ښځې د محاسبې په برخه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کمپيوټر يا محاسبې په برخه کې ښځې د شلمې پيړۍ په لومړيو کې د کمپيوټر پرواګرامونو جوړوونکو لومړنيو مېرمنو له منځه وې او په صنعت کې يې د پام وړ مرسته وکړه. دا چې تکنالوژي او طریقې يا کړنلارې بدلې شوې دي، د پروګرام جوړوونکو په توګه د ښځو رول بدل شوی او د دې برخې ثبت شوی تاريخ د دوی لاسته راوړنې کمې کړې دي.

له اتلسمې پيړۍ راهيسې، د هالي لکۍ لرونکو ستورو (Halley's Comet) په اړه د نيکول ريين ليپاټ (Nicole-Reine Lepaute) د وړاندوينې او د زهره د حرکت په اړه د ماريا مېتچل (Maria Mitchell) د محاسبې په ګډون، مېرمنو ساينسي محاسبې رامينځته کړې دي. لومړنی الګوريتم چې وار له مخه د کمپيوټر په وسیله سرته رسېږي، د دې برخې د مخکښ اډا لوليس (Ada Lovelace) په واسطه ډيزاین شوی و. ګرېس هاپر (Grace Hopper) لومړنی شخص و، چې د پروګرام ليکلو ژبې لپاره يې راټولوونکی يا (compiler) ډیزاینر کړ. په ۱۹مې پېړۍ او د شلمې پېړۍ په پيل او بيا تر دويمې نړيوالې جګړې پورې پروګرام ليکنه، د هارورډ کمپيوټرونو (Harvard Computers)، په بلچلي پارک کې شفر ماتونه (Code breaking) او په NASA کې انجينري د پام وړ بېلګو په توګه، په عمده ډول د ښځو په واسطه تر سره شول.

له ۱۹۶۰ز لسيزې څخه وروسته "نرم کار" چې د ښځو تر واک لاندې و، عصري نرمغالي (Software) ته وده وکړه او د ښځو اهميت لږ شو. د جنسیت توپير او د شلمې پېړۍ له وروستيو راهيسې د کمپيوټر په برخه کې د مېرمنو کمښت ازمويل شوی دی، مګر هېڅ څرګند توضيحات نه دي رامينځته شوي. سره له دې، زياتره ښځو د معلوماتي ټکنالوژۍ په صنعت کې د پام وړ او مهمې ونډې جوړولو ته دوام ورکړ او په صنعت کې د جنسيتي توپير په اړه د خبرې کولو لپاره هڅې وشوې. په ۲۱مه پيړۍ کې مېرمنو، په ځينو ټکنالوژيکي شرکتونو کې، لکه: ميګ ويټمن (Meg Whitman) د هيولټ پيکارډ تصدۍ (Hewlett Packard Enterprise) مشره او اجرائیوي رئیسه او ماريسا ماير (Marissa Mayer) د ياهو (Yahoo!) مشره او اجرائیوي رئیسه او په ګوګل (Google) کې د کليدي وياندې په توګه د مشرتوب ونډې تر لاسه کړې.

تاريخچه[سمول]

۱۷۰۰ لسيزه[سمول]

