کارن:احسان الله اسیر
ونگبڼه
یو کس د سپېو د ځغاستې سیالۍ ترسره کولې ، یوه ورځ یې له سپېو سره په سیالۍ کې پړانګ شامل کړ ، خو د حیرانتیا خبره دا وه ، چې کله سیالۍ پېل شوه نو پړانګ له خپل ځایه ونه خوځېد او سپېو په خپل ټول ځواک د سیالۍ د ګټلو هڅه کوله او پړانګ یوازې غلي ورته کتل. کله چې د پړانګ څښتن څخه وپوښتل شول ، چې پړانګ ولې په سیالۍ کې ګډون ونه کړ ، نو هغه ډیر په زړه پورې ځواب ورکړ : کله کله د ځان غوره ثابتولو ته اړتیا نه وي او د ځینې خلکو پر وړاندې غلي پاتې کېدل تر ټولو غوره ځواب دی . که باوري یاست ، چې تاسې ښه لار ټاکلې ده ، نو پر خپلې ټاکنې ټینګ پاتې شئ ، نور د ستاسې په اړه څه وایي ، دا اړینه نه ده، ځکه په هر ځای کې ځان ثابتول د ځان سپکاوی دی.