ښځې په منځنيو پېړيو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په منځنيو پېړيو کې ښځو يو شمېر بېلابېلو ټولنېزو ونډو کې بوخت شوې. ښځو د مېرمن، مور، بزګرې، کسب ګرې او راهبې دندې او همدارنګه يې د ساتونکې يا د واکمنې ملکې په څېر د مشرۍ ځينې مهمې ونډې درلودې. د ښځې مفهوم د منځنيو پېړيو په يو شمېر لارو کې بدل شو او د دوی د دورې پر مهال بېلابېلو قوو د ښځو ونډې اغېزمنې کړې. [۱]

د منځنۍ دورې لومړنۍ پېړۍ (۴۷۶ – ۱۰۰۰ ز کال)[سمول]

د عيسوي روحاني ژوند په رامنځته کېدلو سره د کليسا دننه نورې ونډې هم د ښځو لپاره د لاسرسي وړ شوې. له ۵ پېړۍ څخه راوروسته عيسوي ذاهدانو د يو څه زياتې فعالې مذهبي ونډې د لوبولو په موخه ښځو لپاره د واده او ماشوم پالنې پر وړاندې يو بديل وړاندې کړ.

ساتونکې په خپل حق کې مهمې څېرې کېدلی شوې، چې زیاتره وختونه يې د سړو او ښځو دواړو صومعو يا خانقاګانو باندې واکمني کوله او د پام وړ ځمکې او واک يې درلوده. د وايټبای هېلدا “Hilda of Whitby” (۶۱۴ – ۶۸۰ز) په څېر شخصيتونه په ملي او ان نړيواله کچه اغېزناکې شوې.

نخ کاري په دې وخت کې په دوديز ډول د ښځو له يو شمېر کسبونو څخه و، چې په لومړيو کې د نخ او څرخۍ په کارونې سره تر سره کېده؛ د نخ څرخ د منځنۍ لوړو پېړيو په پای کې وړاندې شو. [۲]

د منځنيو پېړيو د ډېرې مودې لپاره تر هغې چې د hops په نوم ګلانو څخه اوبو کې د نشايستې د يوې سرچينې د مشبوع کولو په واسطه د الکولي څښاکو توليد په پراخه کچه د ښځو له لورې تر سره شو؛ دا د کار هغه بڼه وه، چې په کور کې هم تر سره کېدلی شوه. د دې تر څنګ له واده کړيو ښځو څخه په عمومي ډول د خپلو خاوندانو په چارو يا دندو کې د مرستې کولو تمه کېده. دا ډول ګډونونه د هغه حقيقت له مخې برابر شوي وو، چې ډېری کار د کور دننه يا ورته نږدې تر سره کېده. که څه هم د لوړ منځنيو پېړيو د ښځو ثبت شوې بېلګې شته، چې د خپل خاوند له دندو پرته په يو بل کار يا دنده کې بوختې وې. [۳][۴][۵]

قابله ګي په نارسمي ډول عملي کېدله او په وار وار په وروستيو منځنيو پېړيو کې يو تخصصي دنده شوه. ښځې زياتره وخت د زېږون پر مهال مړې کېدې، که څه هم که چېرې به د ماشون د زېږون له کالونو څخه ژوندۍ پاتې کېدلې، نو د نارينه وو په څېر اوږد ژوند (ان ۷۰ لسيزې) يې کولی شو. د پرمختللې تغذيې له امله د لوړو منځنيو پېړيو پر مهال ښځو لپاره د ژوند اميد لوړ شو. [۶][۷][۸]

لوړې منځنۍ پېړۍ (۱۰۰۰ – ۱۳۰۰ز کال)[سمول]

د اکيتن ايلينور “Eleanor of Aquitaine” (۱۱۲۲ – ۱۲۰۴ز) د لوړو منځنيو پېړيو پر مهال د لويديځې اروپا له تر ټولو شتمنو او خورا ځواکمنو ښځو له ډلې څخه وه. نوموړې د وېس “Wace”، بينويټ ډي سېنټي ماوري “Benoit de Sainte Maure” او کريټين ډي ترويس “Chretien de Troyes” په څېر ادبي شخصيتونو ملاتړې وه. نوموړې د ۱۵ کلنۍ په عمر د اکيتن د ديوکې او د پويټيارس مخورې مېرمن يا کونټېس “Countess of Poitiers” په توګه د خپل پلار ځايناستې شوه.