نيکول ـ ريين ایټي بل ډي لا برېير ليپاوټ (Nicole-Reine Etable de la Brière Lepaute) د انساني کمپيوټرونو [د برېښنايي کمپيوټرونو د رامنځته تګ څخه وړاندې، هر هغه څوک چې د حساب اومحاسبې اړوند دندې به يې درلودلې؛ انساني کمپيوټر يا هيومن کمپيوټر اصطلاح ورته کارېدله] له ډلې څخه و، چې د اليکسس ـ کلاوډ کليراوټ (Alexis-Claude Clairaut) او جوزف-جيروم لي فرانسيس ډي لالانډ (Joseph-Jérôme Le Français de Lalande) سره يې کار کاوه ، چې د هيلي لکۍ لرونکو ستورو (Halley's Comet)[لنډ لکۍ لرونکي ستوري دي، چې په هرو ۷۵ – ۷۶ کلونو کې له ځمکې څخه د ليدلو وړ وي] د بېرته راستنېدو اټکل کړی دی. دوی په ۱۷۵۷ ز کې د ټوله ورځ او ځينې وختونه، ان د ډوډۍ خوړلو په وخت کې په کار کولو سره د محاسبو کار پيل کړ. د دوی مېتودونه، د پرله پسې انساني محاسبانو په واسطه تعقيب شوي. دوی لویي محاسبې په "خپلواکو برخو" ووېشلې، د هرې برخې پايلې يې په وروستي محصول کې راټولې کړې او بيا يې د تېروتنو لپاره وکتلې. ليپاوټ (Lepaute) په خپل پاتې ژوند کې کمپيوټري کار يا محاسبې ته د کاناسنس ډيس ټيمپس (Connaissance des Temps) لپاره په کار کولو او د لمريز تتوالي يا کسوف او خسوف د وړاندوينې په خپرولو سره دوام ورکړ.[۱][۲][۳][۴]

۱۸۰۰ لسيزې[سمول]

د امريکا د سمندري جنترۍ لپاره يو له لومړنيو محاسبينو څخه ماريا ميچل (Maria Mitchel) وه. د نوموړې دنده، د زهره سيارې د حرکت محاسبه وه. جنتري هېڅکله نه ده حقيقت شوې، مګر مچل (Mitchell) په ويسار (Vassar) کې د ستورپوهنې لومړنۍ پروفيسره شوه.[۵][۶][۷]

اډا لوليس (Ada Lovelace) لومړنی شخص و، چې يو الګوريتم [هغه پروسه يا د قوانينوټولګه چې په محاسبه يا د پوښتنو د حل کولو په عمليو کې په ځانګړي ډول کمپيوټر کې کارول کېږی] يې خپور کړ، چې وار له مخه د عصري کمپيوټر په واسطه د اجرا کېدو لپاره مشخص شوی و. تحليلي ماشين د چارلس بابج(Charles Babbage) په واسطه رامينځته شو. د پايلې په توګه: هغه زياتره وخت د کمپيوټر لومړنۍ پروګرامره (پروګرام ليکوونکې) ګڼل کېږي. لوولېس (Lovelace) ۱۷ کلنه وه، چې د بابېج (difference engine) [هغه خودکار ميخانيکي د حساب ماشين دی، چې د پولينيمي توابعو د ترتيبولو لپاره ډيزاېن شوی دی] ته معرفي شوه. هغې په ۱۸۴۰ز کې بابېج ته وليکل او د هغه په ​​لومړني ماشين کې برخه اخيستلو غوښتنه يې وکړه. په دې وخت کې بابېج خپلې هغې مفکورې ته مخه وکړه، چې د تحليلي انجن په اړه وه. يوه مقاله نوشنز سر لا ماشين تحليل (Notion sur la machine analytique) چې د ال اف مينابريا (L.F. Menabrea) له خوا خپره شوه او تحليلي انجن يې تشرېح کاوه، د لووليس (Lovelace) پام ته راغله. لوولېس (Lovelace) نه يوازې دا مقاله انګليسي ته وژباړله؛ بلکې د مينابریا (Menabrea) له خوا شوې تېروتنې يې هم سمې کړې. بابېج (Babbage) وړانديز وکړ چې، هغې د مقالې ژباړه په خپلو نظرياتو سره پراخه کړه، چې يوازې د هغې د نوښت(ابتکار) AAL سره چې "د بابېج د ليد پراخه ساحه يې ترکيب کړه"، په نښه شوې يا لاسليک شوې ده. لوولېس په ټولنه د تحليلي ماشين د احتمالي اغېزې د ډول تصور وکړ. نوموړې په دې اړه وضاحت ورکړ، چې انجن څنګه کولی شي دخولي (Input)، خروجي (Output)، پروسس او د معلوماتوزیرمهاداره کړي. هغې ځينې دلاېل هم  جوړ کړل، چې وښیي، انجن به څنګه په خپله، د (Bernoulli Numbers) برنولي عددونو [د منطقي عددونو يوه لړۍ ده، چې د شمېرنو په تيوري کې په مکرر ډول رامنځته کېږي او د سويسي او جاپاني رياضي پوهانو په وسیله کشف شوي دي] محاسبه اداره کړي. ذکر شوي دلایل يا ثبوتونه، د کمپيوټر پروګرام لومړنۍ بېلګې ګڼل کېږي. لووولېس (Lovelace) د خپل ژوند په اوږدو کې د هغې په کار کې خپله ونډه کمه کړه. لکه: د دې لپاره چې په درواغو يا غرور تورنه، نه شي، نوموړې له AAL سره د هغې د ونډې په لاسليک کولو کې خپله ونډه کمه کړه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

