کارن:ظفرکریمی
ظفرکریمی دافغانستان دکونړ ولایت دننګلام کلی اوسیدونکی دی،په خټه ساپی او د1981م کال دمۍ په شلمه دپاکستان دباجوړ ایجنسۍ په یو مهاجر کیمپ کې یې د محمدکریم کره سترګې غړولی دی ـ اوس مهال کراچۍ کې ژوند کوی - لمړنۍ زده کړه یې د باجوړ په یو ښونځی کې کړی دی چې بیا یې دپښور اسلامیه کالج یونیورسټۍ څخه په پښتو کې د ماسترۍ سند ترلاسه کړی دی -ددی سربیره داسلام اباد اکیډمۍ اسلام اباد څخه یې په صحافت کې دلیسانس سند هم کړی دی - په کال 2002 کې د کراچۍ فیسیفک کمپوټر اکیډمۍ نه په ګرفکس کې ډپلومه هولډر دی ـ ظفرکریمی د دری میاشتنۍ ختیز په اداری کمیټۍ کې دوه کاله پاتی شوی دی - د 2005 راهسی په ورځپاڼه وحدت کې کالم لیکی - دغه شان په الفت،ختیز،لیکوال او افاق کې هم لیکنی کوی- دڅانګې په نامه یو ناول یې چاپ ته چمتو دی ددی نه علاوه د یو مصری ناول(الحرافیش ) چې د مصر نوبل جایزه ګټونګی نجیب محفوظ یو ستر ناول ګنړلی شی پښتو ته راژباړلی دی ـ اوس مهال د اردو یو بل ناول ((خداکې بستی)) پښتو ته ژباړلو باندی کار کوی ـ