د لېندسبرګ هيراد (Herrad of Landsberg)، د بېنجن هېلډيګارد (Hildegard of Bingen) او هيلويس ډي ارجينټيول (Héloïse d'Argenteuil) د دې دورې پر مهال اغېزناکې ساتونکې او ليکوالانې وې. د انټوېرپ هاديوېچ (Hadewijch of Antwerp) شاعره او صوفۍ وه. د بېنجن هېلډيګارد او د ساليرنو ټروټا (Trota of Salerno) دواړه په ۱۲ ز پېړۍ کې طبي ليکوالانې وې.

د سيسلي ملکه کونسټېنس (Constance, Queen of Sicily)، د ليون او کاسټايل يوراکا (Urraca of León and Castile)، د ناواري لومړۍ جون (Joan I of Navarre)، د بيت المقدس ملکه ميلېسيندي (Melisende, Queen of Jerusalem) او نورو واکمنو ملکو د سياسي ځواک برخه کې کار وکړ.

ښځينه کسبګرې په ځينو ښارونو کې د خپلو نارينه وو په څېر مساوي ډلو کې تنظيم شوې وې. [۹]

کليسا کې د ښځو ونډې ته په پام سره درېيم معصوم پاپ “Pope Innocent III” په ۱۲۱۰ز کال کې وليکل: «هیڅ مهمه نه ده چې تر ټولو سپېڅلې پاک لمنې ماري “Virgin Mary” يو څه پورته دريځ لري او د ټولو حواريونو په پرتله دا لا هم هغې ته نه مګر د هغوی په حق کې څرګنده ده، چې څښتن د اسمان پاچا ته کليدګانې وروسپارلې».  [۱۰]

وروستۍ منځنۍ پېړۍ (۱۳۰۰ – ۱۵۰۰ ز)[سمول]

په وروستيو منځنيو پېړيو کې د سينا سېنټ کترين “Saint Catherine of Siena” او د اوېلا سينټ تيريسا “Saint Teresa of Avila” په څېر ښځو د ديني نظرياتو په وده او د کليسا دننه بحث کې د پام وړ ونډې ولوبولې او وروسته د رومن کاتوليک کليسا ډاکترانې “Doctors of the Roman Catholic Church” اعلان شوې. د نوروېچ راهبه جولين “Julian of Norwich” هم په انګلېستان کې د پام وړ وه. [۱۱]

د کاستايل لومړۍ ايزابيلا “Isabella I of Castile” له خپل مېړه د اراګون دويم فرديناند “Ferdinand II of Aragon” سره ګډه پاچاهي اداره کړه او د ارک جان “Joan of Arc” د سل کلنې جګړې “Hundred Years’ War” پر مهال بېلابېلو موکو باندې په برياليتوب سره د فرانسوي فوځ مشري وکړه.

کرسټين ډي پيزان “Christine de Pizan” د ښځو د موضوعګانو په اړه د وروستيو منځنيو پېړيو يوه نامتو ليکواله وه. د «د مېرمنو د ښار کتاب:Book of the City of Ladies” په نوم کتاب يې د ښځو پر وړاندې کرکې يا توپيري چلند باندې بريد وکړ، په داسې حال کې چې «د مېرمنو د ښار خزانه :The Treasure of the City of Ladies» په نوم کتاب يې د ژوند له ګامونو څخه د ښځو لپاره د ښځينه غوره والي يوه نظريه څرګنده کړه، چې له شهزادګۍ څخه تر بزګرې مېرمن پورې لړۍ جوړوي. شهزادګۍ ته د نوموړې سلا د جګړې د مخنيوي په موخه د ديپلوماتيکو مهارتونو د کارونې سپارښتنه ده: [۱۲]

