منځپانگې ته ورتلل

کارن:ظريف ځاځی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ټوکې ټکالې شرعاً څه حیثيت لري؟

زموږ دين، دينِ اسلام د نرمۍ، اسانۍ او ترحم دين دی. له همدې وجې زموږ په دين کې ټوکې ټکالې روا او مباح دي بلکې په ځينو وختونو کې مستحب ګرځي. د ننني عصر مطالعاتو دا خبره ثابته کړې ده چې روغ انسان د خندا او مسکا محتاج دی او ټوکې ټکالې، يعنې مزاح د دغه خندا او تبسم وسايل دي، په دغو سره له انسان څخه فکرونه، تشويشونه او پرېشانۍ لرې کېږي او د دغو په سبب سعادت، راحت او تازګي محسوسوي. په ژوند کې يې نشاط او تجدد راځي او د ژوند په امورو کې يې همت او عزيمت زياتېږي.

خو زموږ دين د ټوکو او مزاح لپاره څه حدونه او شرطونه ټاکلي دي چې د هغو پابندي ضرور ده. موږ به تاسوته دغه حدونه او شرطونه په مختصر ډول وړاندې کړو، إن شاء الله. (1) ټوکې ټکالې به روا او حلالې ټوکې وي. زياتره اهل علم وايي چې ټوکې په اصل کې مباح دي او هېڅ حرج په کې نشته خو چې د دې رعايت وشي چې حرام قول او فعل ته په کې لاړ نشي.

د دې خبرې دليل هغه حديث دی چې امام احمد او ترمذي له ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت کړی دی: چې صحابه کرامو رسول الله صلی الله عليه وسلم ته وويل: يا رسول الله إنك تداعبنا؟ قال:"إني لا أقول إلا حقاً"

ای د الله رسوله! تاسو له موږ سره ټوکې ټکالې هم کوئ؟ هغه په ځواب کې وفرمايل: زه يوازې حقه خبره کوم، يعنې په ټوکو کې دروغ او ناروا خبره نه کوم.

انس رضي الله عنه وايي چې يوه ورځ نبي صلی الله عليه وسلم يو صحابي ته غږ وکړ او ويې فرمايل: "يا ذا الأذنين" يعني:مازحه.

ای د دوه غوږونو والا، یعنې ټوکې يې ورسره کولې. ( ابو داود او ترمذي)

او دا خبره رښتيا ځکه وه چې د هر انسان دوه غوږونه وي. بل حديث چې په مسند احمد، ابوداود او ترمذي کې راغلی دی او انس رضي الله عنه يې روايت کوي چې:

أن رجلاً أتى النبي -صلى الله عليه وسلم- فقال: يا رسول الله، احمِلْني، فقال النبي -صلى الله عليه وسلم-: "إنا حَامِلُوكَ على ولَدِ نَاقَةٍ"، قال: وما أصنعُ بولدِ الناقة؟ فقال النبيَّ- صلى الله عليه وسلم -:"وهل تَلِدُ الإبِلَ إلا النُّوقُ.

يو سړی نبي صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويې ويل: ما ته سورلۍ راکړه ای د الله رسوله! نو نبي صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: موږ تا ته د سپرلۍ لپاره د اوښې بچی درکوو. سړي وويل: زه به د اوښې په بچي څه وکړم؟

نبي صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل: اوښان خو همدا اوښې زېږوي.

نو د دغو دلايلو په رڼا کې ثابتېږي چې ټوکې ټکالې په اصل کې مباح دي، په دې شرط چې دروغ او افراط په کې نه وي.

او کله ټوکې مستحبې او د ثواب کار هم شي، حافظ ابن حجر رحمه الله وايي:

فإن صادف مصلحة مثل تطييب نفس المخاطب ومؤانسته فهو مستحب

که په ټوکو کې مصلحت او ګټه وي، لکه د مخاطب د زړه خوشالولو لپاره او د هغه د مانوس کولو لپاره نو بيا ټوکې مستحب دي. په دې باره کې دليل د انس رضي الله عنه هغه روايت دی چې د ابو طلحه رضي الله عنه د زوی ابو عمير يو مرغه مړ شوی و، نو هغه ورپسې سخت غمګين و، نبي صلی الله عليه وسلم له هغه سره خوشطبعي وکړه او د هغه د غم د لرې کولو کوښښ يې وکړ.