له کورنۍ جګړې څخه وروسته په متحده ايالاتو کې ډېرې ښځې د انساني کمپيوټر [مخکې له دې چې برېښنايي کمپيوټرونه جوړ شي، هغه چا ته چې رياضيکي محاسبې به يې تر سره کولې انساني کمپيوټر ويل کېدل] يا په لنډ ډول د محاسب په توګه وګمارل شوې. د دې مېرمنو له ډلې ډېری د جګړې کونډې وې، چې د ځان د ملاتړ لپاره يې لارې لټولې. نورې مېرمنې هغه وخت وګومارل شوې، چې حکومت د نارينه وو د کمښت له امله ښځو ته د دندې د اشغالولو لپاره پوسټونه پرانيستل.[۱۹]

انا وينلاک (Anna Winlock) په ۱۸۷۵ ز کال د هارورډ د څارنې لپاره د محاسبې کېدلو غوښتنه وکړه او د يوه ساعت په ۲۵ پيسو کار کولو لپاره وګومارل شوه. اډوارډ چارلس پيکرينګ (Edward Charles Pickering) په ۱۸۸۰ز کې په هارورډ کې د هغه لپاره د کار کولو په موخه څو مېرمنې ګومارلې وې. پيکرينګ پوهېده چې مېرمنې هم د نارينه وو په څېر کار کولی شي او همدارنګه، هغه کولی شي، له دې مېرمنو وغواړي چې په وړيا (رضاکارانه) او يا په لږه تنخوا کار وکړي. هغه ښځې چې د "پيکرينګ حرمسرای" او د هارورډ محاسبانو په نوم یادېږي، دوی د منشي توب اړوند هغه کارونه تر سره کول، چې نارينه کارکوونکو او پوهانو د يوه سړي د ګومارلو د لګښت په يوه برخه کې ستومانه کوونکي ګڼل. هغو ښځو چې د (Pickering) لپاره کار کاوه، شاوخوا لس زره ستوري يې لېست کړي دي، د هارس هيډ نيبولا (Horsehead Nebula) کشف او د ستورو د تشرېح کولو سیستم  يې رامينځته کړ. د محاسبانو له ډلې اني جمپ کينن (Annie Jump Cannon) وکولی شول، په يوه دقيقه کې د درېو ستورو په اندازې سره ستوري طبقه بندي کړي. د (Pickering) لپاره کار دومره مشهور شو، چې ان هغه وخت چې محاسبانو ته تنخواه هم ورکول کېده، ښځو په خپله خوښه وړيا کار کاوه. که څه هم دوی مهمه ونډه ترسره کړه، مګر د هارورډ محاسبانو ته د فابريکې د کارکوونکو په نسبت لږه تنخواه ورکړل شوه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

