منځپانگې ته ورتلل

ډېوېډ چام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډېوېډ لي چام (۱۹۵۵م کال کې زېـږېدلی) يو امريکايي کمپيوټرپوه، کوډپوه او مخترع دی. هغه د کوډپوهنې او د محرمیت ساتونکو ټکنالوژیو له مخکښانو څخه شمېرل کېږي، همداراز په پراخه توګه د ډيجېټلي نغدو پيسو د اختراع کوونکي په توګه هم پېژندل شوی دی. د هغه د ۱۹۸۲م کال علمي رساله ( تر دې سرلیک لاندې: کمپيوټري سيستمونه چې د يو بل پر وړاندې د شکمنو ډلو له خوا جوړېـږي او ساتل کېـږي) د بلاکي ځنځیر د پروټوکول تر ټولو لومړنی پېژندل شوی وړانديز بلل کېږي. په دې رساله کې د پروټوکول د پلي کولو بشپړ کوډ هم شامل و، هغه په دغه رساله کې نږدې ټول هغه بنسټيز عناصر وړانديز کړي وو چې وروسته د بیټ کوین په سپين ‌ليک کې تشريح شول. چام ته د انلاين پټوالي پلار او د کریپټو اسعارو د روحاني پلار لقبونه ورکړل شوي.[۱][۲][۳]

چام د اي کېش د جوړولو له امله هم پېژندل کېږي، اي کېش د نغدې پیسو يو داسې برېښنايي سیسټم و چې د کاروونکي هویت یې پټ ساته. سربېره پر دې، هغه ګڼ شمېر مهم کوډيز پروټوکولونه ( د ړوند لاسلیک پروټوکول، ګډوډ کوونکي پروټوکول، د ډوډۍ خوړونکو کوډپوهانو د ستونزې پروټوکول) هم اختراع کړي. په ۱۹۹۵م کال کې، د هغه شرکت ډیجي کېش د اي‌ کېش په نوم د نړۍ لومړنی ډيجېټلي اسعار جوړ کړ. د چام هغه علمي مقاله ( تر دغه عنوان لاندې: نه‌ تعقيبېدونکې برېښنالیک، بېرته ستنېدونکې پتې او ډيجېټلي مستعار نومونه) چې په ۱۹۸۱م کال کې خپره شوه، د بې نومه اړیکو د څېړنې بنسټ کېښـود.  [۴][۵]

په ۲۰۲۰م کال کې چام د ایکس ایکس نیټورک بنسټ کېښود، دا نیټورک د محرمیت پر بنسټ ولاړ د بلاکي ځنځیر یو پلټفارم دی. نوموړي په ۲۰۲۱م کال کې د ایکس ایکس کوین په نوم داسې ډیجیټلي پیسه جوړه کړه، چې د کاروونکو محرمیت پیاوړی کوي او د کوانټمي بریدونو پر وړاندې مقاومت لري. [۶][۷]

ژوند او مسلک

[سمول]

ډېوېډ چام د امريکا د کاليفورنيا ايالت د لاس ‌انجلس ښار په يوه يهودي کورنۍ کې وزېږېد. هغه په ۱۹۸۲م کال کې په برکلي کې د کاليفورنيا پوهنتون څخه د کمپيوټر ساينس دوکتورا واخيسته. په همدې کال یې د کوډپوهنې د څېړنې نړيواله ټولنه جوړه کړه، دا ټولنه تر نن ورځې پورې د کوډپوهنې علمي کنفرانسونو تنطیموي. تر فراغت وروسته هغه د نيويارک پوهنتون د سوداګرۍ په پوهنځي کې او د کاليفورنيا د سانتا باربرا پوهنتون کې تدريس پیل کړ. سربیره پر دې هغه د هالېنډ د رياضياتو او کمپيوټر ساينس په ملي څېړنيز انستيتيوت کې د کوډپوهنې د څېړنې ډله هم جوړه کړه. په ۱۹۹۰م کال کې، هغه د ډیجي کېش په نوم د برېښنايي نغدو پيسو شرکت جوړ کړ.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

