منځپانگې ته ورتلل

کارن:نورعلم حنیف صافی/ازمون‌مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلام د رحمت، مینې، نرمتیا او منطق دین لیکوال او ترتیب کوونکی: نورعلم حنیف صافی ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ – کابل افغانستان ________________________________________ ډیر هغه کسان چې د اسلام مبارک دين یا د خالق / الله ج، لخوا بشر ته د ورستي رالیږل شوي دین په اړه معلومات نلري او اسلام ېې یوازې د مغرضو رسنیو له لارې تعقیب کړی، اسلام ته د یو تاوتریخجن (خشن) دین په توګه ګوري او پرې انتقاد کوي. په داسې حال کې چې د اسلامي دین د مهربانۍ، رحمت، مینې، مودّت او دوستۍ دین دی. د اسلام پیغمبر حضرت محمد ﷺ د الله جل‌جلاله له لوري د ټولو نړیوالو یا بشر لپاره د رحمت په توګه رالېږل شوی دی. هغه قوانین او آسماني کتاب چې اسلام د بشریت د هدایت لپاره وړاندې کړي، په بشپړ ډول له عقل او منطق سره سمون لري. په ټوله کې اسلام د عقل، منطق، مینې او محبت پر بنسټ ولاړ دین دی او په خپل اصلي او لومړني اصل کې له تاوتریخوالي څخه بیزاره دی. د دې حقیقت د اثبات لپاره باید د قرآن کریم آیتونه، د اسلام د پیغمبر ﷺ عملي سیره، او د هغه سپېڅلي ویناوې په دقت وکتل شي لکه لاندې چې یاد شوي دي: الف) د قرآن کریم له نظره الله جل‌جلاله خپل پیغمبر ﷺ ته فرمایي: »وَما أَرْسَلْناكَ إِلّا رَحْمَةً لِلْعالَمِينَ « (الأنبیاء: ۱۰۷آیت) »موږ تا یوازې د ټولو نړیوالو لپاره د رحمت په توګه رالېږلی یې«. هغه دین چې پیغمبر یې د رحمت نښه وي، هېڅکله خلکو او بشر ته د تاوتریخوالي دین نه شي کېدای. په بل آیت کې الله جل‌جلاله پیغمبر ﷺ ته د مؤمنانو پر وړاندې د تواضع او نرمتیا امر کوي: »وَاخْفِضْ جَناحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ« (الحجر: ۸۸( «د مؤمنانو لپاره خپل وزر (تواضع) ښکته کړه.» او بیا په بل ځای کې د بښنې، زغم او نرم چلند حکم ورکوي: «خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجاهِلِينَ» (الأعراف: ۱۹۹) «بښنه غوره کړه، په نېک کار امر وکړه، او له ناپوهانو مخ واړوه.» دا ټول آیتونه د دې څرګندونه کوي چې اسلام د رحمت، مینې، نرمتیا او منطق دین دی. که اسلام د محبت او دوستۍ دین نه وای، نو د بښنې، زغم، اخلاقو او مهربانۍ دومره ټینګار به بې‌معنا و. ________________________________________ ب) د پیغمبر ﷺ عملي سیره او چلند ۱- د خلکو پر وړاندې د پیغمبر ﷺ مهرباني پیغمبر ﷺ د خلکو په اړه ډېر زړه‌سواندی وو. که خلکو د عناد له مخې ایمان نه راوړ، د هغوی د ګمراهۍ غم به دومره پرې دروند شو چې الله ج په قرآن کریم دې مسئلې ته اشاره کړې ده او فرمایلي ېې دي: »لَعَلَّكَ باخِعٌ نَفْسَكَ أَلّا يَكُونُوا مُؤْمِنِينَ« (الشعراء: ۳) »ګواکې ته به خپل ځان د دې له امله له غمه هلاک کړې، چې ولې دوی ایمان نه راوړي. « دا آیت د پیغمبر ﷺ د بې‌سارې زړه‌سواندۍ څرګندونه کوي. ________________________________________ ۲- د پیغمبر ﷺ لوړ اخلاق