Jump to content

ډومینګو فوسټینو سارمینټو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډومینګو فوسټینو سارمینټو
ډومینګو فوسټینو سارمینټو
ډومینګو فوسټینو سارمینټو

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
اسونسيون   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت ارجنټاین   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
پوځي خدمت
وفاداري ارجنټاین   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
ډومینګو فوسټینو سارمینټو
ډومینګو فوسټینو سارمینټو

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډومینګو فوسټینو سارمینټو (۱۵ فبروري ۱۸۱۱ – ۱۱ سپټمبر ۱۸۸۸ زکال) ارجنټایني فعال، مفکر، لیکوال، دولتي چارواکی او د ارجنټاین دویم ولسمشر و. د هغه لیکنې له خبریالۍ نیولې تر ژوند لیک لیکلو، سیاسي فلسفې او تاریخ پورې د ژانرونو او موضوعاتو پراخ ډولونه په ځان کې رانغاړي. هغه د ۱۸۳۷ زکال د نسل (Generation of 1837) په نامه د روڼ اندو د ټولنې غړی و چې د ۱۹ مې پېړۍ په ارجنټاین باندې یې  د پام وړ اغېز درلود. هغه په ځانګړي ډول روزنیزو مسایلو ته پام کاوه او همدارنګه یې په سیمه ئیزو ادبیاتو مهم اغېز درلود.

سارمینټو په یوه بې وزله، خو په سیاسي چارو کې په فعاله کورنۍ کې را لوی شو چې د راتلونکو ګڼ شمېر لاسته راوړنو لپاره یې لار هواره کړه. له ۱۸۴۳ زکال څخه تر ۱۸۵۰ زکال پورې یې تر ډېره په تبعید کې ژوند وکړ او په چلي او ارجنټاین دواړو کې یې لیکنې وکړې. د هغه تر ټولو لویه ادبي لاسته راوړنه د فوکاندو (Facundo) په نامه ادبي اثر و چې په چلي کې یې د تبعید پر مهال په ال پروګرسو اخبار کې د کار کولو په ترڅ کې لیکلی و او په خوان مانوئل ده روساس باندې نقد و. دغه کتاب هغه ته پراخ ادبي معرفت وروبخښه. هغه خپلې هڅې او انرژي د دیکتاتوریو پر وړاندې په مبارزې په ځانګړې توګه له روساس سره په مخالفت ولګولې او روڼ اندې اروپا – هغه نړۍ چېرې چې د هغه له نظره دیموکراسي، ټولنیز خدمات او ځیرکانه نظریاتو ارزښت درلود – یې د ګائوچو او په ځانګړې توګه د کائودیلو له بربریت سره چې د ارجنټاین د ۱۹ مې پېړۍ بې رحمه واکمنان و؛ پرتله کړه.

سارمینټو هغه مهال چې له ۱۸۶۸ زکال څخه تر ۱۸۷۴ زکال پورې د ارجنټاین ولسمشر و، د ماشومانو او ښځو لپاره یې د زده کړو په ګډون له ځیرکانه تفکر او په لاتین امریکا کې یې له دیموکراسۍ دفاع وکړه. نوموړي همدارنګه له دغه فرصت څخه د ریل د سیسټم، پوستي سیسټم او جامع روزنیز سیسټم د پراختیا او نوي کولو په برخه کې ګټنه وکړه. هغه ګڼ شمېر کلونه په فدرال او ایالتي کچو کې د وزارت خونو د رول په اړه تېر کړل او د روزنیز سیسټم د ارزونې په موخه یې بهر ته سفرونه وکړل.

سارمینټو د ۷۷ کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله د پاراګوای په آسونسیون کې مړ شو. هغه په بونس آیرس کې خاورو ته وسپارل شو. نن ورځ نوموړي ته د یوه سیاسي مبتکر او لیکوال په توګه درناوی کېږي. میګل ډي اونامونو هغه د کاستیلیان نثر یو له لویو لیکوالانو څخه ګڼي.[۲]

د ارجنټاین ولسمشر، ۱۸۶۸ – ۱۸۷۴ زکلونه[سمول]

دومینګو فوسټینو سارمینټو له ۱۸۶۸ زکال څخه تر ۱۸۷۴ زکال پورې د ارجنټاین د جمهوریت د ولسمشر په توګه خدمت وکړ؛ ده په داسې حال کې د ولسمشرۍ چوکۍ خپله کړه چې د هغه څخه مخکني ولسشمر بارتولومه میتره ډېره هڅه وکړه چې بیاځلي ولسمشر شي. د ژوند لیک لیکونکي الیسون بانکلي په خبره: د هغه ولسمشرۍ «د ملت د محوري واک په توګه د متوسطې طبقې یا ځمکې لرونکو د راڅرګندېدو ښکارندویه وه. د ګائوچو دوره پای ته رسېدلې وه او د سوداګرو او مالدارانو دوره پیل شوی وه». سارمینټو د اساسي آزادیو د رامنځته کولو په لټه کې و او غوښتل یې د ټولو لپاره مدني امنیت او پرمختګ تضمین کړي؛ نه یوازې د محدودو کسانو لپاره. متحده ایالاتو ته د هغه سفر نوموړي ته د سیاست، دیموکراسۍ او ټولنیز جوړښت په اړه ګڼ شمېر افکار ورکړي و، په ځانګړې توګه هغه مهال چې نوموړی له ۱۸۶۵ زکال څخه تر ۱۸۶۸ زکال پورې هلته د ارجنټاین سفیر و.[۳][۴][۵][۶]