چام د ۱۹۹۵م کال د معلوماتي ټکنالوژۍ اروپایي جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۰۴م کال کې د نړیوالې څېړنیزې ټولنې غړي شو. همداراز په ۲۰۱۰م کال کې، په یوه نړیواله غونډه کې هغه د غوره ریاضي پوه جایزه ترلاسه کړه. په ۲۰۱۹م کال کې د هالېنډ د رياضياتو او کمپيوټر ساينس ملي څېړنيز انستيتيوت هغه ته د ډیجکسترا افتخاري لقب ورکړ. سربیره پر دې هغه په ۲۰۲۱م کال کې د لوګانو پوهنتون څخه افتخاري دوکتورا ترلاسه کړه. چام اوس مهال د لاس‌ انجلس ښار په شرمن اوکس سیمه کې اوسېږي[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د څېړنې مهمې ونډې

[سمول]

د والټ یا زېرمې سیستمونه

[سمول]

د نويو څېړنو له مخې، د چام د ۱۹۸۲م کال د برکلي علمي رسالې د کاري ثبوت پرته د بیټ کوین د بلاکي ځنځیر ټول عناصر وړاندیز کړي وو. د چام لخوا د زېرمو وړاندیز شوي سيستم د غوټو ترمنځ د ګډ حالت  رامنځته کولو، د بلاکونو په بڼه د تاريخ نښلولو او د معلوماتو د نه بدلېدونکي وخت ‌نښه کولو ميکانيزم بيانوي. په دې رساله کې د دې پروټوکول د عملي کولو کوډ هم وړاندې شوی و.[۲۰]

ډیجیټلي نغدې پیسې

[سمول]

چام د خوندي ډيجېټلي نغدو پيسو مخترع ګڼل کېـږي، دا خبره د هغه د ۱۹۸۳م کال له مقالې سرچينه اخلي. په همدې مقاله کې هغه د ړوند لاسلیک کوډيز اصل هم معرفي کړ. د چام دې نظريو د سايفرپانک خوځښت تخنيکي بنسټ جوړ کړ. د چام وړانديز کاروونکو ته اجازه ورکوله چې له بانک څخه ډيجېټلي پيسې واخلي او داسې يې ولګوي چې بانک يا بل هېڅ لوری يې تعقيب کولای نه شي. وروسته بیا هغه دا سيستم داسې پراخ کړ چې افلاین راکړې ورکړې هم پکې شونې شوي او دوه ځله لګښت په کې کشف کېده. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په ۱۹۹۰م کال کې، چام د ډیجي کېش په نوم یو شرکت د همدې نظريو د سوداګريز کولو لپاره جوړ کړ. دغه شرکت لومړۍ برېښنايي راکړه ورکړه په ۱۹۹۴م کال کې ترسره کړه، خو په ۱۹۹۸م کال کې دا  شرکت له مالي ستونزو سره مخ شو، له همدې امله چام په ۱۹۹۹م کال کې له دغه شرکت ووت.[۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د ډيجېټلي لاسلیک نوې بڼې

[سمول]

په ۱۹۸۲م کال کې، چام په خپله هغه علمي لیکنه کې چې د ډیجیټلي پیسو وړاندیز یې پکې کړی و، د ړندو لاسلیکونو (بې ‌نښې لاسلیکونو) مفکوره معرفي کړه. دغه ډول لاسلیک د یوې پیغام منځپانګه د لاسلیک مخکې پټوي، تر څو لاسلیک کوونکی ونه شي کولی منځپانګه وګوري. وروسته دا بې نښې لاسلیک د عادي ډیجیټلي لاسلیک په څېر د اصلي پیغام سره په عامه توګه تفتیش کېدای شي.[۲۹][۳۰]

په ۱۹۸۹م کال کې، چام او هانس وان انټورپن په ګډه د نه منونکو لاسلیکونو (بې ‌انکاره لاسلیکونو) مفکوره وړاندې کړه. دغه ډول لاسلیک د تفتیش یوه متقابله پروسه کاروي، په دې پروسه کې لاسلیک کوونکی کنټرول په خپل کې لاس لري او پخپله خوښه د لاسلیک تایید کوونکې انتخابوي. که چیرې لاسلیک کوونکي د تفتیش پروسې کې ګډون هم ونکړي، لاسلیکونه د اعتبار وړ ګڼل کېږي، پرته له چې یو لاسلیک کوونکی په ځانګړې توګه د رد پروسې له لارې وښيي چې دغه لاسلیک اصلي نه و.[۳۱][۳۲]

