڼ لاسو او انقلابي ډلو ته ښه فرصت په لاس ورغی تر څو دغه لړۍ ټول هېواد ته خپره کړي، په دې توګه دهمدې کال په فبرورۍ مياشت کې ميلونونه کارګانو په اعتصاب لاس پورې کړ او ددغه هېواد نوي ټوکېدلې صنايع يې فلج کړې. په دغه وخت کې تروتسکې په سن پترزبورګ کې او لينن په مسکو کې اعتصابونه رهبري کول ،تروتسکي د منشويک د ډلې او لينن د روسيې د سوسيال دموکرات د بلشويک د ګوند رهبري په غاړه درلوده خو دواړو ګډ هدف تعقيباوه . دهمدې کال په ډسمبر کې د مظاهرو او اعتصابونو لړۍ تر دې حده ورسېده چې د مسکو او سن پتزبورګ اوضاع د دولت له کنترول څخه ووتله او په هېواد کې ټول کارونه فلج شوې وو، د دويم نيکولای د صبر کاسه ډکه او خپل پوځ ته يې امر وکړ چې دغه مظاهري او اعتصابونه وځپې ، د پوځي عملياتو لس ورځې وخت ونيو ، تروتسکي ونيول شو او لينن فنلينډ ته وتښتيد او په دې توګه د ۱۹۰۶ ميلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نيټې څخه وضعه ارامه شوه . نوموړې د (ستوليپين) په نوم يو پياوړي شخص د لومړي وزارت په دنده وګماره او د همده په وړانديز د (دوما) چې د کيڼ اړخو د فعاليت په مرکز بدله شوې وه ړنګه شوه . د ستوليپين د لومړي وزارت دوره دويم نيکولای د سلطنت دورې يوه ځلانده دوره ګڼل کي.ځکه ده وکولای شول چې د روسيې ته ارامي بېرته راولي او په دې برخه کې دهغه کوټلو ګامونو روسان ډېر خوشحاله کړل . ده د پنځه کلن حکومت په پای کې نږدې نهه ميلونه بزګري کورنۍ د ځمکو خاوندانې شوې وي او په دي بهير کې ښې اب او هوا او په وخت باران په حاصلاتو کې نور هم ډېرښت راوست . ستوليين د دويمې دوما له ړنګولو وروسته د دريمې دوما لپاره ټاکنې وکړې خو د مخالفينو د ځپلو او د ټاکنو د نوي قانون محدوديتونو له امله يو مخالف هم په دې ونه توانيده چې مجلس ته لاره پيداکړي د دريمې دوما فعاليتونه تر ډېره حده په تخصصي کمیسنونو کې راټول وو او دريځ شاته له پاروونکو ويناوو څخه چې د تير دوما يوه ځانګړتياوه ډډه کېده . ستوليپين د دربار د ارتجاعي عناصرو او د اصلاحاتو د مخالفينو په مقابل کې تر ډېره حده په دوما متکي و او همدا کار ددې لامل وګرځيده چې مخالفين د دغه مجلس پرضد راوپاريږي خو ستوليپين د تزار په حمايت وکولای شول چې ددغه تحرکاتو سره مقابله وکړي تردې چې د راسپوتين د پيښې له امله دده او د الکساندر د ملکې ترمنځ مخالفت پيداشو او له همدې امله ملکه هم د مخالفينو په ډله کې ودريده . ستوليپين چې دروسيې په دربار کې د راسپوتين له نفوذ او د دولت په چارو کې د هغه له مداخلې څخه اندېښمن ؤ يو فرمان صادر چې د راسپوتين د اعمالو څېړنه دې وشي. د پوليسو د څېړنو راپور چې د راسپوتين تياره سوابق او د هغه ناروا اعمال يې څرګند کړل تزار ته تسليم شو . خو تزار چې له دغه کشيشن سره د ملکې له اړيکو څخه خبر ؤ دده د واک د محدودولو په برخه کې هېڅ اقدام ونه کړ. ستوليپين پرته له دې چې له تزار څخه مخکنۍ اجازه ترلاسه کړي له پلازمينې څخه د نوموړي جلا وطنۍ امر صادر کړ،ملکې په دغه