ژبژغورنې ملی غورځنګ افغانستان کې د ژبنیزې مبارزې تر ټولو ستر ولسي غورځنګ چې له لسګونو کلونو یې توکمونو هیله لرله.

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژبژغورنې ملی غورځنګ افغانستان کې د ژبنیزې مبارزې تر ټولو ستر ولسي غورځنګ چې له لسګونو کلونو یې توکمونو هیله لرله.

کله، ولې او کومو موخو لپاره د ژبژغورنې ملي غورځنک رامنځته شو؟ اَیا شخصي، سیاسي، تجاري ګټو یا که د خپلې مورنۍ ژبې بډایښت، ودې او لوی هېواد کې د بشپړ ژبنیز انډؤل لپاره جوړ شوی؟ لاسته راوړنې يې څه دي، ژبژغورنې ملي غورځنګ کومې کړنچارې، کړنلارې او موخې څاري؟

د ژبژغورنې غورځنګ د اړتیا پر بنسټ په ١٣٩٤ کال کې د ابوبکرځلاند له خوا رامنځته شو. د دغې مبارزې د لا انسجام او چټکتیا په موخه په بګراميو کې د یوې سترې ټولیزې غونډې په رابللو سره چې ګڼ شمېر لیکوالان، ژباړن، خبریالان، د پوهنتونونو ښوونکي, ټولنچاري/مدني فعالان او نور د قلم خاوندان راغلي ول او د یو چتر لاندې يې د دغې مبارزې د بنسټ اېښودو سلا وکړه. ورپسې نورې پرلپسې غونډې وشوې، دغه احساس څخه زرګونه ځوانان او فعالان خبر شؤل، او د ژبژغورنې ملي غورځنګ سره یې لېوالتیا وموندله. د غورخنګ د ودې په موخه لسګونو ولایاتو کې غونډې وشوې، او لږ وخت کې یې ډېرې لاسته راوړنې راخپلې کړې. ژبژغورنې ملي غورځنګ په کابو ۲۵ ولایاتونو کې څانګې پرانیستې او هرې څانګې کې تر ۱۰۰ او له هغه زیاتو مبارزو فعالو غړو ونډه واخیسته او ډېر هېوادوالو ترې ملاتړ وکړ، د والیانو او رئیسانو په ګډون یې ترڅنګ کلک ودرېدل. زموږ د دغه غورځنګ بنسټیزه موخه یواځې پښتو ژبه له نورو ژبو سره سیاله او بیا اداري، رسمي، پوهنیزه، زدکړیزه، سوداګریزه او رسنیزه ژبه کول دي. دا ستر غورځنګ د پښتو ژبې نه شتون لپاره پرانېستل شوی، یانې پښتو د افغانستان لمړنۍ او د ۷۰% توکم ژبه ده او ډېر راز - راز قومومه پرې خبرې اترې کوي خو پښتو ژبه په وزارتونو، ریاستونو، دفترونو، اداري چارو، بانکونو، پلورنځیو، لیکدړو، پنځېدونکو توکو او نورو اړوندو شیانو کې يې شتون نه درلود او ترې بې برخې پاتې شوې وه. خو له نېکه مرغه د ژبژغورنې ملي غورځنګ پرانېستل شو چې خپله پښتو مورنۍ ژبه شتمنه او په پښو باندې يې ودروي او د نړۍ ګوټ - ګوټ ته يې ور وپېژني او نورو ژبو سره يې هم پرتله کړي. د یاد غورځنګ بنسټګر ښاغلي ځلاند، غړو او ملاتړ کوونکو پښتو ژبې ته ډېره مبارزه وکړه چې آن پښتونخوا او له هېواده بهر یې نوم وګړو ته ورپېژند او اوس هم مبارزې يې لا روانې دي. دا غورځنګ کومه سیاسي او سوداګریزه انتفاعي موخې نه لري، یواځې او یواځې د دې لپاره پرانېستل شوی چې خپله مورنۍ ژبه نومیالۍ او اوڅاره کړي. دا هغه غورځنګ ده چې څو کلنو راهیسې د ستر پښتون توکم ورته هیله وه اوس خپلو خلکو ژبې او توکم ته په چوپړ کې دی. دا هغه غورځنګ دی چې له برکته یې پښتو ژبه د لیکلو او هم ویناوو له مخې یواځې په افغانستان کې نه بلکې په نورو باندېنیو هېوادونو کې هم ډېر سلنه وپېژندل شوه. پښتو ژبه ډېر سلنه د لیکلو له مخې په اداري کارونو کې بې برخې وه یانې ۹۷ سلنه ادارې کارونه، عرېضې، لیکنې او همداسې نور اړوند شیان یواځې ​​​​په دري ژبې لیکل کېدل، خو نن له نېکه مرغه اوس ډېر سلنه پښتو ژبه هم ور زیاته شوې ده. پښتو ژبه چې په وزارتونو, بانکونو, دفترونو، ریاستونو، پلورنځیو، پنځېدونکو توکو او همدارنګه نورو اړوندو توکو په لیکدړو کې بې برخې وه، خو نن له نېکه مرغه څو سلنه له دوی له برکته ور زیاته شوې ده او نوره به هم ور زیاته شي. دا داسې یو غورخنګ ده چې یواځې خپل توکم ته نه بلکه نورو خلکو ورځنۍ ستونزې يې هم د حکومت دروازې او چارواکو پورې رسولي او که اړتبا شوه دري، ازبکي، پشۀیي او نورو ژبو حق به هم اخلي. ژبژغورنې ملي غورځنګ ډېرې لاسته راوړنې لري، خو که دلته يې یادې کړو، نو لیکنې اوږدې کېږي. ټولو هېوادوالو څخه مې دا غوښتنه ده چې د ژبژغورنې ملي غورځنګ څخه ملاتړ او ترڅنګ يې کلک ودرېږي، مثبتو کړنو ته يې درناوی او هرکلی وکړي. موږ نه کومې ژبې سره تعصب لرو او نه يې ورسره کوو. موږ يواځې خپلې ژبې او توکم ته چوپړ کوو. څنګه چې موږ او تاسو باندې خپله مور حق لري، هماغسې مورنۍ ژبه هم پر موږ حق لري، باید حق يې ورکړو.


ژبژغورنې ملي غورځنګ لاندې کړنلارې او موخې څاري:

۱. پښتو ژبه په هرې ادارې کې باید له دري ژبې سره یو ځای وکارول شي. ۲. پښتو ژبه موږ په رسنیو او ټولنیزو پاڼو کې غواړو. ۳. باید پښتو ژبې ته داسې ونه ویل شي، ګوندې من به زبان پشتو صحبت نمیتوانم. ۴. پښتو باید ښوونیزه او پوهنیزه ژبه شي، یانې د ښوونځي او پوهنتون د نصاب ژبه شي. ۵. پښتو ژبې باندې باید اداري مکتبونه، عریضې/غوښتنلیکونه، مننلیکونه، سپارښتنلیکونه، ستاینلیکونه ولیکل شي. ۶. دلته هره کمپني باید سوداګریزو توکو کې پښتو ژبه ور زیاته کړي. ۷. پښتو ژبه باید په پلورنځیو، د هټيو لیکدړو، سوداګریزو پنځېدونکو توکو او نورو اړوندو څیزونو کې ور زیاته شي. ۸. پښتو باید د ممبر او د مسجد ژبه شي. ۹. باید د پوهنیزو څیړنو او پلټنو ژبه شي. ۱۰. باید د رسنیو ژبه شي.