په ۱۹۹۱م کال کې، هغه د یوجین وان هایسټ سره یو ځای د ډله‌ ییزو لاسلیکونو مفکوره معرفي کړه، چې د یوې ډلې غړی کولی شي په پټه د ټولې ډلې په استازیتوب یو پیغام لاسلیک کړي. خو د ټاکل شوي ډلې مدیر ځواک لري چې د شخړو په صورت کې د هر لاسلیک کوونکي پټوالی لغوه کړي.[۳۳][۳۴]

بې نومه یا نامعلومه اړیکه

[سمول]

په ۱۹۸۱م کال کې، چام د یوې پټې ارتباطي شبکې وړاندیز وکړ. د دې شبکې نوم د میکس شبکه و، دغه شبکه یوه ډله لیږونکو ته اجازه ورکوي چې د پیغام کوډ شوی متن او د پیغام د ترلاسه کوونکې ادرس سرور ته واستوي. کله چې سرور د پیغامونو یوه ډله ترلاسه کړي، نو پیغامونه یې بېرته تنظیموي او ګډوډوي، څو یوازې همدغه سرور پوه شي چې کوم پیغام د کوم لیږونکي اړوند دی. بیا دغه ډله بل سرور ته واستول شي چې همدغه پروسه ترسره کړي. په پای کې، پیغامونه وروستي سرور ته رسیږي چیرې چې بشپړ تحلیل او ترلاسه کوونکي ته سپارل کېږي. همدارنګه چام په دې شبکه کې د پیغامونو د بېرته ترلاسه کولو میکانیزم هم وړاندیز کړی و. د میکس شبکې د ځینو ریمیلرونو اصلي بنسټونو دي، خو د عصري بې ‌نومه ویب براوزنګ وسایلو لکه تور لپاره مفهومي بنسټ دی. چام همداراز وړاندیز کړی چې هر راوټر باید په عملي ډول د تور نوډ په څېر جوړ شي.[۳۵][۳۶]

په ۱۹۸۸ کال کې، چام د بې ‌نومه اړیکو یوه بله بڼه معرفي کړه چې ډي سي نیټ نومېده، دغه بڼې د چام د ډایننګ کریپتوګرافرز ستونزه حل کوله. ډي سي نیټ په اصل کې د ډیسینټ سافټویر بنسټ جوړوي.[۳۷][۳۸]

په ۲۰۱۷م کال کې، چام د میکس شبکې د یوې نوې بڼې تفصیل خپور کړ. د دې شبکې ریښتینې تطبیق،  سي میکس نومېږي او په ایکس ایکس شبکه کې فعالیت کوي، د دې شبکې دا بڼه وروسته د فوری پیغام رسولو پلټفارم ایکس ایکس میسنجر لپاره د معلوماتو د لېږد طبقه شوه.[۳۹][۴۰]

د باور وړ انتخاباتي سیسټمونه

[سمول]

چام  د انتخاباتي سیسټمونو په خوندي کولو کې ګڼ شمېر مهمې لاسته راوړنې لري، چې پکې د لومړي ځل لپاره د یوې داسې سیسټم وړاندیز شامل دی چې د پیل څخه تر پای پورې تفتیش کېدای شي. دغه وړاندیز په ۱۹۸۱م کال کې د میکس شبکو د کارونې په توګه شوی و. په دې سیسټم کې د رایه ورکوونکو هر فردي رایه پټه ساتل کېده، خو هر چا کولی شو د رایو دقیقه شمېره وګوري او باوري شي چې ټولې رایې په سمه توګه شمیرل شوې دي. دغه او نورو لومړنیو کریپټوګرافیک انتخاباتي سیسټمونه دا فرض کړي و چې رایه ورکوونکي کولی شي په خپلو شخصي کمپیوټرونو کې د رایو شمېر پخپله محاسبه کړي. په ۱۹۹۱م کال کې، چام د باوري رایې په نوم یو سیسټم معرفي کړ، چې رایه ورکوونکو ته اجازه ورکوي له بې باوره انتخاباتي سیسټم څخه رایه ورکړي. دا پروسه اوس د کوډ رایې ورکولو په نوم پېژندل کېږي او په لرې واټن انتخاباتي سیسټمونو ( لکه ریموتګریټي او ډیموس) کې کارول کېږي.[۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

