کارن:مازون ځدراڼ/تمرین مخ
ي د تڼيو پښتنو د نسب شجره په غور سره و څيړل شي نو جو ته به شي چې دوی په اصل کې کر لا ڼي پښتا نه دي٠ تڼی د شيتک زوی دی او دغه قبيله په دريو عمده څا نگو و يشلې شوې ده يعني ار يوزي، مر يخيل او سينکي٠
تڼي په عمو مي ډول د افغا نستان د خو ست و لايت د تڼيو په ولسوالۍ کې چې د خو ست جنوب ته مو قعيت لري استو گنه لري٠ د تڼيو سهيل ته گوربز او مده خيل وزير پر اته دي چې د ډيو رنډ کر ښه مده خيل او تڼي سره جلا کوي، لو يد يز ته يې ځدراڼ، شمال ته يې د شمل سيند او اسما عيل خيل او ختيزې بر خې ته يې هم گو ر بز پر اته دي٠
د تڼيو قبيله پر ١١٢ سترو او کو چنيو کليو و يشلې شوې ده٠ ددوی لو يد يز خواته غر ډير اباد او زياتره خلک يې په غر ونو کې او سيږي٠
د حيات افغا ني د تا ريخ مؤ لف ډپټي محمد حيات خان په خپل دغه مشهور اثر کې چې١٤٤ کلو نه دمخه يې کښلی دی د تڼيو په اړوند داسي ليکلي دي:
{ تڼي د خو ست په لو يديز او جنوب کې ميشته او زيا تره په غر ونو کې او سيږي، خو ځيني خلک يې د غر ونو په لمنو کې هم استو گنه لري٠ ددوی لوی کلی د درگي په ميدان کې دی چې ٥٠٠ کوره لري٠ ويل کيږي چې ددوی دوسله والو کسا نو شمير ١٠٠٠ تنو ته رسيږي٠ ددرگي پر ته چې ددوی د سيمې خورا لوی کلی دی دا لا ندې کلي هم مشهور دي٠: حصارک، گو خه، نر خی او اتمان٠ تڼي په مسقفو يا چت لرونکو کورونو کې ژ وند کوي٠ ددوی لو يديز غر ښه شين دی، گڼ سيوری لري او دلته ډير ښکاري با زان هم شته٠ د تڼيو ټول شمير ١٢٠٠٠ زره تنه دي، چې له دغه شمير نه يې ٣٠٠٠ تنه و سله وال دي٠ ددوی د ټو پکو شمير ددوی وسله والو کسا نو په پر تله ٤/١ لږ دي٠ ددوی ٣٠٠٠ تنه تورې لري٠ په تڼيو کې هغه خلک چې ټو پک نه لري، نو تورې او سپر ونه ضرور له ځا نه سره ساتي٠ تڼي ډير زړور او جنگيالي سر تيري دي٠ د خوست د سيمي په گوند يو کې دوی په سپين گو ندۍ کې شا مل دي٠ تڼي زياتره د کر کيلې په چا رو بو خت دي، ځمکې يې للمي، خو يوه اندازه يې د اوبو په ذريعه خړو بيږي٠ ددوی ځيني خلک د بنو تر سيمې پورې د تنبا کو او نورو شيا نو سو داگري کوي، خو له خپلې سيمې نه يې بهر زيا تره تگ راتگ نه خو ښيږي، که څه هم دوی د خو ست د سيمې دحا کم رعيت بلل کيږي او د کال ١٠٠٠ روپۍ ما ليه ور کوي٠ سره له دې چې دومره لږه ما ليه ورکوي، خو بيا هم د خپل غر ور ، زړور تيا او سختو غر ونو د شته والي له کبله کله نا کله د خو ست د حا کم نه يا غي کيږي٠ که څه هم د تڼيو تر مينځ کو رنۍ د ښمنۍ نشته، خود دغې قبيلې ښا خو نه په دوو گو ندونو ويشل شوي دي چې ار يوزي او سينکي يې په يوه گو ند او مر يخيل يې په بل گو ند پورې اړه لري چې د شمير له مخې دمريخيلو او بيا په مر يخيلو کې د اتي خيلو شمير زيات دی٠ په مري خيلو کې درې نا مې په يوه خوا او خيبي خيل، اتما نزي او خبر زي په بله خوا دي٠ گل خان او گل هيبت ددرې نا مې په ښاخ، اسما عيل او داد گل د خيبي خيلو په څا نگې او خان، فقير، شير احمد او دلواز د تڼيو د قبيلې ملکان دي ٠}
په او سني وخت کې د تڼيو ستر کلي دادي: حصارک ، گو خه، نر خی، ايتمان، کو چون، ډبر، وريځی، دير ملکه، سنگړای، تور خيل او ور ژله٠
تڼي په عمو مي تو گه لوړې ونې، غنم رنگه او ښا يسته څيري لري٠ دوی زړور او جنگيالي خلک دي٠ د هيواد د خپلو اکۍ په در يو جگړو کې چې د انگر يزي ښکيلا کگرو پر خلا ف شوې ده د تڼيو ونډه ډيره در نه ده٠ د روسي ير غلگرو په وړاندې هم دوی د مقا ومت سنگر ونه تا وده سا تلي وو٠