«که چېرې کوم ګاونډي يا باندنی شهزاده د کوم دليل له مخې د نوموړې د مېړه پر وړاندې د جګړې کولو هيله لري، يا که چېرې د هغې مېړه په بل چا د جګړې کولو هيله لري، نو ښه مېرمن به دا ټکی په پوره پام سره ذهن کې ونيسي، چې لويې بدۍ او بې پايه ظلمونه د جګړې په پايله کې هېواد ته ويجاړي، عام وژنه او زيان رسوي او وتنۍ يې زياتره وخت ډارونکې ده. هغه به سخت او اوږد فکر وکړي، چې ايا تل د خپل مېړه د عزت ساتلو لپاره د جګړې د مخنيوي په موخه کوم څه کولی شي. [۱۳]

د منځنۍ دورې له وروستۍ پېړۍ څخه راوروسته د ښځو پر کارونو باندې د بنديزونو لګول پيل شول او د ګډو ګټو د ساتنې ټولنې په زياتېدونکي ډول يوازې نارينه پلوې شوې. ځيني لاملونه ښايي د يادو ټولنو پورته کېدونکی دريځ او سياسي ونډه او له کورنيو صنعتونو سره زياتېدونکې سيالي وو، چې ټولنې يې د خپل غړيتوب غوښتنو سختولو ته وهڅول. [۱۴]

واده[سمول]

د منځنيو پېړيو واده خصوصي او ټولنيزه موضوع وه. د کانون قانون “canon law” په نوم د کاتوليک کليسا قانون له مخې واده د مېړه او مېرمنې تر منځ يوه کلکه ځانګړې اړيکه وه، چې مېړه ته يې په اړيکه کې ټول واک او ځواک ورکاوه. مېړه او مېرمن ملګري وو او د حضرت ادم عليه السلام او بي بي حوا څرګندونکي ګڼل کېدل. که څه هم مېرمنو بايد خپلو مېړونو ته واک سپارلی وی، مګر لا يې هم خپلو وادونو کې حقونه درلودل. مکدوګال د چارلس ريډ له هغه دليل سره همغږی دی، چې نارينه او ښځې دواړو د واده او جنس په اړه ګډ حقونه درلودل، چې په دې ډول دي: «د واده لپاره د خوښۍ يا رضايت حق، د واده پور [مهر؟] يا جنسيتي دندې حق د غوښتلو حق، هغه وخت د واده د پرېښودلو حق چې ګومان کوي واده يې بې اعتباره دی او يا د بېلتون لپاره نور دلايل ولري او په پای کې د ښخولو لپاره د خپل ځای د غوره کولو حق. مړينه هغه ټکی دی، چې د خپل مېړه يا مېرمنې له بدن څخه د يو مېړه يا مېرمنې مالکيت په کې پای ته رسېږي. [۱۵][۱۶]

سرچينې[سمول]

  1. Allen 2006a، ص. 6.
  2. Pat Knapp and Monika von Zell, Women and Work in the Middle Ages.
  3. Pat Knapp and Monika von Zell, Women and Work in the Middle Ages.
  4. Schaus 2006، ص. 44.
  5. Schaus 2006، ص. 13.
  6. Shahar 2004، ص. 34.
  7. Classen 2007، ص. 128.
  8. Schaus 2006، ص. 561.
  9. Schaus 2006، ص. 337.
  10. Innocent III, Epistle, 11 December 1210
  11. "Saint Catherine of Siena | Biography, Facts, Miracles, & Patron Saint Of | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Allen 2006b، ص. 646.
  13. de Pizan 1405.
  14. Erler او Kowaleski 2003، ص. 198.
  15. McDougall 2013, p. 165
  16. McDougall 2013, p. 164