تاریخ شاهد دی چې پیغمبر ﷺ تر ټولو غوره اخلاق لرل. قرآن کریم یې په دې ډول ستایي: » إِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ « (القلم: ۴) »بېشکه ته د ستر اخلاقو خاوند یې«. پیغمبر ﷺ تل له خلکو سره په موسکا، زغم، عفو او صبر چلند کاوه، حتی له خپلو دښمنانو سره. یو یهودي ګاونډي به هره ورځ د پیغمبر ﷺ پر سر خاورې اچولې. پیغمبر ﷺ به بې له کوم غبرګون څخه خپلې جامې پاکولې او روانېده به. یوه ورځ هغه کس راڅرګند نه شو. پیغمبر ﷺ وفرمایل: «زموږ ګاونډی نن نه ښکاري!» ورته وویل شول: ناروغ دی. پیغمبر ﷺ وفرمایل: «نو راځئ، عیادت یې وکړو.» کله چې یهودي د پیغمبر ﷺ دا چلند ولید، د هغه په څېره کې یې رښتینې مینه احساس کړه او د زړه ټول کینې یې په محبت واوښتې. اوس خپله قضاوت وکړئ: ایا داسې دین چې مشر یې له دښمن سره هم دا ډول چلند کوي، د تاوتریخوالي دین بلل کېدای شي؟ ________________________________________ ۳- د امت لپاره د پیغمبر ﷺ ژوره زړه‌سواندي د خلکو هدایت د پیغمبر ﷺ تر ټولو ستر مسؤلیت و. د دې لپاره یې دومره غم خوړ چې قرآن یې تسلي ورکوي: «فَلَعَلَّكَ باخِعٌ نَفْسَكَ عَلى آثارِهِمْ إِنْ لَمْ يُؤْمِنُوا بِهذَا الْحَدِيثِ أَسَفًا» (الکهف: ۶) »ګواکې ته به خپل ځان د دې له امله له غمه هلاک کړې، چې ولې دوی پر دې قرآن ایمان نه راوړي«. له همدې امله قرآن پیغمبر ﷺ د انسانیت، مینې، عاطفې او اخلاقو بشپړ الګو معرفي کوي. ________________________________________ پایله محمد ﷺ د اسلام پیغمبر و، خو د هغه پیغام یوازې د مسلمانانو لپاره نه و. هغه خلکو ته د مهربانۍ، عدالت، برابري او سولې لار ښووله. هغه به خلک په زور نه بدلول. خلک د هغه د اخلاقو او چلند له لارې ورنږدې کېدل. هغه له ماشومانو، ښځو، بېوزلو او حتی له مخالفانو سره هم په نرمي چلند کاوه. کله چې هغه واک ترلاسه کړ، انتقام یې وانه خیست. د مکې د فتحې پر ورځ یې خپلو پخوانیو دښمنانو ته وویل: «تاسو ټول ازاد یاست.» محمد ﷺ باور درلود چې دین باید د انسان د وجدان انتخاب وي، نه د وېرې پایله. له همدې امله یې خلکو ته د ازاد فکر او ازاد انتخاب حق ورکاوه. حتی غیرمسلمانانو ته یې اجازه ورکوله چې د خپل دین مطابق عبادت وکړي. په اسلام کې جګړه د واک او شتمنۍ لپاره نه ده؛ بلکې یوازې د ځان او مظلوم د دفاع لپاره اجازه لري. سوله، همزیستي او درناوی د دې دین بنسټ دی. قرآن او روایات په ټینګار سره مؤمنانو ته د تواضع، ښه چلند، بښنې، ورور ولۍ او مینې امر کوي او له تکبر، ظلم او تېري څخه یې منع کوي. اسلام غواړي انسان له خدای سره صادق، له خلکو سره مهربان، او له خپل وجدان سره رښتینی وي. که څوک غواړي اسلام وپېژني، غوره ده د هغه د پیغمبر ژوند وګوري؛ ځکه هلته دین د انسان په څېره کې ښکاري، نه یوازې د کتاب په پاڼو کې. نو آیا داسې دین چې پیغمبر یې د رحمت سمبول وي او اخلاق یې د مینې او عاطفې پر بنسټ ولاړ وي، د تاوتریخوالي دین بلل کېدای شي؟

په حقه چې اسلام د رحمت، رأفت، مودّت او مهربانۍ دین دی.