امر له شديد اعتراض وکړ خو تزار چې د پوليسو د راپور په مرسته د نوموړې له سوابقو څخه خبرشوی ؤ د ستوليپين د امر له لغوه کولو څخه ډډه وکړه او په دې توګه راسپوتين له سن پترزبورګ څخه بيت المقدس ته ولاړ. بيت المقدس ته د تللو څخه وروسته هم نوموړي له ملکې سره خپلې اړيکې پرې نه کړي،يو ليک يې ملکې ته راولېږه چې په کې په ستوليپين د شاهۍ کورنۍ پرضد په توطئه تورن کړی ؤ له دې امله ورو ورو د پاچا او لومړي وزير اړيکې سړې شوي. په ۱۹۱۱ ميلادي کال کې د دريم الکساندر له مجسمې څخه د پردې پورته کولو مراسم په کيف کې جوړ شوی وو،پاچا او لومړی وزير يې هلته روان ؤ چې په لاره کې لومړی وزير ووژل شو ،وروسته ثابته شوه چې په دې قتل کې خپله د تزار لاس هم ؤ او دا مهال راسپوتين هم له بيت المقدس څخه کيف ته راغلی ؤ. د ستوليپين له وژنې وروسته د ملکې په غوښتنه راسپوتين سن پتزبورګ ته راغی ،دا مهال د پاچا اوه کلن وليعهد د مرګ په مرض پروت ؤ ،تصادفا هغه له مرضه خلاص شو،دده د مرض په تداوۍ د روسيې مشهور ډاکټران نه وو بریالي شوي خو اوس چې روغتيا خدای (ج) ورکړې وه نوم پرې د راسپوتين وشو . په هر صورت د ۱۹۱۴ ميلادي کال په لومړيو کې د ملکې او راسپوتين په اشارو کوکو تسوف د لومړي وزارت له دندې څخه چې د ستوليپين څخه وروسته دغه مقام ته غوره شوی ؤ ليري کړ او يو سپين ږيري يو مهمل او د راسپوتين تر نفوذ لاندې شخص ؤ چې په راتګ سره يې لومړی وزارت عملا د راسپوتين په لاس کې ولويد. د ګورميګين له ټاکل کېدو پنځه مياشتې وروسته لومړنۍ نړيواله جګړه پيل شوه په دغه جګړه کې روسيه پرته له دې چې کوم دليل ولري د صربستان په حمايت جګړې ته ورګډه شوه .روسيې پوځونه د المان پولو ته ورسېدل چې المان په دغه جګړه کې د اتريش ملاتړ کاوه او المان او اتريش په همدې کال کې روسيې ده د جګړې اعلان وکړ . روسیې پرته له دې چې پوره چمتوالی ولري درې کالو په اوږدو کې ۱۵ ميلونه عسکر جګړې ته واستول چې له ۹ ميلونو څخه زياتې يې مړه ټپي او بنديان شول . دويم نيکولای د جګړې په دويم کال د خپلو قواوو د لارښوونې لپاره پلازمينه ترک او د جګړې ډګر ته ولاړ،هلته دده د تګ نه دا چې د جګړې په لورې کوم تاثير وکړ بلکې په پايتخت کې يې ګډوډي لاپسې زياته کړه ،هلته راسپوتين ته مخ خالي وه او په دولتي چارو کې يې علني مداخله پيل کړه چې په دې کار د دوما سخت غبرګون له ځان سره درلود . دويم نيکولای د ملکې او راسپوتين په اشاره د دوما د انحلال فرمان صادر کړ خو دوما فرمان ته کوم اهميت ورنه کړ ،خلک هم چې د جګړې په ډګر کې د روسيي پوځ پرله پسې ماتې او په شاهي دربار کې له فساد څخه سخت ناراضه ؤ ددوما په ملاتړ راپاڅيد. له انقلابيونو سره دپوځ د عسکرو يوځای کېدو دويم نيکولای استعفا ته اړ کړل او د ۱۹۱۷ ميلادي کال د مارچ په ۱۷ نېټه له واک نه لاس په سرشو، ترده وروسته د پرنس لوف په مشرۍ يو لنډ مهاله حکومت رامنځته شو خو نوموړي حکومت له څلورو مياشتو نه زيات دوام ونه کړ او د همدې کال په جولای کې الکساندر کرنسکی