کارن:ذبیح الله تنویر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د اوبو سرچينې او استعمال يې! ليکوال: ذبیح الله تنوير افغانستان د اوبو د سرچينو له مخې نسبتآ بډایه هېواد ده، چې د اوبو پراخه سرچينې لري، چې له ډلې يې زياتې اوبه له موسمي اورښتونو څخه ترلاسه کوي، تر لاسه شوې اوبه لومړی د ځمکې پرمخ سطحي حرکتونه ترسره کوي، چې په همدغه وخت کې يې ځينې اوبه په خاوره کې د شته سوريو په واسطه د ځمکې لاندينيو طبقو ته رسيږي، چې په دې سره د ځمکې لاندې اوبو سطحه لوړيږي او بيا زيرمه شوې اوبه د اوبو د حرکي قوې په واسطه د چينو او کاريزونو په واسطه تر دوامدارې ګټې اخيستنې لاندې راځي، خو هغه اوبه چې د اورښتونو په پايله کې په سطحي ډول بهيږي، له دوی څخه ګټه اخيستنه لنډ مهاله وي، يادې اوبه د کمې ګټې اخيستنې تر څنګ د خورا زياتو زيانونو د رامنځته کیدو سبب هم کيږي، دا ځکه چې په افغانستان کې د موسمي اورښتونو د اوبو د زيرمه کولو لپاره ډیرې کمې د اوبو زيرمې شتون لري، همدا سبب ده، چې ډیر وخت اوبه د بزګرانو په لاس کې نه وي، هغه وخت د دوی کرنه اطمیناني وي، کله چې اورښتونه وي، خو کله چې بيا اورښت نه وي، زيات وخت کروندې د وچکالۍ سره مخ وي. د اوبو زيرمه کول هغه څه دي، چې ددې هېواد کرنه یقیني او عصري کولی شي، د هېواد د اوسنۍ عنعنوي کرنې يو لامل هم همدا کيدای شي، چې اوبه يې يوازې د موسمي اورښتونو په وخت کې د کروندو د خړوبولو لپاره موجودې وي، همدا لامل دی، چې بزګران د زياتې ځمکې څخه ډیر کم حاصل اخلي، کوم چې د کرنې سره يې د بزګرانو علاقه کمه کړې ده. د اوبو د نه ساتل کيدو یوه بله وجه هم په هېواد کې د کرنيزو سيمو، څړځایونو، ځنګلونو او نباتي پوښښ کميدل دي، چې د دوی په نه شتون او ورکيدو سره اوبه یا هم نه ساتل او کيږي او يا هم د بزګرانو د دوامدارې ګټې اخيستنې لاندې نه راځي، د مثال په ډول کله چې په يوه سيمه کې نباتات موجود وي او همغلته واوره ووريږي، نو وريدلې واوره د نباتاتو د ښاخونو، پاڼو او تنو لاندې پاتې کيږي، دوی واورې ته د لمر د وړانګو د رسیدو مخه نيسي، پراته واوره په تدريجي ډول په کم حجم ويلي کيږي او تر دوامدارې ګټې اخيستنې لاندې راځي، خو که نباتات موجود نه وي نو بيا وريدلې واوره د لمر د وړانګې تر اثر لاندې راځي او په زیات حجم سره ويلي کيږي، چې د لنډې مودې لپاره تر ګټې اخيستنې لاندې راتلی شي، د يادولو ده چې په زيات حجم د اوبو راوتل بيا د نورو زياتو زيانونو درلودونکي هم وي. د اوبو د سرچينو څخه په نوره نړۍ کې د زياتو موخو د لاسته راوړلو لپاره کارول کيږي، چې په دې سره يې هم خپله کرنه عصري او پرمختللې کړې او هم يې ورڅخه نورې موخې هم په ښه ډول ترلاسه کړي دي، په افغانستان بیا ډیر وخت د کرنې په موخه کارول کيږي، چې نه يې کرنې پرمختللې کړې او نه يې هم ورڅخه د نورو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره څنګه چې لازمه ده ګټه پورته کړې، له هم ددې هېواد کرنه هومره چې لازمه ده نه ده عصري شوې، خو هغه کارونه کوم چې د يوې عصري کرنې د رامنځته کيدو لپاره لازم دي مربوطه ادارو په اوس وخت کې ترسره کړي، خو لويه ستونزه داده چې ولسونو هغه څه چې ددې هېواد د پرمختګ سبب کيږي،شاته اچولي، دوی ته لازمه ده چې د دوی شته ځمکې تر کښت لاندې راولي، چې په دې سره به د دوی لپاره عايداتي سرچينې پيدا او هم د هېواد اقتصادي وضعيت له پسې پرمختګ وکړي، د چا خبره چې اوبه له ورخه تېرې شي بيا نه راګرځي نو همدا وخت دی چې له خدای راکړيو منابعو څخه ګټه پورته کړو او خپلې سرچينې مو سمې مديريت کړو. ددې لپاره چې د کرنې ، ټولنيزې، اقتصادي او سیاسي موخې مو ترلاسه کړي، اوبه مو مهار کړي او اوبه مو د دوامداره سرچينې په توګه تر ګټې اخيستنې لاندې راوستي وي نو لازمه ده،چې د اوبو د زيرمه کولو لپاره د اوبو زيرمې جوړې، د اوبولوی او واړه بندونه جوړ شي، همداشان د ځمکې پر مخ د شته نباتاتو پلنه وشي او غير کرنيزې سيمې په کرنيزو ساخو واړول شي، چې په دې سره به هم د اوبو سرچينې خوندي وساتل شي او هم به د هېواد کرنيز وضعیت د ښه والي لور ته سوق شي.