په ۱۹۹۴ کال کې، چام د لومړي ځل لپاره داسې انتخاباتي سیسټم معرفي کړ چې په ټاکنیز مرکز کې رایه ورکوونکو خپلې رایې په الکترونیکي ډول ورکولې، دغه سیسټم په کریپټوګرافیک ډول باوري کېده چې د مستقیمې ډیجیټلي رایې ماشین رایه نه ده بدله کړې او نه یې منځپانګه لوستې. په دې وروستیو کلونو کې، چام د کریپټوګرافي پر بنسټ د تفتیش وړ څو انتخاباتي سیسټمونه ( پریټ آ ووټر، پنچسکان، سکانټیګریټي) معرفي کړل چې د عادي کاغذي رایو تفتیش یې کاوه. د مریلینډ ایالت د تاکوما پارک ښار د ۲۰۰۹م کال د نومبر میاشتې په ټاکنو کې د سکانټیګریټي سیسټم وکاراوه. دا لومړی ځل و چې د عامه سکتور ټاکنې د کوم کریپټوګرافیک تفتیش وړ سیسټم په کارولو ترسره شوې.[۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

په ۲۰۱۱ کال کې، چام د انتخاباتو لپاره یو تصادفي سيسټم وړاندیز وکړ. په دې انتخاباتي سیسټم کې د رایه ورکوونکو څخه یوه تصادفي نمونه ټاکل کېږي، چې خپل هویت پټ ساتي او د ټولې رایه ورکوونکي ټولنې په استازیتوب رایې ورکوي.[۵۱][۵۲]

نورې ونډې

[سمول]

په ۱۹۷۹م کال کې، د برکلي پوهنتون د الکترونیک څېړنیز لابراتوار یوه راپور ( تر دې شمېرې لاندې:  یو سي بي/ ای ار ایل ایم ۷۹ /۱۰ ) خپور کړ، چې پکې چام د کریپټوګرافیک کیلي ګانو د تقسیمولو وړاندیز وکړ، څو بې باوره ډلې وویشل شي. دا مفکوره د اوسني  پټ شریکولو سیسټم لپاره بنسټیزه وه.[۵۳][۵۴]

په ۱۹۸۵م کال کې، چام د لومړي ځل لپاره د بې‌ نومه تصدیق سیسټم وړاندیز وکړ، چې کله ناکله د پخواني نوم سیسټم په نوم هم یادېږي. پدې سیسټم کې تصدیقونه د بېلابېلو پخوانیو نومونو په کارولو ترلاسه کېږي او ښودل کېږي، دغو نومونه له یو بل سره نه شي تړل کېدای.[۵۵][۵۶]

په ۱۹۸۸م کال کې، چام، ژیل براسارډ او کلود کریپو په ګډه یوه مقاله خپره کړه، په دې مقاله کې د صفر پوهې استدلالونه معرفي شول، د معلوماتو پر بنسټ د خوندي چینلونو ماډل وړاندې شو او د تعهد پروسې لومړنی رسمي تعریف وشو.[۵۷]

په ۱۹۹۱م کال کې، چام او توربن پېډرسن په ګډه د ډی ډی ایچ ټوپل د بیرته انکرېپشن د سم ثبوت ښودنه وکړه، چې په علمي ډګر کې ډېره کارېدونکې ده.[۵۸]

سربیره پر دې چام د یو مهم تعهد د پروسې په پرمختګ کې مرسته کړې، چې اکثره وخت دا کار پېډرسن ته نسبت کېږي. خو په حقیقت کې، پېډرسن پخپله په ۱۹۹۱م کال کې په یوه مقاله کې د یورجن بوس او چام د یوې نه خپرې مقالې یادونه کړې، چې د دغه سیسټم بنسټ جوړوي.[۵۹][۶۰]

