کارن:نورعلم حنیف صافی
| نورعلم حنیف صافی - N.Hanif Safi - Noor alam Hanif Safi | |
|---|---|
توضیح یا عنوان تصویر
| |
| د شخص مالومات | |
| پيدايښت | کاپیسا، افغانستان |
| هېواد غړيتوب | افغانستان |
| عملي ژوند | |
| تعلیم | (سیاسي علوم / دیپلماسي) |
| کار/مسلک | خبریال، لیکوال، ویاند، شنونکی |
| د فعالیت وخت | ۲۰۰۸ - ۲۰۲۱– |
| وېبپاڼه | |
| وېبپاڼه | (https://www.youtube.com/@nhanifsafi6756) |
| سمول |
|
نورعلم حنيف صافی د گل علم صافی زوی چې دَ کاپىسا ولايت دَ تګاب ولسوالۍ دَ بدراب سىمې اصلي اوسېدونکى دى، په کال 1367 د مرغومې مياشتې په 14 نېټه دَ پکتىا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې سترګې نړۍ ته پرانيستې دي. نوموړي دَ ماشومتوب دَوره د غزني په ښکلي ولایت کې تيره کړه او په هېواد دَ امريکايي او ناټو له يرغل او اشغال يو کال وړاندې له خپلې کورنۍ سره پلازمېنې کابل ته کډه شول. نوموړي ښوونځی پلازمینه کابل کې د ابوذرغفاري رضی الله عنه په عالي لیسه کې پای ته رسولی او د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي، د ادارې او دیپلوماسۍ څانګې څخه د لیسانس په کچه فارغ شوی دی. نورعلم حنیف صافی (نړیوال وخت)

نورعلم حنیف صافي یو افغان خبریال، لیکوال او د پښتو ویکيپېډیا فعال کارن دی.
دی د ادب، ژبې، فرهنګ او ژورنالیزم له لارې د افغانستان د مثبت انځور د ښودلو لپاره هڅې کوي. نوموړی د پښتو ویکيپېډیا له بنسټیزو کاروونکو څخه دی او د انټرنټ له لارې د پوهې ازاد لاسرسي ملاتړ کوي.


رسنیز فعالیتونه
[سمول]نورعلم ( حنیف صافي ) په ۲۰۰۸ زیږدیز کال کې په رسنیزو فعالیتونو پیل وکړ او په پلازمینه کابل کې ېې له ظفر راډیو یا رادیو ظفر FM 96.5 سره رستیزو فعالیتونو سفر پیل کړ او تقریباً درې کاله ېې د خبرونو، روزنیزو پروګرامونو د ویاند، جوړونکي او تنظیم کوونکي په توګه دنده ترسره کړه.
په ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې د راه فردا راډیو او ټلویزیون له شبکې سره تلویزیون راه فردا د پښتو خبرونو د ویاند او ژباړن په توګه دنده پيل کړه او تقریباً درې کاله ېې دنده ترسره کړه.
نوموړي نورعلم ( حنیف صافي ) / Noor alam ( Hanif Safi ) د ۲۰۱۵ زیږدیز کال په وروستیو کې په جهان راډیو ټلویزویون شبکې سره د پښتو څانګې د مسئول ( د خبرونو د ویاند، د سیاسي او خبري پروګرامونو د ویاند او پرودیوسر په توګه همکاري پیل کړه او نوموړی د رسنیز فعالیت دا دوره له لاسته راوړنو ځکه ډکه بولي، چې د سیاسي او خبري برخې د ویاند او پرودیوسر په توګه ېې وکولی شول چې د مظلوم واقع شویو هیوادوالو غږ اوچت کړي او په یو نامه او بل نامه په پښتنو (افغانانو ) ظلم او د اشغالګرو او د هغوی د لاس پوڅو لخوا د ړندو ببماریو، زنداني کولو او ستونزې راولاړولو پر وړاندې تر یوه حده خپل حق اداء کړي. نوموړي تر ۲۰۱۷ زیږدیز کال پورې د یادې شبکې سره همکاري درلود او په داسې حال کې چې لا په جهان راډیو تلویزیون کې په دنده بوخت وو، د افغانستان تلویزوني شبکې په نو ېې له یوې انځوریزې رسنۍ د پښتو څانګې د مسئول په توګه دنده پیل کړه. نورعلم ( حنیف صافي ) / Noor alam ( Hanif Safi ) د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په وروستیو کې د تیر نظام د جمهوري ریاست د ملي پراختیا شرکت عملیاتي او ملاتړې ادارېد مطبوعاتو د تحلیګر په توګه دنده پیل کړه.

وېشنيزې
[سمول]اړیکه
[سمول]وېشنيزې
[سمول]نورعلم حنیف صافي یو افغان فرهنګي شخصیت، لیکوال او د پښتو ویکیپېډیا فعال ګډونوال دی. دی د ژبې، تاریخ، ادب او سیاحت په برخه کې ځانګړی دلچسپي لري.
نورعلم حنیف صافي یو افغان خبریال، لیکوال او د پښتو ویکيپېډیا فعال کارن دی.
دی د ادب، ژبې، فرهنګ او ژورنالیزم له لارې د افغانستان د مثبت انځور د ښودلو لپاره هڅې کوي. نوموړی د پښتو ویکيپېډیا له بنسټیزو کاروونکو څخه دی او د انټرنټ له لارې د پوهې ازاد لاسرسي ملاتړ کوي.