حکومت په لاس کې ونيو . د پرنس لوف د حکومت په دوران کې ټول سياسي بنديان ازاد او ټول جلا وطن شوي اشخاص چې لينن،ستالين ،تروتسکي ،زينوف ، کامنوف او نور هم په کې شامل وو بېرته راستانه شول. تروتسکي د ۱۹۰۵ ميلادي کال په انقلاب کې د لينن په وړاندې قرار درلود خو اوس له بلشويکانو سره يوځای شوی ؤ او ددې ډلې د نظامي څانګې مسؤليت ورله غاړې شوي ؤ. کرنسکي ددغه قوتونو په مهارولو بريالی نشو او بلشويکان د خپلې نظامي شبکې په مرسته په ۱۹۱۷ ميلادي کال کې قدرت ته ورسيد. له ياد کال څخه وروسته باندې د شوروي نوم چې د روسي (soviet) څخه اخستل شوی دی کېښودل شو،د همدې کال د نومبر په ۱۷ نېټه د لينن په مشرۍ په روسيه کې بلشويک انقلاب بریالی شو . له دغه انقلاب څخه وروسته لينن په خپله لومړۍ بيانيه کې وي،ل چې موږ به له دې وروسته د ټولو خواري کښ خلکو څخه د جوړې شوي يوې شورا له لارې په خلکو حکومت کوو ، د تېر شوي حکومت ماشين به له منځه ولاړ شي او د خلکو په شورا ولاړ حکومت به رامنځته شي. دغه دولت په ځمکو باندې خصوصي ملکيت لغوه کړ او له المان سره يې د (پرست ليتوفسک) د سولې تړون لاسليک کړ او د جګړې څخه يې لاس واخست .ليکوونکي ليکي په هغه وخت کې بلشويکان د اروپايي روسيې پر ډيره برخه لاسبري وو خو په نورو سيمو کې د مخالفينو له اخ او ډب سره مخامخ شول او له ۱۹۱۸ نه تر ۱۹۲۰ پورې کورنۍ جګړه ونښته . په دغه جګړه کې سرو پوځونو خپلو مخالفينو ته ماتې ورکړه او ډېرې ځمکې يې لاندې کړي. په ۱۹۲۲ ميلادي کال د روسيې د سوسيالستي جمهوريت، سپيني روسيي ، اوکراين او د قفقاز پورې غاړه د ځينو سيمو ترمنځ د يو والي داسې يو تړون لاسليک شو چې د شوروي سوسيالستي جماهيرو اتحاد يې جو کړ،په همدغه کال کې په روسيه کې تزاري رژيم په رسمي توګه لغوه شو او د تزار د شاهي کورنۍ ډېر غړي ووژل شول او يا هم له هېواد څخه وشړل شول. په ۱۹۴۴ ميلادي کال کې لينن مړ شو او ځای يې مارشال جوزف ستالين ونيوه ده خپل ډېر ګوندي او غير ګوندي مخالفين ؤ خپل ،هغه امتيازات چې په ۱۹۲۱ ميلادي کال کې لينن خلکو ته ورکړي وو بېرته يې ترې واخستل او ستاليني ديکتاتوري پيل کړه . ستالين د شوروي اتحاد د ګړندي پرمختګ لپاره داسې پنځه کلنو دولتي پلانونو ته چمتو والی ونيو چې په لږه موده کې يې خپل هېواد د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو په ليکه کې ودراوه . ۱۹۳۶ ميلادي کال په شوروي کې د ستاليني اساسي قانون د کال په نوم ياديږي،په دغه کال کې ستالين سياسي تصفيه پيل کړه ،خپل مطلقه قدرت يې تثبيت کړ او له سياسي صحنې څخه يې خپل ټول رقيبان ليرې کړي وو، په همدې کال کې د لينن دوه تنه نږدې ملګري(زينوب او کامنوف) چې قدرت ته يې د لينن په رسولو کې اساسي رول درلود د ۱۴ نورو ملګرو سره په په دې تور په اعدام محکوم شول چې دوی د تروتسکي له تروستي ډلې سره همکاري درلوده . المان چې ځان يې په پولينډ باندې يرغل او دويمې نړيوالې جګړې ته چمتو کاوه له شوروي اتحاد سره يې په ۱۹۳۹ ميلادي کال