کارن:نصیرالله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

قیام الدین خادم په ١٣٢٥ هجري قمري کال (١٩٠٧میلادي) کې په ننګرهار ولایت کې د کامې ولسوالۍ د زر شوی په کلي کې زیږیدلی دی. پلار یې ملا حسام الدین او نیکه یې ملا علي ګل هم د خپل وخت دیني عالمان وو. لومړنۍ ذده کړې یې په خپل کاله کې له خپل پلار او نورې ذده کړې يې د هیواد دننه او بهر سرته رسولي دی. خادم په ډیرو لوړو دولتي څوکیو کې کار کړی او د ډیرو سیاسي، ادبي او ټولنیزو لیکنو لیکوال هم و. نوموړی په پښتو ادب کې یو ځانګړی ځای لري او په همدې سبب هعه د پښتو ژبې او ادب له پنځو ځلانده ستورو څخه یو ستوری ګڼل کیږې.