کارن:سمسور ننګرهاری
سباوون ننګرهاری
سباوون ننګرهاری د امرالله خان زوی او د وکیل خانجان لمسی د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ دی چې په کال 2006 میلادی کې د هجرت په ټاټوبي پاکستان په پیښور کې زیږیدلی دی.
خپلی لومړنی زده کړې یې د خپل ګران پلار او مشر ورور څخه پیل کړې او مروجه دیني زده کړو لپاره د کور سره نژدې مدرسی کې سبقونه ویل چې د پنځه کلنۍ په عمر کې د خدای ورکړي ذهانت له امله په مکتب کې شامل شو.
دا چې له دیني زده کړو سره یې مینه کچې زیاته وه نو د اووه (7) کلنۍ عمر کې قران عظیم الشان په ناظره باندې ختم کړ.
سباوون به تل دا ویل چې څرنګه مونږ افغانان هم د سیالانو سره اوږه په اوږه د ژوند په هر ډگر کې وځلیږو، نو د دې کار لپاره یې د عصري ټکنالوژۍ زده کړه یې اړینه وګڼله چې له امله یې په کال 2014 میلادی د انګلیسې ژبې د زده کړې کورس په بریا پای ته ورسوه او له دې سره یې په انټرنټ کې هم بشپړ برلاسی ترلاسه کړل.