ډروتی ډې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډروتی ډې
ډروتی ډې
ډروتی ډې

د شخص معلومات
پيدايښت ۸ نومبر ۱۸۹۷[۱][۲][۳][۴][۵][۶]
نيويارک  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 29 نومبر 1980 (83 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نيويارک  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات[۷]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رکنیت د نړۍ صنعتي کارکوونکي[۸]  د (P463) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده خبريال[۸]
ليکوال[۹]
ټولنیز فعال[۸]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۰]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک انارشيزم  د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډروتی ډې (نومبر ۸، ۱۸۹۷ – نومبر ۲۹، ۱۹۸۰) یوه امریکايي ژورنالسټه، ټولنیزه فعاله او انارشیسټه وه او په ځوانۍ کې بېباکه وه خو وروسته بیا کاتولیکه عیسوۍ شوه خو خپل ټولنیز او انارشیسټي فعالیت يې پرې نښود. هغه ښايي د امریکايي کاټولیسټانو تر منځ تر ټولو پېژندل شوې سیاسي سختدریځې څېره وه. [۱۱][۱۲]

د "ډې" دین اړول د اوږد یوازیتوب (The Long Loneliness) په نوم د هغې د ۱۹۵۲ز کال په اټوبیوګرافۍ کې بیان شوی دی. ډې همدارنګه یوه فعاله ژورنالسټه وه او خپل ټولنیز فعالیت يې په لیکنو کې تشریح کړی دی. په ۱۹۱۷ز کال کې، هغه د الیس پاول د رایې حق غوښتونکي سوله ییز خاموش ساتونکي (Silent Sentinels) غورځنګ غړې وه او له همدې امله زنداني شوه. په ۱۹۳۰ لسیزه کې ډې د خپل ملګري او فعال پیټر ماورین سره یوځای د کاتولیک کارګرانو غورځنګ رامنځ ته کړ او هلته يې د یوه سوله غوښتوونکي غورځنګ په توګه هم له بې وزلو او بې کوره وګړو سره په مستقیم ډول مرسته کوله او هم يې په سوله ییزه توګه د دوی په استازولۍ مستقیم اقدام کاوه. هغې په مدني سرغړاوي لاس پورې کړ او په ۱۹۵۵، ۱۹۵۷ ز کلونو او بیا په پینځه اویا کلنۍ کې په ۱۹۷۳ز کال کې زنداني شوه. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د کاتولیک کلیسا د کارګرانو غورځنګ د یوې برخې په توګه، ډې له ملګرو سره یوځای په ۱۹۳۳ ز کال کې د کاتولیک کارګرانو د ورځپاڼې بنسټ کېښود او د ۱۹۳۳ ز کال څخه نیولې بیا په ۱۹۸۰ ز کال کې تر مرګ پورې د دې ورځپاڼې ايډېټره پاتې شوه. په دې ورځپاڼه کې، ډې د وېشلو د کاتولیکې اقتصادي نظريې لپاره غږ پورته کاوه او هغه يې د پانګوالۍ او سوسیالیزم سیسټم تر منځ درېیمه لار بلله. شپاړلسم پاپ بېنېډېکټ د هغې د دین اړولو کیسه "په یوه سیکولر چاپېریال کې... د ایمان پر لور سفر" د بېلګې په توګه وکاروله. د امریکا کانګرس ته د وینا پر مهال، پاپ فرانسیس ډې د څلورو هغه بېلګه امریکایانو په کتار کې راوسته چې "ښه راتلونکې یې جوړه کړې وه."[۱۷][۱۸][۱۹]

کلیسا د ډې د ممکنه تقدیس لپاره دعوی پرانیسته چې د څېړنو لپاره د پاپ د دربار له لوري ومنل شوه. له همدې امله، کلیسا هغې ته د خدای د خدمتګارې لقب ورکړ.

