کارن:عابدالرحمان درانی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمدعارف چې د جګړې په ګلونو کې ېې د (ننګيار نااشنا) په مستعار نوم طنزي ليکنې کولې اوس مهال د ازادۍراډيو کې د (ګوړې اچار) په نوم طنزي خپرونه جوړوي او دهېواد له تکړه طنز ليکوالانو څخه ګڼل کيږي. دپلار نوم ېې فضل الرحيم ميدان وردګ ولايت دنرخ ولسوالۍ د کريمداد په کلي کې په 1338ل.ل.کال زېږېدلی دی. زده کړې تر دولسم ټولګي دنرخ په لېسه کې کړېډي. د روسانو ديرغل په شپوکې له هيواده وتلو ته اړ شو پېښور کې ېې هم بېلابېلې دندې ترسره کړي خود ليکوالۍ سره ېې اړيکي ټينګ ساتلي دي. څه وخت په خپله سيمه کې ښوونکی وه او 2004ميلادي کال راهيسې د ازادۍ راډيو سره کارکوي. د ګوړې اچار او د شمسو کيسې طنزي خپرونې جوړوي .