منځپانگې ته ورتلل

کارن:عبدالحلیم مسلم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالحلیم د محمد قاسم زوي د ملانیک محمد اخند لمسي.


شپږ دیرش کاله پخوا دافغانستان په سویل لودیز زون د هلمند ولایت د کجکي ولسوالي د رباط کلي د شیخ الحاج ملا نیک محمد اخند د مشر زوي الحاج مولوي محمد قاسم اخندزاده (الحاج ډاکټر اخندزاده) په کور کي پنځم اولاد نر ماشوم وزیږدي.پر یاده سوي سیمه په همدي ورځ شوروي سرو لښکرو حمله کړي وه. زیږیدلي ماشوم د مور په غیږ کي د کورني د غړو سره دبمبارد او د سرو لښکرو د وژنو څه د نجات په موخه د زمینداور د دهیک سیمي غرو ته پناه وړي.شپه راځي ، د وحشي حیواناتو د خطر پخاطر موز دماشوم د اوسیدو لپاره دغره غار ټاکي او د ابو پر ژي يی پریباسي. تر دي پیښو وروسته ماشوم محمد علیم نوموي چي وروسته يی نوم عبدالحلیم ته واوښتي. کله چي ماشوم خاپوړي شروع کړي تل به د سراي بامونو ته ختي په دي خاطر شیخ الحاج ملانیک محمد اخند یعني نیکه يی د لړم نوم باندي کښیښود. څو کاله (. ) د لړم کورني دهلمند په موسي کلا ولسوالي کي میشتیږي.د ماشوم نیکه شیخ الحاج ملا نیک محمد اخند صاحب دسیمي مشهور دیني بارسوخ عالم وو، چي تل به شاګردانو ته په تدریس بوخت وو چي د سعودي عربستان په مکه ښار کي وفات او هلته دفن سوي. د لړم (عبدالحلیم) پلار دیني عالم او مشهور طبیب دي. چي دافغانستان د ستر مجاهد شهیدالحاج امیر محمد نسیم اخندزاده تر رهبري لاندي د شوروي سرو لښکرو په وړاندي مقدس جهاد کي د رهبري په کچه فعاله تاثیر لرونکي ونډه درلوده، شهید الحاج امیر محمد نسیم اخندزاده ستر مجاهد او دمجاهدینو د عبوري دولت دفاع وزیر وو چي په پیښور کي په شهادت ورسیدي. د روسانو تر ماتي وروسته الحاج ډاکټر اخندزاده دسویل لودیځي په سیاست کي فعاله ونډه ولوبول او بیا چي کله دطالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته سو نو دالحاج ډاکټر اخندزاده کورني دهغوي لخوا د پاکستان د کوټي ښار ته تبعید سوه، او دکوټي سټلایټ ټاون کي میشت وه. لړم په کویټه ښار کی د ښونځي لوموړي ټولګي په شهید یحي لیسه کي پیل کړي، او هیواد پبلک ماډل سکول پریپ کلاس ته داخل سو او د هغه سکول څخه وروسته يی د ساینس تقوي عالي لیسي په اوم ټولګي داخله واخیستل په ۱۳۸۱ هجري شمسي کال کي د بکلوریا په کچه دیادي لیسي سي فارغ سو. عبدالحلیم د ښونځي په دوره کي ډیر شوخ زده کوونکي وو ، دهمدي امله په ښوونځي کي په پیري یا پیریاني په نوم نومول سوي وو. عبدالحلیم(لړم،پیري) د ښوونځي په دوره کي دکویټي په ډان اکیډمي کي د انګلیسي ژبي او کمپیوټر زده کړو څخه په ۲۰۰۲ کال کي فارغ سو.د طالبانو د امارت تر ماتي وروسته دافغانستان لنډمهالي اداري په حاکمیت سره د ډاکټر اخندزاده کورني د پاکستان څخه د افغانستان د کندهار ولایت ته را وکوچیدل. او د بشري مرستو مخکني NGO د هلمند د بیاروغوني اداره (HRA) چي 1992 کال د پاکستان د بلوچستان ایالات کي د ملګرو ملتونو لخوا ایجاد سوي وه بیا فعاله او بیاهم د ملګرو ملتونو لخوا تمویل کیده او ‌‌‌‌‌‌ډيري موثري پروژی په کندهار او هلمند ولایتونو کي تطبیق کړي. عبدالحلیم چي د لړم ‌‌‌‌‌‌،پيري تخلصونو وروسته ځان ته د علیزي لقب ټکلي وو په یاده اداره کي د اداري مرستیال په توګه دنده درلوده. د ۱۳۸۲ ه ش د کانکور په ازموینه کي د کابل پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي ته بریالي سو. او په ۱۳۸۶ ه ش کال د یادي پوهنځي داسلامي زده کړو دبرخي څخه په اعلي درجه فارغ سو او د پوهنځي په څلورم ټولګي دپنځو دممتازو محصلینو په توګه دسازمان بین المللي انکشاف حقوق(IDLO) د مدافع وکیلانو زده کړیز پروګرام ته شامل او پاي ته ورسوي.دپوهنتون په دوره کي د زده کړو سره په کابل کي د هلمند د بیا ودانو اداري (HRA)او څپاند هلمند ساختماني او سرک جوړوني او موسي کلا ساختماني شرکت دامبیرلا د کابل دفتر ریس هم وو. چي بشري، ساختماني ، ابرساني ،سرک جوړوني پروژي يی د کندهار،زابل، هلمند او غور ولایتونو کي درلودي.د پوهنځي څخه تر فراغت وروسته د هلمند ولایت د پوهني ریاست دتدریسي مرستیال په توګه پیشنهاد او مقرر خو د دندي دپیل مخکي په ۱۳۸۷ کال کي د کابل پوهنتون حقوقي مرکز ته په ازموینه کي بریالي او دمدافع وکالت په څانګه کي زده کړي بشپړي کړي ، په یاد کال بیل د ستري محکمي د قضايی زه کړو مرکز ته په ازموینه کي بریالي سو او په ۱۳۸۸ کال کي فارغ سو ، په قضا کي تر ستاژ او تخصص بشپړولو وروسته دهلمند ولایت د ښاري ابتدایه محکمه کي د جزا دیوان د قاضي په توګه مقرر سو ، ددندي د اشغال مخکي کی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د قاضي القضات د هدایت په اساس يی دکندهار په ښاري محکمه د خدمتي قاضي په توګه په دنده پیل وکړ.