بیوګرافي[سمول]

ماشومتوب او ځواني[سمول]

ډروتی مې ډې د ۱۸۹۷ ز کال د نوامبر میاشتې په ۸مه نېټه د نیویارک ایالت د بروکلین سیمې په غرونو کې زېږېدلې ده. د یوه ژوندلیک لیکوونکي په وینا، ډې په یوه "عالی، هېواد پاله او منځنۍ کچې" کورنۍ کې زېږېدلې ده. د هغې پلار، جان ډې په خټه ایرلنډی و او د امریکا د تینیسي ایالت اصلي اوسېدونکی و او مور يې، ګرېس ساتېرلي، د شمالي ایالت نیویارک اصلي اوسېدونکې وه او پلرونه او نیکونه يې د انګلستان وو. د هغې مور او پلار د ګرېنوویچ کلي په اپیسکوپال کلیسا کې واده کړی و. هغې درې وروڼو (په شمول د ډونالډ اېس ډې) او یوه خور درلوده او دا د کورنۍ تر ټولو کشر درېیم اولاد و. د هغې پلار چې د اسونو سیالو ورزشي لیکوال و، په ۱۹۰۴ ز کال کې يې په سان فرانسیسکو ایالت کې په یوه ورځپاڼه کې دنده پیل کړه. دغه کورنۍ په اوکلنډ، کلیفورنیا کې تر هغه مهاله واوسېده چې کله د فرانسیسکو د ۱۹۰۶ز کال زلزلې د ورځپاڼې تاسیسات ویجاړ کړل او د ډې پلار خپله دنده له لاسه ورکړه. د زلزلې ویجاړیو په اړه د ولس خود جوشه غبرګون او د ګاونډیانو له خوا سرښېندنې ډې ته د وګړو د اقدام او کلیسايي ټولنې په اړه ډېر څه ورزده کړل. دغه کورنۍ وروسته په شیکاګو کې مېشته شوه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

د ډې مور او پلار په نوم عیسویان وو او ډېر لږ به کلیسا ته تلل. کله چې ډې ماشومه وه، نو له دین سره یې مینه ډېره شوه او ډېری مهال به يې انجیل لوست. په لس کلنۍ کې، ډې وروسته له هغه د زموږ ژغورونکي (Our Saviour) په نوم د اپیسکوپال فرقې کلیسا ته تلله چې د دې کلیسا مشر د ډې مور ته قناعت ورکړ څو د هغې ورور ته اجازه ورکړي چې د کلیسا د ترانې ویلو په ټیم کې شامل شي. دغه کلیسا د شیکاګو ایالت د لینکلن پارک په سیمه کې وه. د کلیسا ترانې ویلو ټیم او موسیقي يې زړه وړی و. هغې د عیسویت د اصولو په اړه د پوښتنو او ځوابونو کتاب مطالعه کړ او د عیسیویت لپاره د تعمید غسل ورکړل شو او په ۱۹۱۱ ز کال کې د یادې کلیسا غړیتوب ته ومنل شوه. [۲۴]

ډې په تنکۍ ځوانۍ کې د مطالعې ډېره شوقي وه او په ځانګړې توګه د اپټون سین کلېیر د ځنګل (The Jungle) له کتاب سره يې مینه وه. هغه به د یوه کتاب له لوستلو بل کتاب ته تلله، لکه  جک لندن په خپل کتاب مارټين آېډېن کې هربرټ سپېنسر یاد کړی، نو دې به سپنسر مطالعه کاوه او له هغه به ډاروین ته لاړه او بیا بې هکسلي لوست. هغې د انارشۍ او شدیدې بېوزلې په اړه له پیټر کروپوتکین څخه زده کړه وکړه ځکه هغه د ډاروین د پايښت د سیالۍ پر ځای په همکارۍ باور درلود. هغې په پوهنتون کي روسي ادبیات هم لوستل، په ځانګړې توګه، داستایوفسکي، تولستوی او ګورکي. ډې د ټولنیز محسوس کار په اړه ډېره مطالعه کوله او همدې په راتلونکې کې مرسته ورسره وکړه چې د ټولنیز فعالیت ملاتړ وکړي او په کې ښکېله وي. ډې په ۱۹۱۴ز کال کې د والر لیسې څخه فارغه شوه. [۲۵][۲۶][۲۷]

په ۱۹۱۴ زکال کې، ډې د بورس له لارې د اوربانا-شمپاین سیمې الینویس پوهنتون کې زده کړې پیل کړې. ډې د پوهنتون درسونه سم نه لوستل. تر ډېره يې مطالعه پر ټولنیز سختدریځه عیسويت متمرکزه وه. هغې د پوهنتون په ټولنیز فعالیتونو کې ګډون نه کولو او نه يې له خپل پلار څخه پیسې اخیستې او خپل ټول کالي او بوټان يې د تحفیف له دوکانونو اخیستل. هغې دوه کاله وروسته پوهنتون پرېښود او نیویارک ښار ته کډه شوه. [۲۸][۲۹]

ټولنیز فعالیت[سمول]

