کارن:رفيق الوت
ابو طيب متنبي ( د قصيدے امام) (زېږون ۳۰۳هـ/ ۹۲۰ء کوفه(کنده) او وفات ۳۵۴هـ/ ۲۳ ستمبر ۹۶۵ء الصافيه او د ځنو په اند جبال الصافيه ) ټول عمر ئې ۴۴ يا ۴۵ کاله وۀ د دۀ خپل نوم احمد بن الحسن بن الحسين بن عبدالصمد الجعفي الکندي الکوفي وۀ او مشهور په متنبي وۀ ـ د دۀ د پلار په پېشه کښې اختلاف دے وائي سفير وۀ او څوک ئې منشي ګڼي ـ دے ماشوم وۀ چې شام ته مهاجر شول او هلته ئې پرورش وشۀ ـ
د متنبي وجه تسميه (يعنې متنبي ورته ولې وائي)
دۀ ته متنبي ځکه وائي چې دۀ په باديه سماوه چې د عراق يوه علاقه ده دعوه د نبوت کړې وه او د ځنو محققينو د رائې مطابق دۀ به وئېل چې وړومبے انسان يم چې ما د شعر نه د نبوت دعوه کړې ده ـ دۀ نه چې به پوښتنه وکړے شوه چې ته ځانته نبي وائې نو د محمد اخر زمان صلی الله عليه وسلم نه پس خو بل راتلے نۀ شي نو دا دومره فصيح وۀ چې دۀ به وئېل چې نه هغه (ص) خو زما د راتلو زېرے په خپله ورکړے دے او فرمائېلي ئې دي چې ”لا نبی بعدی“ د دې مطلب دے چې د ”لا“ نه پس بل نبي نشته ـ نو د دې نه زۀ مراد يم ځکه چې په آسمانونو کښې زما نوم ”لا“ دے ـ دۀ د قران کريم د ايتونو په مقابل کښې شعرونه هم ليکلي وو ـ
دۀ به د خپل تېز بيانۍ او د قوت الشعر لۀ برکته خلق لۀ ځانه متاثره کول لنډه دا چې د بنوکلب او د ځنو نورو قبيلو خلق ئې خپل منونکي جوړ کړل خو ولې د اخشيديه نائب امير حمص دے ونيوۀ او په قېد کښې ئې واچوۀ چې اخر ئې توبه اويسته او خلاص شۀ ـ د دې نه پس دے د مختلفو بادشاهانو سره پاتې شوے دے چې د هغوي مدحې به ئې کولې یعنې درباري شاعر وۀ ټول عمر ئې د بل صفتونه کول او دا اکثرو شاعرانو مشغله ده ـ په دغو بادشاهانو کښې د سيف الدوله او کافور نومونه قابل ذکر دي ـ دے بيا په څۀ وجه د کافور خلاف شۀ او د هغه هجوه ئې شروع کړه کافور اوې چې دے د حضور صلی الله علیه وسلم نه پس د نبوت دعوه کولے شي نو زما په حکومت هم ورته دعوه ګرانه نۀ ده نو د ملک نه ئې وشړلو او د وژلو په غرض ئې څو کسان پسې کړل خو ګېر نۀ شو ـ د تذکره نګارانو د رائې مطابق دۀ بيا دعوه د نبوت وکړه ـ اخر د دۀ خلاف فاتک اسدي نومې سالار د خپل لښکر سره د دۀ مقابلې ته راؤتة او جنګ وشۀ چې کله دۀ ماتې اوخوړه نو د تختېدو کوشش ئې وکړو خو خپل غلام ورته اوئېل چې بيا به درته خلق بهګوړه وائي حالنکې تۀ په شعر کښې دا دعوه کوې چې:
الخیــل والليــل والبيــداء تعـرفنی والسیف والرمح والقرطاس والقلم
