کارن:محمد آصف صادق

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دا ليکنه د نور احمد عايل ده زموږ کهکشان

د‌ نور (رڼا) په سرعت حرکت وکړو ( که څه هم امکان نه لري) يو ثانيه وروسته به سپوږمۍ ته ورسېږو ، ۸ دقيقې او ۳۰ ثانيې وروسته به لمر ته ورسېږو ، ځمکې ته تر ټولو نږدې ستوري پروکسيما سېنټوري ته به ۴کاله او ۳ مياشتې وروسته ورسېږو ،دا نور ستورو ته چې د شپې يې وينو زرګونه کاله وروسته به په دغه رفتار ور ورسېږو، له  ۲۶۰۰۰ کاله مزل وروسته به موږ د خپل ستورټليز (کهکشان ) ميلکې وې ( هغه د شپې په اسمان کې دوړې) منځ ته ور ورسېږو  او ۲ ميليونه او ۵۰۰ زره کاله وروسته به زموږ په خوا کې نږدې ستورټليز (کهکشان) انېډراموډا ته ور ننوځو ، او د ناسا لخوا پېژندل شوي تر ټولو لرې کهکشان GN-z11 ته (که ثانيه کې په ۳ لکه کيلومتره مزل ) حرکت وکړو  نو ۱۳ زره او څلورسوه ميليونه کالونو ته اړتيا ده چې ور ورسېږو او چې د کهکشانونو ېلابېلو برخو ته ځان رسوو بيخي خبره تر حساب او کتاب اوړي.

خو د انسان په تېره بيا ددې جغرافيې (د ټولو نه خو د‌ ډېرو) حماقت تر دې هم ستر او پراخ دی چې په هيڅ شي، هيڅ رفتار او په هيڅ تله نشي اندازه کېدای. ټول سوله ييز ملتونه مو دې ريشخنديو ته ګوته په غاښ دي او د انسانيت په مخ مو تور داغ بولي. خپه کېږئ به نه! نوراحمد عايل