(2) په ټوکو کې به د رښتياوو او حق التزام کوي. (3) په مباح ټوکو کې به له افراطه کار نه اخلي، ځکه چې په دې سره په زړه کې غفلت راځي او انسان له الله څخه غافله کېږي. بله دا چې په ډېرو ټوکو کولو سره د انسان حیثيت د سوال لاندې راځي. (4) له هغه ټوکو ټکالو څخه به ځان ساتي چې په نتيجه کې دښمنۍ، کينې او عداوتونه پيدا کېږي، لکه د چا په قوم، هېواد، ولايت او سيمې پورې ټوکې کولو سره عداوتونه خامخا پيدا کېږي، نو له دغه ډول ټوکو څخه به اجتناب کولی شي. (5) ټوکې به غوره او ښکلو الفاظو او عالي افعالو سره ترسره کولی شي، او هغه کلمات به کارول کېږي چې خواږه وي او انداز يې لطيف وي.

د ټوکو به مقاصد وي او هغه دا چې په خلکو کې نرمي، ذکاوت، مينه او ټولنيز تعلقات پيدا شي، مينه او محبت يې سوا شي. نشاط او تازګي په کې راشي. د نورو زړونو ته په اسانۍ سره رسيدګي وشي. د کمزورو زړونو علاج وشي او پر غمجنو زړونو ملهم پټۍ کېښودل شي. د ذهن، د بديهې د قوې او ذکاوت تقويت وشي.

نو هغه ټوکې چې په ناروا اقوالو او افعالو مشتملې وي، دغه حرامې دي، مسلمان به ترې ځان ساتي. لکه دروغ او افترا په کې وي او په دروغو سره د خلکو خندول مقصود وي. نو په دې باره کې په جامع الترمذي کې حديث هم راغلی دی چې فرمايي: ويل للذي يحدث بالحديث ليضحك به القوم فيكذب ويل له ويل له. د هغه کس لپاره هلاکت دی چې خبرې کوي، د دې لپاره چې خلک وخندوي، نو دورغ ووايي، نو د ده لپاره هلاکت دی، هلاکت دی. امام ذهبي په تذكرة الحفاظ: : ( 4/138 کې وايي: وهو نص في تحريم الكذب, فإن حدث القوم مما يضحكهم من غير كذب فلا بأس بالقليل منه. دغه حديث د دورغو په حراموالي کې نص او صريح دی، خو که څوک خلکو ته داسې خبرې وکړي چې هغوی وخندوي او دروغ په کې نه وي نو حرج په کې نشته چې لږې وي.

نوټ: خو هغه روايت چې ويل کېږي: إِنَّ الرَّجُلَ لَيَتَكَلَّمُ بِالْكَلِمَةِ يُضْحِكُ بِهَا الْقَوْمَ مَا يَقْطَعُ شَعْرَةً يَهْوِي بِهَا فِي جَهَنَّمَ سَبْعِينَ خَرِيفًا يو سړی خبره کوي د دې لپاره چې ناست ملګري وخندوي، نو په دې سره به دی جهنم کې غورځېږي او اويا کاله به يې جهنم ته په رسېدو کې لګي. دا حديث ثابت نه دی، شيخ الباني رحمه الله هم ورته په الجامع الصغير کې ضعيف ويلي دي.

همدارنګه هغه ټوکې به هم نه کوي چې په هغو سره چا ته تکليف ورسېږي او وډار شي، نبي صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي:

لا یحل لمسلم أن يروع مسلما. (أبو داود)

د مسلمان لپاره روا نه دي چې مسلمان وډار کړي. همدارنګه هغه ټوکې هم نه دي روا چې د مسلمان توهين او سپکاوی په کې وشي. الله تعالی فرمايي: { يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِّن قَوْمٍ عَسَىٰ أَن يَكُونُوا خَيْرًا مِّنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِّن نِّسَاءٍ عَسَىٰ أَن يَكُنَّ خَيْرًا مِّنْهُنَّ ۖ وَلَا تَلْمِزُوا أَنفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ..}الحجرات 11, اى هغو كسانو چې ایمان يې راوړى دى! هېڅ قوم دې په بل قوم پورې مسخرې نه كوي، كېداى شي چې هغوى له ده څخه ډېر غوره وي، او نه (دې) ښځې په نورو ښځو پورې (مسخرې كوي)، كېداى شي چې هغوى له دوى څخه ډېرې غوره وي۔ او تاسو د خپلو ځانونو عیب جويي مه كوئ او یو بل په بدو لقبونو (او نومونو) سره مه بلئ. وما علينا إلا البلاغ