په ۱۹۹۳م کال کې، چام او سټیفن برانډز په ګډه د فاصلې محدودولو پروټوکول مفکوره معرفي کړه. [۶۱]

په ۲۰۱۹م کال کې، چام د پنځم ایتیریم پرمختیايي کنفرانس ویناوال و، چې په جاپان کې ترسره شو.[۶۲]

د ۲۰۲۴م کال په جولاۍ کې، چام د ویټالیک بوترین ( د ایتیریم یو بنسټ اېښودونکی دی) سره د پلاسماکان په کنفرانس کې د محرمیت د راتلونکي په اړه په یوه پینل غونډه کې ګډون وکړ، دغه غونډه د جاپان په توکیو ښار کې د ملګرو ملتونو په پوهنتون کې ترسره شو.[۶۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Alan T. Sherman, Farid Javani, Haibin Zhang, Enis Golaszewski (January–February 2019). "On the Origins and Variations of Blockchain Technologies". IEEE Security & Privacy. 17 (1): 72–77. arXiv:1810.06130. Bibcode:2019ISPri..17a..72S. doi:10.1109/MSEC.2019.2893730. S2CID 53114747.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  2. Greenberg, Andy (January 6, 2016). "The Father of Online Anonymity Has a Plan to End the Crypto War". Wired Magazine. خوندي شوی له اصلي څخه په May 7, 2023. بياځلي په February 8, 2022.
  3. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  4. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  5. Greenberg, Andy (2012). This Machine Kills Secrets: How WikiLeakers, Cypherpunks, and Hacktivists Aim to Free the World's Information. Dutton Adult. ISBN 0525953205.
  6. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  7. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  8. Levy, Steven (2012). Crypto: How the Code Rebels Beat the Government--Saving Privacy in the Digital Age. Penguin Books. ISBN 9781101199466.
  9. Blanchette, Jean-François (2012). Burdens of Proof: Cryptographic Culture and Evidence Law in the Age of Electronic Documents. MIT Press. ISBN 026230080X.
  10. David Lee Chaum. "Computer Systems Established, Maintained and Trusted by Mutually Suspicious Groups." University of California, Berkeley, 1982. Archived 2023-05-10 at the Wayback Machine.
  11. Pitta, Julie (November 1, 1999). "کينډۍ:Usurped". Forbes.
  12. "On the Identity Trail - David Chaum: Bio". له اصلي څخه خوندي شوی په 2013-12-02. بياځلي په 2013-06-13.{{cite web}}: CS1 maint: unfit URL (link)
  13. Greenberg, Andy (2012). This Machine Kills Secrets: How WikiLeakers, Cypherpunks, and Hacktivists Aim to Free the World's Information. Dutton Adult. ISBN 0525953205.
  14. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  15. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  16. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  17. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  18. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  19. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  20. Alan T. Sherman, Farid Javani, Haibin Zhang, Enis Golaszewski (January–February 2019). "On the Origins and Variations of Blockchain Technologies". IEEE Security & Privacy. 17 (1): 72–77. arXiv:1810.06130. Bibcode:2019ISPri..17a..72S. doi:10.1109/MSEC.2019.2893730. S2CID 53114747.{{cite journal}}: CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  21. Chaum, David (1983). "Blind Signatures for Untraceable Payments" (PDF). Advances in Cryptology. Vol. 82. Boston, MA: Springer. pp. 199–203. doi:10.1007/978-1-4757-0602-4_18. ISBN 978-1-4757-0604-8. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2014-12-18. بياځلي په 2013-06-13.
  22. Arvind Narayanan: What Happened to the Crypto Dream?, Part 1 Archived 2019-10-29 at the Wayback Machine.. IEEE Security & Privacy. Volume 11, Issue 2, March–April 2013, pages 75-76, ISSN 1540-7993
  23. Chaum, David (October 1985). "Security without identification: transaction systems to make big brother obsolete". Communications of the ACM. 28 (10): 1030–1044. CiteSeerX 10.1.1.319.3690. doi:10.1145/4372.4373. S2CID 15340054. خوندي شوی له the original on 2024-04-19. بياځلي په 2024-08-21.
  24. Chaum, D.; Fiat, A.; Naor, M. (1990), "Untraceable electronic cash", Proceedings on Advances in Cryptology – CRYPTO '88, Lecture Notes in Computer Science, vol. 403, London, UK: Springer-Verlag, pp. 319–327
  25. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  26. "On the Identity Trail - David Chaum: Bio". له اصلي څخه خوندي شوی په 2013-12-02. بياځلي په 2013-06-13.{{cite web}}: CS1 maint: unfit URL (link)