کې د نه تيري يو تړون لاسليک کړ ،شوروي له دغه تړون څخه ګټه پورته کړه او د بالتيک د سيمې هېوادونه (استونيا،لتويا او لتوانيا) او مولدوايې ونيول او ټول يې له خپلې خاورې سره يوځای کړل. شوروي اتحاد د دويمې نړيوالې جګړې په پيل کې په جګړه کې برخه وانه خسته خو د ۱۹۴۱ ميلادي کال د جون په ۲۲ نيټه د المان او د هغه دملګرو له يرغلګرو سره مخامخ شو، المان او د هغه د ملګرو د همدې کال د دسمبر تر مياشتې پورې د ليننګر او ستالينګراد د ښارونه کلابند کړل او ځانونه يې د مسکو ۴۰ کيلومترۍ ته ورسول دوی د سروپوځونو کلک مقاومت اود سيمې ډېرې يخنې لومړی په ټپه ودرول او بيا يې شاتګ پيل کړ . د کال ۱۹۴۲ د جون په مياشت کې الماني پوځونو د قفقاز دسيمې د تېلو په نيت پر قفقاز يرغل وکړ او د کسپين سمندرګي تر ۱۵۰ کيلومترۍ پورې ورسيدل. په ۱۹۴۳ ميلادي کال کې شوروي پوځونو او د هغه متنفقينو د ايران له لارې د الماني پوځونو پرضد خپل پريګنده يرغلونه پيل کړل . او د شوروي اتحاد له خاورې څخه يې په شا وتمبول. شوروي که څه هم چې په دغه جګړه کې خپل ميلونونه کسان له لاسه ورکړل او ډېرې برخې يې ورانې ويجاړي شوي خو د جګړې په پای کې د منځنۍ اسيا په ډیرو پراخو سيمو لاسبري شول او ان دا چې د برلين او ويانا ښارونه يې نيولي وو. شوروي اتحاد سم له لاسه په نيول شوو هېوادونو کې خپل پلوي کمونست ګوندونه واک ته ورسول، سوسيالستي بلاک يې جوړ کړ او د امريکا متحده ايالتونو په مشرۍ يې له لويديځ سره د سړې جګړې بنسټ کېښود. په ۱۹۴۸ ميلادي کال کې د شوروي اتحاد ځواکونو برلن محاصره کړ،د هغه تړونونو له مخې چې په ايټاليا او پتسردام کې امضا شوري برلين د څلورو دولتونو ،امريکا،انګليس،فرانسي او شوروي اتحاد ترمنځ ويشل شوی وو، خو د شوروي اتحاد او غربي هېوادونو ترمنځ د برلين د امورو د ادارې په څرنګوالی باندې اختلاف رامنځته شو ، دشوروي اتحاد ځواکونو د برلين ځمکنۍ لاره وتړله ،له دې لارې څخه لیویدیځو دولتونو دخپلو اموالو لپاره ګټه پورته کوله لویدیځو هیوادونو دشوروی ددعه عمل په مقابل کی په برلین کی هوایی پل وتاړ ه او دخپلو توکو لپاره یی له هعه څخه استفاده کوله دشوروی دولت چی خپل دعه اقدام موثرو نه ګنلو بالاخر ه یی په دوه جلاجلادولتونود المان په ویش رایه ورکړه چی بیا په ۱۹۹۰ میلادی کال کی سره یو ځای شول شوروی اتحاددخپله لومړنۍ ازمینه په ۱۹۴۹ میلادی کال په بریالیتوب سره تر سره کړه او په دی توګه یی دامریکه اتومی انحصار پای ته ورساوه ستالین په ۱۹۵۳ میلادی کال کی په مرموزډول ووژل شو او له ده وروسته مالنګوف بولګانین او خروشچف یو په بل پسی واکمن شول خروشچف دستلین دواکمنۍ دوور ه وغندله اودده مړی یي دلینن له هدیری څخه دجګړی داتلانو هدیری ته ولیږدواه او په همدی کال کی شوروی اتحادخپل لومړی هادیررو جني بم په بریالیتوب سره وازما یه په ۱۹۵۶ میلادی کال کي خروشچف په مجارستان کی دکمونیزم ضد پاڅون دټکولو په موخه په هعه هیواد کی مداخله وکړه او په ۱۹۵۷ میلادی کال کی شوروی اتحاد