کارن:باتور غیرت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغۀ ۷ کړنې؛ چې د مخ پوستکی ښکلی کوي!

هر انسان د دې هیله لري، چې د مخ پوستکی یې ښکلی او شفاف وي. که چېرې تاسو هم غواړئ، چې د مخ پوستکی مو تازه او ښکلی وي، نو دا (۷) ټکي پۀ پام کې ونیسئ.

۱ـ کیفیت لرونکي مواد وکاروئ: د مخ وېنځلو لپاره تل کیفیت لرونکي محصولات وکاروئ، چې پۀ وېنځلو سره مو د مخ ګرد او دوړې پاکې شي، خو چې د مخ اصلي او طبیعي غوړ لۀ منځه لاړ نۀ شي.

۲ـ د مخ د وچولو چل زده کړئ: زیاتره خلک د مخ وچولو پر وخت خپل مخ کلک موښي، چې دا عادت مو د مخ ښکلا ته زیان رسوي. خپل مخ پاک مو را واخلئ، یوازې څو ځله یې ډېر نرم پر خپل مخ کېږدئ او بېرته یې ترې پورته کړئ. چې دا د مخ د وچلو تر ټولو ګټوره کړنلاره ده.

۳ـ پۀ لږه اندازه لۀ صابون څخه ګټه واخلئ: باتور غیرت وایي چې؛ پۀ شپه او ورځ کې د مخ وېنځلو لپاره له دوه یا درې ځلو څخه زیات صابون او یا دېته ورته څه مه کاروئ. که چېرې له دوه یا درې ځلو څخه یې استعمال زیات شي، نو مخ مو خپل طبیعي حالت له لاسه ورکوي.

۴ـ هغۀ مواد وکاروئ چې ورسره حساسیت ونه کړئ: دا باید په نظر کې ولرئ، چې هغه مواد چې تاسو یې د مخ وېنځلو او غوړولو لپاره کاروئ، له مخ سره مو باید سازګاري ولري، که داسې نه وي نو د دې امکان شته چې له حساسیت سره مخ شئ.

۵ـ د مخ پوستکی لۀ وېځلو وروسته غوړوئ: باتور غیرت زیاتوي چې؛ مخ یوازې له وېنځلو وروسته په سم ډول مرطوب مواد جذبولی شي نو د مخ په غوړولو کې ځنډ مه کوئ.

۶ـ د مخ پوستکی پۀ تړمو اوبو وېنځئ: هڅه وکړئ، چې د مخ وېنځلو لپاره معتدلې اوبه وکاروئ، ډيرې یخې اوبه مو د مخ پر پوستکي شته سوري بندوي.

۷ـ د مخ پوستکی سم ووېنځئ: هڅه وکړئ، چې مخ سم ووېنځئ، د مخ وېنځلو پر وخت تر هغه پورې مخ ته اوبه واچوئ، چې په سم ډول پاک شوی نه وي.

نوټ: د پوستکي نړېوال متخصص باتور غیرت وایي چې؛ دا کارونه ډېر واړه او ساده ښکاري، خو عملي کول یې ستاسو د مخ پر ښکلا ډېر ژور اغېز کوي. ــــــ نوټ: (د پوستکي درملنه) فېسبوکي پاڼه درسره خوښۀ کړئ.