کارن:نصيب الله حکيم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

الحاج عبدالحکيم محمدى

د الحاج عبدالحکیم محمدی ژوند ته لنډه کتنه:

هغه محمدي چې مونږ پیژاند!

د معارف ځلانده ستوری ، د خروار په ولسوالي کې د معارف بنسټ ایښودونکی او د عربي ژبې لیکوال الحاج عبدالحکیم محمدي ژوند ته لنډه کتنه :

نن د یو داسې مهربان ، زړه سوانده ، د نرم مزاج او ښو کړو وړو انسان په اړوند خبرې کوو چې خپل ټول عمر یې د خپلو غریبو او بېوزلو خلکو په چوپړ کې تېر کړ.

دا ستر استاد ارواښاد الحاج عبدالحکیم محمدي د میرحسن خان زوی د لوګر ولایت د خرورا ولسوالۍ د بخشي بابا په کلي کې په ۱۳۲۶ هـ ش کال کې په یوه متدینه او دینداره کورنۍ کې دې نیمګړې نړۍ ته سترګې پرانیستلې.

ارواښاد الحاج عبدالحکیم محمدي خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په هیواد دننه بشپړې او وروسته د مصر په هیواد کې په جامعة الازهر کې شامل او خپلې زده کړې یې د طب او دیني علومو په څانګو کې په یاد پوهنتون کې بشپړې او سند یې ترلاسه کړ.

ارواښاد محمدي وروسته له زده کړو د سوادګرۍ په موخه ډیرو بهرنیو هیوادونو ته لکه : ترکیه ، اتریش ، جرمني ، بلغاریا ، عمان ، کویت ، سعودي عربستان ، ایران ، پاکستان ، تاجکستان ، ارمنستان ، سوریه ، مصر ، قطر ، دوبۍ او داسې نورو سفرونه وکړل.

ارواښاد خپل هیواد ته له راستنیدو وروسته په خپل کلي کې شخصي کلینیک پرانیست او د ژوند ډیره برخه یې پرته له کوم مادي امتیازه د بې وزله او غریبو هیوادوالو درملنه کوله.

وروسته يې د خروار د پنجپای په ابتدائي ښوونځي کې د سرمعلم په توګه دنده ترسره کړه.

کله چې په هیواد کې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځته شو؛ ارواښاد محمدي د خروار ولسوالي د تعلیم او تربیې مدیر وټاکل شو. د دندې په جریان کې یې په خروار ولسوالي کې څلور بابه مدرسې جوړې او رسمي کړې :   چې یوه د نعمتي په کلي کې ، دوهمه د یارګنې په کلي کې، دریمه د شابوبابا په نوم د مانې په کلي کې او څلورمه د منګو په کلي کې وه.

وروسته د حامد کرزي په دوره کې د خلکو په غوښتنه د خروار ولسوالي د معارف مدیریت دنده ورپه غاړه شوه.

ارواښاد الحاج عبدالحکیم محمدي په دې دوران کې د خروار ولسوالي ته نه ستړې کیدونکې هلې ځلې او د ستایلو وړ خدمتونه وکړل ، ارواښاد د خروار په ولسوالي کې نه (۹) باب ښوونځي رسمي او تعمیرونه یې جوړ کړل چې یاد مکتبونه په لاندې ډول دي :

(۱) د خواجه انګور متوسطه ښوونځی.

(۲) د پنجپای ښوونځی.

(۳) د ولسوالي مرکزي لیسه.

(۴) د شیخ موسی بابا متوسطه ښوونځی د بلو خیلو په کلي کې.

(۵) د خوشحال متوسطه ښوونځی د آپه خان په کلي کې.

(۶) د نعمتي ابتدائیه ښوونځی د نعمتي په کلي کې.

(۷) د کوټکي متوسطه ښوونځی د کج کلا او کوټکي کلیو په مینځ کې.

(۸) د اوریاخیلو ابتدائیه ښوونځی په موچی کلا کې.

(۹) د علی جانخیلو متوسطه ښوونځی په منګو کې ، چې وروسته یې په خپل شخصي لګښت او زیار سره له متوسطې څخه لیسې ته ارتقاء ورکړه .

هیره دې نه وي چې د یادو مکتبونو او لیسو په رسمي کولو ،د تعمیر جوړولو او مکتبونو ته د ځمکې په پیدا کولو کې یې ډیر زیار ایستلی او هڅو یې رنګ راوړی.

ارواښاد الحاج عبدالحکیم محمدي په ۱۳۴۹ لمریز کال کې د حج د سپیڅلې فریضې د اداء کولو لپاره د بیت الله شریف یا د خدای جل جلاله د کور په لیدلو او ۱۴ څورلس حجونو کولو مشرف شو. او څرنګه چې وایي چې دا دونیا فاني ده وفا نلري ، نو له ده سره هم ژوند وفا ونکړه او د روان ۱۳۹۷ کال د جدي د میاشتې په ۲۱ مه د جمعې مبارکې په شپه د شپې په څلورو بجو یې له دې نیمګړې دونیا د تل لپاره سترګې پټې ، او په دې ډول د پوهنې یو ځلانده ستوری د تل لپاره زمونږ نه جلا شو ، ما هم ارواښاد محمدي له نږدې پیژاند نوموړی یو با ادبه ، بې کبره ، خاکسار ، متواضع ، د ښو او عالي کړو وړو څښتن وو، د پوهنې په پرمختیا او غوړیدو کې د ده رول د ستاینې وړ دی. خلک به دده خدمتونه او هڅې هیڅکله هم له یاده ونه باسي. روح یې ښاد او یاد یې تل.