د(اسپوتیک ) په نامه خپله لومړني سپوږمکۍ د ځمکی مدارته ولیږله په ۱۹۵۹ میلادی کال کی یی سپوږمکۍ ته هوایی بیړۍ ولیږله او دوه کال وروسته یی لومړنی انسان (بوری ګاګا رین ) بهرنۍ فضا ته واستاوه په همدی کال کی په کیوبا کی دشوروی په ملاتړ کمونستی کودتا رامنځته شوه او په ۱۹۲۶ میلادی کال کی شوروی اتحاد خپل اتومی توغندی هلته ځای پرځای کړ ل دامریکا متحد ه ایالتو نودشوروی اتحاد ددعه اقدام پرضد ګړندی ګامونه پورته کړل او دیو اتومی جګړي ویره یی رامنځته کړه خو امریکا د(دتانت ) دخبرو په بهیر کی شوروی اتحاد په دی قانع کړ چی خپل توغندی دکیوبا څخه راوبسی دامریکا په مقابل کی دخروشچف شاتګ او همدا رنګه ځنی داخلی ستنزو دهعه شخصیت تر پوښتنی لاندی روست او با لا اخره دشوروی اتحاد کمنست ګوند په ۱۹۲۴ ملیلا دی کال کی خرشچف له کاره لیری کړ او ليونيد برژنيف د ګوند د مشر په توګه وټاکه . برژنف په چک او سلواکيا کې د اصلاحاتو غورځنګ ونه مانه او په کال ۱۹۸۶ ميلادي کال يې سره پوځونه هغه هېواددد ته واستول ، دغلته د کمونست ګوند مرکزي کميټې د شوروي اتحاد له مشرانو سره د مشورې پرته په غير منتظره اقدام کې (نووټڼي). چې د ستالين له وخته ددغه هېواد جمهور رئيس او د ګوند مشر ؤ د ګوند له مشرۍ څخه ليري کړ او په ځای يې يو ازادي غوښونکی شخص (الکساندر بسيک) د ګوند د مشر په توګه وټاکه نوموړي وروسته له جمهوري رياست څخه هم استعفاء ورکړه ، تر ده وروسته بهاراپرانګ دچک او سلواک جمهور رئيس شو ده ټول کمونستان له مهمو دندو ليري کړل او پرځای ،يې لبرال اشخاص واک ته رسولي وو. د ۱۹۷۹ ميلادي کال د دسمبر په ۲۷ نېټه روسي پوځ پر افغانستان حمله وکړه او ببرک کارمل يې د واک په ګدۍ کښيناوه.
په افغانستان کې د شوروي اتحاد نظامي مداخلې د اسلامي او لويديځې نړۍ پراخ غبرګونونه له ځانه سره درلودل. خو افغان ميړني ولس د لوي خداي (ج) په مرسته په خپل شهامت او زړورتيا سره وکولای شول چې د ۲۰ پيړۍ دغه طاغوت او فرعون له منځه يوسي چې دواړو خواوو ته شديد ځانې او مالي زيانونه واوښتل او بالاخره د ۱۹۸۹ ميلادي کال په فبرورۍ کې د سره پوځ وروستۍ ډله له افغانستان څخه ووتله او له دې وروسته د شوري اتحاد جمهوريتونو يو په پل پسې خپله ازادي واخسته او دغه اتحاد په ۱۹۹۱ ميلادي کال کې تجزيه شو .
برژنف په ۱۹۸۲ ميلادي کې ومړ او ځای يې اندروپوف ونيو ، ده د شوروي اتحاد د اقتصاد د بيارغونې لپاره پراخه پروګرامونه درلودل خو په ۱۹۸۴ کال کې مرګ دده هيلې په سيند لاهو کړې تر هغه وروسته چرننکو د چارو واګې په لاس کې واخيستې خو نوموړي هم ډېر پاتی نشو او کله چې کمونست ګوند مشرۍ ته وټاکل شو ۱۳ مياشتي وروسته ومړ ، تر دې وروسته د کمونست ګوند تصميم ونيو چې يو ځوان شخص مياخيل ګورباچوف دغه مقام ته غوره کړي، هغه داندرپوف له لاسپوڅه څخه و چې د هغه حکومت په دوران کې دويم مهم شخصيت و ، هغه يو نوښتګر اود بدلون پلوی شخص و چې د هغه د حکومت له اوه کلونو څخه په کمه موده کې شوروي اتحاد تجزيه شو .