کارن:مهاجرسجاوندی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دافغانستان ؛لوگرولایت‌‌ برکی برک ولسوالی دسجاوندمشهورعالم ابن طيفور سجاوندي

ابن طيفور سجاوندي د افغانستان يو مفسر و

پیليزه

نوم

د عربي ژبې ستر مؤرخ او څېړونکى علامه جمال الدين على بن يوسف مړ (624هـ) چې په القفطي سره شهرت لري په خپل کتاب " انباه الرواة على انباه النحاة" کي دنوموړى نوم محمد اود پلار نوم يې" طيفور" يادوي [۱] له ده وروسته چې څومره عربو مؤرخينو دنوموړي په هکله څه وليکل هغه يې دعلامه قفطي دمعلومات بر بنسټ ليکلي اوټول مؤرخين دغه افغانى عالم په (ابن طيفور)سره يادوي [۲].

زوکړه او زدکړه

علمي مقام

علمي نوښتونه او ليکنې

نوموړي دتدريس په څنگ کې داسې ليکنې کړي چې په هغه کې يې علمي نوښتونه له ورايه ښکاري اوپه ځانگړې توگه د قرانکريم دايتونودوقف له پاره له ده دمخه چې کومي نښې کاريدلې نوموړي په هغوکې پراخوالى راووست اود لومړي ځل له پاره يې دهجاځانگړي توري د وقفونو له پاره ځانگړي کړل, داسې چې دوقف لازم له پاره يې د"م" تورى ,دوقف مطلق له پاره يې د"ط"او د جايز له پاره د"ج" اودوقف مجوزله پاره يې " ز" اود وقف مرخص له پاره يې "ص" توري ځانگړي کړل اود منځنې ختېځ اواسيايې هيوادونو په قران شريفونوکې چې دوقف له پاره کومي نښې وينو هغه دنوموړي اېښودل شوې نښې دي اويادنوموړي له اصولواغېزمنې ښکاري [۱۵].

په عربي ژبه يې په څوټوکوکې ښکلې تفسيرد"عين الـمعانـي فى تفسيرالسبع الـمثانـى"په نامه ليکلى اوقفطي دنوموړي دتفسيرپه هکله ليکې: " نوموړي په دې تفسيرکي علم النحوڅيړلې اود مختلفوقرائتونو علتونه يې څرگندکړي پرعربي اشعارو يې څېړنه کړې، معناوې يې راسپړلي دي، پرلغاتويې خبرې کړي اوله دې پرته دعلم تفسيرپه هکله يې ډېرڅه ليکلي چې په څوټوکه کې دى, دټوکوشمېريې که څه هم کم دى خوگټه يې عامه اوزياته ده, دنوموړي زوى دغه تفسير د"انسان العين"په نامه رالنډکړى [۱۶].

په علم الوقف والابتداء کې نوموړي د"الايضاح فى الوقف والابتداء"په نامه په يو غټ ټوک کې کتاب لري دهمدې کتاب په هکله علامه صفدي وايې: داکتاب يې په علمې تبحرباندې دلالت کوي.[۱۷] بل کتاب يې د "علل القرائة " په نامه په څوټوکه کې دى[۱۸]. داهغه کتابونه دي چې عرب مؤرخين پرې خبرشوي دي، کيداى شي نوموړې به نورې ليکنې هم لرلې چې اوس ټولې تري تمې دي.

پردې پرسيره نوموړي دعربي ژبې خوږشاعرهم و اودنوموړي يوشعرعربو مؤرخينوراخيستى دى چې وايي:

ازال الله عنـکم کل افة – وسـد عليـکم سبل المخافة

ولازالت نوائيبکم لديکم- کنون الجمع فى حال الاضافة [۱۹]

ترجمه: خداى پاک دې له تاسي نه هر آفت لري کړي اود وېرې دروازې دې خداى درباندې بندې کړې اومصيبتونه دې خداى پاک داسې درڅخه لرې کړي لکه دجمع نون چې په حال داضافت کې وې. دهېواد دغې سترې هستۍخپله اروا اصلي څښتن ته په (560 هجري )کال کې چې له (1184م ) سره سمون خورې وسپارله [۲۰]. خداى دې له مونږ سره وبښي.

سرچینې

خبرې اترې