  27. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  28. Greenberg, Andy (2012). This Machine Kills Secrets: How WikiLeakers, Cypherpunks, and Hacktivists Aim to Free the World's Information. Dutton Adult. ISBN 0525953205.
  29. Chaum, David (1983). "Blind Signatures for Untraceable Payments" (PDF). Advances in Cryptology. Vol. 82. Boston, MA: Springer. pp. 199–203. doi:10.1007/978-1-4757-0602-4_18. ISBN 978-1-4757-0604-8. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2014-12-18. بياځلي په 2013-06-13.
  30. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  31. Chaum, David; van Antwerpen, Hans (1990). "Undeniable Signatures". Advances in Cryptology — CRYPTO' 89 Proceedings. Lecture Notes in Computer Science. Vol. 435. pp. 212–216. doi:10.1007/0-387-34805-0_20. ISBN 978-0-387-97317-3.
  32. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  33. Chaum, David; van Heyst, Eugene (1991). "Group Signatures" (PDF). Advances in Cryptology – EUROCRYPT '91. Lecture Notes in Computer Science. Vol. 547. pp. 257–265. doi:10.1007/3-540-46416-6_22. ISBN 978-3-540-54620-7. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2023-05-13. بياځلي په 2023-05-13.
  34. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  35. Chaum, D. L. (1981). "Untraceable electronic mail, return addresses, and digital pseudonyms". Communications of the ACM. 24 (2): 84–90. doi:10.1145/358549.358563. S2CID 30340230. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2020-09-19. بياځلي په 2019-09-24.
  36. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  37. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  38. David Chaum (1988). "The Dining Cryptographers Problem: Unconditional Sender and Recipient Untraceability". Journal of Cryptology. 1 (1): 65–75. CiteSeerX 10.1.1.127.4293. doi:10.1007/BF00206326. S2CID 2664614. خوندي شوی له اصلي څخه په 2014-12-21. بياځلي په 2013-06-13.
  39. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  40. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  41. Chaum, D. L. (1981). "Untraceable electronic mail, return addresses, and digital pseudonyms". Communications of the ACM. 24 (2): 84–90. doi:10.1145/358549.358563. S2CID 30340230. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 2020-09-19. بياځلي په 2019-09-24.
  42. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  43. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  44. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  45. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  46. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  47. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  48. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  49. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  50. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  51. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  52. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  53. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  54. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  55. Chaum, David (October 1985). "Security without identification: transaction systems to make big brother obsolete". Communications of the ACM. 28 (10): 1030–1044. CiteSeerX 10.1.1.319.3690. doi:10.1145/4372.4373. S2CID 15340054. خوندي شوی له the original on 2024-04-19. بياځلي په 2024-08-21.
  56. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  57. Gilles Brassard, David Chaum, and Claude Crepeau, Minimum Disclosure Proofs of Knowledge Archived 2011-09-27 at the Wayback Machine., Journal of Computer and System Sciences, vol. 37, pp. 156–189, 1988.
  58. David Chaum and Torben P. Pedersen. 1992. Wallet Databases with Observers. In Proceedings of the 12th Annual International Cryptology Conference on Advances in Cryptology (CRYPTO '92), Ernest F. Brickell (Ed.). Springer-Verlag, London, UK, UK, 89-105.
  59. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  60. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  61. Stefan Brands, David Chaum: Distance-bounding protocols (extended abstract). Proceedings Eurocrypt '93.
  62. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.
  63. "Meet The Godfather Of Crypto, Who's Been Working On Digital Currency Since The Early 80s". Bloomberg News. May 27, 2019. خوندي شوی له اصلي څخه په 2022-03-05. بياځلي په 2022-03-05.