کارن:حلیم وردګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انجینر صفت الله حلیم (۱۹۸۴ مارچ ۲۳) د لوړو تعمیراتو د تحلیل په برخه کې د ماسټرۍ سند لري. نوموړی اوسمهال د جاپان هیواد ته په همدې څانګه کې د دوکتورا د اخیستو لپاره تللی دی. صفت الله خپلې لمړنۍ زده کړې د وردګو ولایت د امام ابو حنیفه په لیسه او همدارنګه د کابل ښار په نادریه لیسه کې ترسره کړیدي. په ۲۰۰۳ زیږدیز کال د کابل پوهنتون د انجینرۍ پوهنځۍ ته د کارنکور د عمومي اول نمره د ویاړ سره بریالی شو. په ۲۰۰۷ کال کې د سیول انجینرۍ له څانګې څخه فارغ، او له فراغت وروسته د همدې پوهنځۍ لخوا د جاپان هیواد ته د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو لپاره ولیږل شو. د ماسټرۍ پروګرام ېې د جاپان هیواد په Nagoya Institute of Technology پوهنتون کې بشپړ ( ۲۰۱۱ اپریل)، او د دوکتورا پروګرام ته د وړ محصل په توګه بریالی شو.

صفت الله حلیم د نامنظمو تعمیرونو(Irregular or Asymmetric Buildings) ځواب د زلزلې په وړاندې څیړلی دی.