کارن:محمدالله ولید
ونگبڼه
د محمد الله ولید غزل
اوس دي په هره شــــپه تصوير ته ګورم
لــکه لمر ګلی خپل مـسير ته ګــــــــورم
ستــــا خانقا کــې مريــــدان چاپــــــــېره
هسي حـــلقه حــــلقه کې پير ته ګــــورم
نن مې په شپه دقسمت ستوری کوېږي
ناست يم په ويښــــه مې تقدير ته ګورم
ماته مې خــــوب کې بــــلاګاني راغلې
اوس دمــــــــلا کاکا تــــــعبير تــــه ګورم
ولـــــــيده زه نـــن بې قــلمه راغــــــــــلم
له لېــونو سره شــــــــوګـــــــيرته ګـــورم