د اسونو دستې د شپې رونق، صحراګانې، تېرۀ توره، نېزه او قلم ما ډېر ښۀ پېژني ـ نو په دې خبره دۀ بيا جنګ شروع کړو او د خپل دغه غلام او زوي محمد سره مړ شۀ
د متنبي فن متنبي بنيادي طور د قصيدې ډېر منلے او وتلے شاعر ګڼلے کېږي ـ دے په حسن مطلع او مقطغ او ګرېز کښې ډېر ماهر وۀ ـ او د تشبيب او نسيب خو امام بللے شي ـ لکه دا شعر
حُسْنُ الحِضَارَةِ مَجْلُوْبٌ بِتَطْرِيَةٍ وَفِي الْبِدَاوَةِ حُسْنٌ غَيْرُ مَجْلُوْبِ
په جدت ادا حسن ادا او حسن تعريف کښې خو کمال وۀ په تشبيهات او استعاراتو کښې خو د چانه پټ پناه نۀ وه لکه دا شعر: كَأَنَّ سُهَادَ اللَّيْلِ يَعْشَقُ مُقْلَتِيْ فَبَيْنَهُمَا فِيْ كُلِّ هَجْرٍ لَنَا وَصْلُ
دلته ئې څو شعرونه راؤړم تاسو ترې خوند واخلئ أبَداً تَسْتَــرِدُّ مَا تَهَـبُ الـــدُّن یَا فَيَا لَيْتَ جُودَها کانَ بُخْلا دنيا چې څۀ چا لره ورکړي نو هغه ترې واپس بيا واخلي ـ کاش چې هغه (معشوقه) هم په خپله ورکړه کښې بخيله وے ـ مطلب چې څۀ غم درد ئې نه ورکولے خپل عاشق ته او که ورکولے ئې هم نو چې بيا ئې واپس اخستے
مَنْ يَهُنْ يَسْهُلِ الهَوَانُ عَلَيهِ مـــا لِـجُرْحٍ بمَـیِّتٍ إيلامُ کوم انسان چې ذليل او خوار شي نو هغه ذلتونه او تکليفونه ډېر په اسان زغمي ولې چې څوک مړ شي هغه ته درد څۀ وئېلے شي ـــ د ذليل او خوار مثال د مړي وي
فسقينها ندی لیعینک نفسی مـن غـزال وطارنی وتليـدی ته د هوسۍ په شان لرونکو سترګو باندې ما سېراب کړه ـ په دغه سترګو باندې زما مال او جان او دا ټول کائنات قربان شه ـ نشوت ثلاث ذوائب من شعرها فــی لیلة فاردت لیـالی أربعا يوه شپه زما محبوبې د خپلو زلفو درې واړه کمڅۍ پرانيستې چې ماته ئې په دغه يوه شپه کښې څلور شپې اوښودلې ـ (د دريو کمڅو تور والے د دريو شپو سره تشبيه او يوه خو قدرتي شپه ده)
حکيت يا ليل فرعها الوارد فحک نواها لجفنی الساهد اے د هجر تورې شپې! تا خو په خپل اوږدوالي کښې زما د محبوبې د زلفو نقل وکړو خو زما د اښکو ډکې سترګې چې زما د محبوبې د بېلتون ښکار د هغې تا ولې نقل ونکړو ـ (مطلب د يادونو سره باران هم غواړي دے وائي چې ته د محبوبې د زلفو په شان اوږده ئې نو زما د سترګو په څېر راوبهېږه کنه دا انصاف خو وکړه)
کتابيات ۱: تاریخ ادب عربی اَزْ استاد احمد حسن زیات. ۲: شرح دیوان متنبی اَزْ مفتی یار محمد خان قادری. ۳: دیوان متنبی اَزْ محمد امین کھوکھر. ۴: اردو شرح دیوان متنبی اَزْ مولانا اسیر ادروی. ۵: دیوان ابی الطیب المتنبی
څېړنه ــــ رفيق الوت