هغه نیو انګلنډ په ځانګړې توګه د بوسټون – کمبرېج سیمه په ځان باندې د ډېرو اغېزو سرچینه بلله او په یوه ارجنټایني ورځپانه کې یې ولیکل چې: نیو انګلنډ «د معاصر جمهوریت زانګو او د ټولې امریکا لپاره یو ښوونځی دی». د هغه په وینا: بوسټون د «معاصرې نړۍ مخکښ ښار او د اصلاح شویو پروتستانتانو جنت دی ... اروپا دې په نیوانګلنډ کې هغه ځواک په پام کې ونیسي چې په راتلونکي کې یې ځای نیسي». سارمینټو نه یوازې سیاسي نظریاتو، بلکې په ښارونو او صنعت باندې متمرکز اقتصاد ته یې د ارجنټاین د عمدتاً کرنیز اقتصاد په اړولو سره ساختاري نظریاتو ته هم وده ورکړه.[۷]

تاریخ لیکونکی ډیوېډ راک څرګندوي چې کادیلیسمو ته د پای ټکي اېښودلو سربېره په دولت کې د سارمینټو یو له اصلي لاسته راوړونو څخه د زده کړو ترویج کول و. هماغه ډول چې راک لیکي: «له ۱۸۶۸ څخه تر ۱۸۷۴ زکال پورې له ایالتونو سره د مرکزي حکومت روزنیزې مرستې څلور چنده زیاتې شوې». هغه ۸۰۰ روزنیز او پوځي مرکزونه جوړل چې په روزنیز سیسټم کې د پراختیا له امله ۱۰۰۰۰۰ ماشومانو کولای شول، ښوونځي ته لاړ شي. [۸]

نوموړي په ټولیزه توګه معاصر سازي پیل کړه، د زیربناو په برخه کې هغه د ارتباطاتو د پیاوړي کولو په موخه په ټول هېواد کې ۵۰۰۰ کیلومتره (۳۱۰۰ مایله) د ټلګراف مزي وغځول او دې ته یې لاره برابره کړه چې په بونس ایرس کې اداره وکولای شي، له ایالتي ادارو سره په اسانۍ اړیکه ونیسي؛ پوستي او د ریل سیسټمونه یې نوي کړل؛ هغه باور درلود چې سیمه ئیز او ملي اقتصاد نه جلا کېدونې اړیکې لري. له همدې یې لویې لارې، د ریل کرښه چې بونس آیرس ته پرې توکي راوړل کېدل او له لویې بریتانیا سره یې سوداګرۍ ته زمینه مساعده کوله، جوړ کړل. د هغه د ولسمشرۍ دورې تر پایه پورې د ۱۳۳۱ کیلومترو (۸۲۷ مایله) په اوږدو لویه لار جوړه شوې وه. په ۱۸۶۹ زکال کې هغه د ارجنټاین لومړنۍ ملي وګړ شمېرنه ترسره کړه.

په داسې حال کې چې سارمینټو له تاریخي پلوه ډېر ښه پېژندل شوی، خو هغه ډېر محبوب ولسمشر نه و. په واقعیت کې راک قضاوت کوي چې «په ټولیز ډول د هغه مدیریت ناهیلی کوونکی و». د هغه د ولسمشرۍ پر مهال ارجنټاین د پاراګوای پر وړاندې نه خوشحاله کوونکې جګړه پیل کړه؛ په ورته مهال وګړي له هغه په دې ناراضه و چې د چلي د ماژلان تنګي لپاره یې جګړه وه نه کړه. په داسې حال کې چې هغه د تولید کچه لوړه کړه، خو لګښتونه یې لوړ کړل او د هغه پر محبوبیت یې منفي اغېز وکړ. په دې سربېره د ژیړې تبې د وبا له امله بونس آیرس ته د ګڼ شمېر اروپايي کډوالو ورتګ او د کورنۍ جګړې د ګواښ زیاتوالي هم د هغه پر محبوبیت منفي اغېز درلود. په ورته مهال د سارمینټو ولسشمریزه دوره د بونس آیرس او ایالتونو ترمنځ د دوامدارې سیالۍ له مخې مشخصه کېږي. د پاراګوای پر وړاندې جګړه کې د سارمینټو زوی بللی (بچه خوانده) هم ووژل شو. سارمینټو له دې چارې څخه ډېر غمجن و او داسې انګېرل کېده چې هغه نور هېڅکله د تېر په څېر نه دی. [۹][۱۰]

د ۱۸۷۳ زکال د اګست په ۲۲ مه هغه مهال چې دوه ایټالوي انارشیستانو د هغه په مربي یا کوچ باندې ډزې وکړې، هغه له یو نا بریالي ترور څخه ژوندی ووت. هغوی د ریکاردو لوپر جورډان په نامه د فدارل کائودیلو له خوا استخدام شوی و. یو کال وروسته نوموړي په ۱۸۷۴ زکال کې خپله ولسمشري پای ته ورسوله او خپل ځایګی یې د پوهنې پخواني وزیر نیکولاس اویلانیدا ته پرېښود. [۱۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118751328  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Campobassi, José Salvador (1975). Sarmiento y su época, Volumen 1. Buenos Aires: Losada. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Rock 1985, p. 130
  4. Bunkley 1969, p. 449
  5. Crowley 1972, p. 20
  6. Obras, 31: 197, article written October 9, 1865, for El Zonda, Obras, 24: 71. JSTOR [this reference is very confusing; please clarify]
  7. Rock 1985, p. 130
  8. Felipe Pigna, "Domingo Faustino Sarmiento" Archived 15 February 2008 at the Wayback Machine.. El Historiador; Biografias. [this reference needs to be replaced by better ones; see talk page]
  9. Crowley 1972, p. 21
  10. Crowley 1972, p. 23
  11. Crowley 1972, p. 22