کارن:محمد موسیَ غیرت
ولې مو ځوانان مخکې له دې چې ثمره ورکړي خزان يې ووهي ؟
لېکنه محمد موسَي(غیرت)
۱ - غربت : د ژوند مرکزي ټکی اقتصاد دی,پیاوړی او مناسب اقتصاد د ښه او پیاوړي ژوند اساسي ټکي دي,خو زموږ ډيری ځوانان بیا ددغې شومې پدیدې ښکار دي,یايې له زده کړې محروم کړي يا يې بهرنیو هیوادونو ته مسافر کړي او یايې هم په ټولنیزو بد اخلاقیو ککړ کړي .
۲ - بې سوادي : زموږ د ټولنې د ځوانانو د ښه ژوند او طولاني عمر بل ستر خنډ بې سوادي دی,چې باید په راتلونکو نسلونو کې دا شومه پدیده مړه او ووژل شي .
۳ - د امنیت او سولې نشتون : دا هغه پراخه او پېچلې پدیده ده چې نه یوازې پر ځوانانو بلکې پر ټولو ژوندیو موجوداتو ژوره اغیزه لري,او زموږ د ټولنې او ځوانانو د نه پرمختګ ستر علت هم د سولې او امنیت نشتون دی,چې باید د ټولنې د ټولو ولسونو د اتحاد او اتفاق او ملي وحدت پر مټ دې ستر خنډ ته د پای ټکی کېښودل شي .
۴ - عدالت او برابري نشتون : د ځوانانو د خواږه ژوند د تریخوالي بل علت هم په ټولنه کې د عدالت او برابري نشتون دی, چې ډيری ځوانان يې دې ته مجبوره کړي,چې ټوپک ته لاس کړي او د جنګ لیکو ته لاړ شي,دلته مې د عدالت او برابري څخه موخه په تعلیمي او کاري ډکر کې د ځوانانو وړتیا او استعداد ته نه پاملرنه ده,چې باید مسؤل کسان پرې جدي غور وکړي او کار اهل کار ته وسپارل شي .
۵ - نشي توکي : دا هغه څه دي چې اسلام,تمدنونو او پوهانو سپک او وژونکي ګڼلي,خو بدبختانه چې زموږ د ټولنې ډيری ځوانان پرې مبتلا دي او دا د هغو سپکو او بد اخلاقو انسانانو له لاسه چې د انسانیت د روژلو په سر خپل مادیات لاسته راوړي,چې باید ترې ځوانان لرې او په خلاف يې کلکه مبارزه وکړي .
خونه د تیارو کې ځوانه شمعه بله شوه اې د جهالت دورې نور ختمه يې وینه د قلم په رنګ بدله شوه .