تر ۱۸۹۰ ز لسيزې پورې ښځينه محاسبانې د کالج فارغانې وې. دوی د خپلو زده کړو په ګټوره توګه کارولو په موخه، د دندو په لټه کې وې. فلورېنس ټيب ويلډن (Florence Tebb Weldon) د دې ډلې يوه برخه وه، چې له خپل مېړه ډبليو اف رافايل ويلډون (W.F. Raphael Weldon) سره په کار کولو سره يې، د بيولوژي اړوند محاسبې او د تدريجي تکامل شواهد چمتو کړل. د فلورېنس ويلډن (Florence Weldon) محاسبې ښودل، چې د ډاروين د تکامل تيوري د ملاتړ لپاره احصائيه کارول کېدای شي. يوه بله انسان کمپيوټر (محاسبه) چې په بيولوژي کې بوخته وه، هغه اليس لي (Alice Lee) وه، چې له کارل پيرسن (Karl Pearson) سره يې کار کاوه. پيرسن د نيمې ورځ کار لپاره په خپل بايوميټريک لابراتوار کې دوه خويندې بييټراېس (Beatrice) او فرانسس کېو براون کيو (Frances Cave-Brown-Cave) وګمارلې‎.[۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

۱۹۱۰ ز لسيزې[سمول]

د لومړۍ نړيوالې جګړې په بهیر کې کارل پيرسن (Karl Pearson) او د هغه بايیومټریک لابراتوار د بریتانیا د وسلو وزارت لپاره د بالستيک [د توغېدونکو شيانو] حسابونو په توليد کې مرسته وکړه. د بيټريس کېو - براون - کېو (Beatrice Cave-Browne-Cave) د بم د ګوليو د مسير په محاسبه کې مرسته وکړه. په ۱۹۶۱ ز کې کېو براون کېو  (Cave-Brown-Cave) د پيرسن (Pearson) دنده پرېښوده او د وزارت لپاره يې پوره وخت کار پيل کړ. په ۱۹۱۸ز کې په متحده ايالاتو کې ښځينه محاسبانې د بالیستیک حساب کولو لپاره، د واشنګټن مال (Washington Mall) په يوه ودانۍ کې وګمارل شوې. د دې ښځو له ډلې يوه يې مېرمن اليزابيت ويب ويلسن (Elizabeth Webb Wilson) د محاسبانو د مشرې په توګه کار وکړ. له جګړې څخه وروسته، هغو مېرمنو چې د متحده ايالاتو د حکومت لپاره يې د بالیستیک محاسبانو په توګه کار کاوه، د محاسبې په برخه کې د دندې موندلو ستونزه درلوده او ولسن (Wilson) په پای کې د لېسې رياضي تدريس کړه.[۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. Grier 2013، ص. 24.
  2. Grier 2013، ص. 25.
  3. Grier 2013، ص. 20-21.
  4. Grier 2013، ص. 16.
  5. Grier 2013، ص. 71.
  6. Grier 2013، ص. 62.
  7. Grier 2013، ص. 61.
  8. Fuegi, J.; Francis, J. (2003). "Lovelace & Babbage and the creation of the 1843 'notes'". Annals of the History of Computing. 25 (4): 16–26. doi:10.1109/MAHC.2003.1253887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Phillips, Ana Lena (November–December 2011). "Crowdsourcing gender equity: Ada Lovelace Day, and its companion website, aims to raise the profile of women in science and technology". American Scientist. 99 (6): 463. doi:10.1511/2011.93.463. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په December 10, 2012 باندې). Ada Lovelace honoured by Google doodle.
  11. Smith 2013، ص. 5.
  12. Evans 2018، ص. 21.
  13. Evans 2018، ص. 20.
  14. Evans 2018، ص. 19-20.
  15. Evans 2018، ص. 19.
  16. Evans 2018، ص. 18.
  17. Evans 2018، ص. 16.
  18. Evans 2018، ص. 17.
  19. Grier 2013، ص. 81.
  20. Sobel 2016، ص. 105.
  21. Evans 2018، ص. 23.
  22. Sobel 2016، ص. 13.
  23. Grier 2013، ص. 82.
  24. Grier 2013، ص. 110.
  25. Grier 2013، ص. 112.
  26. Grier 2013، ص. 107.
  27. Grier 2013، ص. 103.
  28. Grier 2013، ص. 106.
  29. Grier 2013، ص. 152.
  30. Grier 2013، ص. 131.
  31. Grier 2013، ص. 138.
  32. Grier 2013، ص. 139.
  33. Grier 2013، ص. 130.