کارن:عطاءالله مبارز حنفي
عطاءالله مبارز
[سمول]عطاءالله مبارز د افغانستان یو ټولنیز فعال، لیکوال، او د طالبانو اسلامي تحریک پخوانی غړی دی، چې د سیاسي اسلام پلوی ګڼل کېږي. نوموړی د مولوي خیلالله زوی او د مولوي فضل احمد لمسی دی. هغه په ۱۹۸۹ ز کال کې د افغانستان د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په یوه دیني کورنۍ کې زېږېدلی دی.
ژوند او زدهکړې
[سمول]مبارز له ځوانۍ راهیسې له سیاسي اسلام سره مینه لري. د طالبانو د اسلامي تحریک یو فعال غړی و. د امریکا پر ضد جهاد کې یې وسلهواله او فرهنګي مبارزه کړې ده. ګڼې لیکنې یې د طالبانو اړوند رسنیو کې خپرې شوې دي.
دندې
[سمول]په ۲۰۲۱ ز کال کې د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو وروسته، مبارز د هېواد دولتي ورځپاڼې د مدیر مسؤل په توګه وګمارل شو. دا مهال نوموړی د "شریعت اردو" مجلې مسؤل مدیر دی او همداراز د "کابل ټکی کام" ویبسایټ مسؤل هم دی.
فعالیتونه
[سمول]د ۲۰۲۳ ز کال د اکتوبر له اوومې نېټې راهیسې، کله چې حماس د "اقصی طوفان" عملیات پیل کړل، مبارز د ټولنیزو رسنیو، هیواد ورځپاڼې، او کابل ټکی کام له لارې د فلسطیني مقاومت ملاتړ پیل کړ.
نوموړی د اخوان المسلمین، انصارالله (یمن)، حزبالله (لبنان) او د عراق د اسلامي مقاومت ملاتړ هم کوي.
کورنۍ
[سمول]درې اولادونه لري: صفیه، شریفه نرګس (لوڼې) او محمد عمر (زوی).
سرچینې
[سمول]- هېواد ورځپاڼه
- کابل ټکی کام
- څرک مجله
- شهامت مجله
- مرچل مجله
- وحدت ورځپاڼه