منځپانگې ته ورتلل

کارن:سليمان دانش امینی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ژباړې اصول

دغه کتاب د پوهاند صيب اجمل ښکلى يو څېړنيز اثر دى ، چې په 1401لېږد لمريز کال د مومند خپرندويه ټولنې لخوا د زرو ټوکو په شمېر خپره شوه.

په دغه اثر کې د ژباړې اړوند موضوعات راغلي، ژباړه څه ته وايي، د ژباړې تاريخ، د ژباړې ډولونه، د ښې ژباړې او ښه ژباړن ځانګړنې او پښتو ته شوې ناسمې ژباړې موضوعات راغلي دي.

دغه اثر ډېر ګټور او په زړه پورې اثر دى، د ژباړې اړوند ډېر ښه او منظم مالومات پکې وړاندې شوي دي. که څوک د ژباړې اړوند موضوعاتو په اړه مالومات غواړي، د ژباړې اصول، قوانين، ډولونه باندې ځان پوهي، نو دغه کتاب دې ولولي.

ژباړه څه ته وايي؟

ژباړه په پښتو کې د ژبې اړولو له ترکيب څخه جوړه ده.

په اصطلاح کې له يوې ژبې نه بلې ته د ليکليو آثارو يا خبرو داسې اړول چې لوستونکي پرې پوه شي او ګټه ترې واخلي.

يا ژباړه له يوې ژبې څخه بلې ته د يوه متن د پيام لېږدونه ده.

د ژباړې اړتيا شته؟

هو بلکل، موږ که د پرمختلليو ټولنو له مثبتو اړخونو زده کړه کوو ;نو پکار ده چې دهغوى علمي، فرهنګي آثار خپلې ژبې ته را وژباړو چې زموږ ولس ترې د پرمختګ چل زده کړي.

د ژباړې تاریخ

په نورو ژبو کې د ليک تر دودېدو وروسته ژباړه هم راپيل شوې او هرچا ته چې يو کتاب ښه ښکاره شوى، خپلې ژبې ته را ژباړلى دى. لومړى په رومي ژبه يوناني آثار وژباړل شو.

په پښتو کې ژباړه په درېيمه هجري پېړۍ کې د محمد هاشم ابن زيد سرواني ژباړلي شعر ته رسېږي. ده د خپل عرب استاد ابن خلاد يوه بولـله( قصيده)پښتو ته ژباړلې ده. چې يو بيت يې داسې ده:

ژبه هم ښه وينا کاندي چې يې وينه

د خاوند په لاس کې زر او درهمونه

د ژباړې اصول

1-د ګټورې موضوع غوراوي

2-پرخپله ژبه برلاسي

3-پر لومړۍ ژبه برلاى

4-د دواړو ژبو په توپیر پوهېدل

5-امانت ساتنه

6-هنري ذوق

7-ګړنه په ګړنه او متل په متل ژباړل

8-ښه ژباړه

د ژباړې ډولونه

د موضوع له پلوه

1-علمي ژباړه

2-ژورناليستي ژباړه

3-ديني ژباړه

4-ادبي ژباړه

5-ګړنې ژباړه

د ژبې له پلوه د ژباړې ډولونه

1-کلمه په کلمه

2-جمله په جمله

3-آزاده ژباړه

4-د ژباړې ژباړه

او د دې کتاب په وروستۍ برخه کې پښتو ته شوې ناسمې ژباړې په اړه يوه ليکنه راغلې ده. په ځينو ژباړونکو باندې چې ناسمې ژباړې کړي او يا کوي، نيوکه شوې ده او د ناسمې او سمې ژباړې بېلګې هم راوړل شوې ده او له يو بل سره پرتله شوې ده.

په درنښت

اميني