کارن:سرتاج عزیز حسن مومند
سرتاج عزیز حسن مومند
[سمول]لنډه پېژندنه
[سمول]سرتاج عزيز حسن مومند د الحاج نبی جان زوی او د الحاج محمد خان لمسی په قوم حسن خېل مومند د ۱۳۷۴ لمريز کال د زمری په مياشت د ننګرهار ولايت د شينوارو ولسوالۍ اړوند د ګلاهي په قريه کې زيږيدلی .
زده کړې
[سمول]لمړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د حکيم سنايي په روزنتون کې ترسره او د ثانوي زده کړو لپاره د الفتح په عالي لېسه کې شامل شو چې په ۱۳۹۱ لمريز کال کې يې د يادې لېسې څخه په لمړۍ درجه بری ليک ترلاسه کړ . د يو لړ ورپېښو ستونزو له کبله يې و نشو کولای هغه مهال خپلې لوړې زده کړې پيل کړي چې بالاخره په ۱۳۹۴ لمريز کال يې د اريانا پوهنتون د معالجوي طب په پوهنځي کې د لوړو زده کړو دوره پيل او دم مهال د ياد پوهنځي د څلورم کال د لمړي سمستر زده کړيال دی .
دندې
[سمول]نوموړي د خپلې هيوادنۍ ميني له مخې آن د لېسې د دورې څخه د هيواد بچيانو ته د ښوونې او روزنې په برخه کې د خدمت کولو ارمان درلود او په همدغه دوره کې يې د رياضياتو او ساينسي مضامينو د يوه ښوونيز مرکز بنسټ کېښود چې خپله يې هم په ياد مرکز کې د ښوونکي په توګه دنده پر مخ وړه .
د لېسې د دورې د فراغت وروسته چې کله له خپلې درنې کورنۍ سره د هيواد پايتخت کابل ته کډه شو د ۱۳۹۱ کال د زمری د مياشتې په ۱۷ نېټه يې د اکبرخان ساپي په عالي لېسه کې د ښوونکي په توګه په رسمي ډول په دنده پيل وکړ . د ښوونکي په توګه د ۵ کاله خدمت کولو وروسته د يادې لېسې د رهبري هيئت د پرلپسې غوښتنو پر اساس د ښوونې او روزنې د کيفيت د ښه والي په موخه ديادې لېسې د سر ښوونکي په توګه خپله دنده پيل کړه چې تر دم مهاله د خپلو لوړو زده کړو تر څنګ د هيواد د بچو په ښوونه او روزنه کې د سر ښوونکي په توګه په خدمت کولو بوخت دی .
ليکنې
[سمول]حسن مومند د ښوونې او روزنې په عملي ډګر کې د خدمت کولو تر څنګ تل هڅه کړې خپله د تجربو او علومو پانګه د هيواد هر بچي ته په ليکي توګه ډالۍ او هغوی ترې برخمن کړي چې تر دم مهاله يې لاندې کتابونه چاپ ته آماده خو د اقتصادي ستونزو له کبله د چاپ څخه پاتې دي .
· له ښوونځي تر پوهنتونه عمومي تشريحي رياضي .
· عمومي تشريحي کيميا
· عمومي تشريحي فزيک
· د طب لپاره عمومي بيولوژي . .
· ساينس څه شی دی .
· د طبعی علومو د تدريس لارښود
· د رياضياتو د تدريس لارښود
· د بريالي ژوند لپاره د شخصيت جوړونه
د يادو کتابونو د ليکلو تر څنګ يې مختلفې لنډې او اوږدې ليکنې کړي چې د اجتماعي رسنيو تر څنګ په چاپي ډول د هيواد والو خدمت ته وړاندې شوي لکه:
· نوميالي څوک وو او څرنګه نوميالي جوړيداي شو !
· د کتاب ملګرتيا څه ده !
· د ښې مطالعې ګټې او لارې چارې
· د برياليو خلکو د برياليتوب راز
· دلته د فکر اساسي روزنې ته ضرورت دی