هغه د نیویارک ښار په ښکته ختیځه برخه کې مېشته شوه او پر ډېرو سوسیالېسټو خپرونو يې کار وکړ لکه The Liberator، The Masses او The Call. هغې په موسکا سره بې صبره سوسیالېستانو ته وویل چې دی 'د جګړې په ټولګي کې هم سوله غوښتونکې وه'. کلونه وروسته، ډې کیسه کوي چې څه ډول يې مسیرونه بدلول: "په اتلس کلنۍ کې زړه نازړه وم چې د سوسیالیزم پلوی وکړم که د سنډیکالیزم (د لومړۍ نړیوالې جګړې د صنعتي کارګرانو اتحاديې) او که د انارشیزم لوری ونیسم. کله مې چې تولستوی ولوست، زه یوه انارشیسټه وم. The Call ته زما وفادارۍ سوسیالیسټه کړم، خو کین اړخې هغه او زما امریکايي پالنې، زه بېرته د لومړۍ نړیوالې جګړې غورځنګ پلوې کړم. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

هغې به ۱۹۱۷ز کال کې د روسیې د فبرورۍ میاشتې انقلاب، د سلطنت سقوط او د یوه سمونپال حکومت رامنځ ته کېدل ولمانځل. د ۱۹۱۷ ز کال په نوامبر میاشت کې، هغه پر سپینه ماڼۍ د اعتصاب او لاریون د مخ ته وړلو د مشرۍ په تور ونیول شو. هلته، هغې د ښځو د رای حق لپاره مبارزه کوله او دغه کار د الیس پاول او ښځو ملي ګوند له لوري د تنظیم شوي خاموش ساتونکي کمپاین یوه برخه وه. هغې ته په زندان کې د ۳۰ ورځو سزا واورول شوه، خو یواځې ۱۵ ورځې وروسته له زندان څخه خوشې شوه. هغې د زندان لس ورځې د نه خوړو اعتصاب کړی و. [۳۴][۳۵][۳۶]

ډې په ګرینوېچ وېلېج کې څو میاشتې تېرې کړې او د اوګینه اونیل سره يې ملګرې شوه او ویل چې هغه يې دیني احساس نور هم پیاوړی کړی دی. هغې د څو کلونو لپاره له مایک ګولډ سره عاشقانه اړیکه درلوده. مایک یو سختدریځه لیکوال و او وروسته یو وتلی کمونسټ ترې جوړ شو. ډې وايي چې ګولډ د کاتولیک کارګرانو غورځنګ په پیل کې "غیرمستقیم ښکېل" و. ډې د څو وتلو امریکايي کمونسټانو سره ملګرتوب در لود لکه انا لوییس سټرانګ او الیزابیت ګورلې چې وروسته د امریکا د کمونسټ ګوند ریاست ورپه غاړه شو. [۳۷][۳۸][۳۹]

په پیل کې ډې یو بېباکه ژوند درلود. په ۱۹۲۰ ز کال کې د لیونل موایس سره یې ناکامه عاشقي ختمه کړه او وروسته له دې چې جنین سقط کړ او دغه چاره يې "د خپل ژوند ستره تراژيدي" وبلله له برکلي ټابي سره يې قانوني واده وکړ. [۴۰][۴۱][۴۲]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11973513r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Dorothy-Day — subject named as: Dorothy Day — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6d79ss6 — subject named as: Dorothy Day — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/6246009 — subject named as: Dorothy May Day — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ subject named as: Dorothy Day — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=7126 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=14056 — subject named as: Dorothy Day — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  7. سمونګر: Thomas Dublin او Kathryn Kish Sklar — سرليک: Online Biographical Dictionary of the Woman Suffrage Movement in the United States — خپرونکی: Alexander Street Press
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ دوتنه: Virginia Blain، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 273
  9. سرليک: American Women Writers
  10. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11973513r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  11. Elie (2003), p. 433
  12. Cannon, Virginia (November 30, 2012). "Day by Day; A Saint for the Occupy Era?". The New Yorker. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pope Benedict XVI (February 13, 2013). "General Audience, 13 February 2013". Vatican. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Elie (2003), p. 43
  15. Elie (2003), pp. 236-237
  16. Elie (2003), pp. 279
  17. "G.K. Chesterton and Dorothy Day on Economics:Neither Socialism nor Capitalism (Distributism)". cjd.org. د لاسرسي‌نېټه October 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The ChesterBelloc Mandate: Dorothy Day and Distributism". د لاسرسي‌نېټه October 2, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Pope Francis (September 24, 2015). "Visit to the Joint Session of the United States Congress". Vatican. د لاسرسي‌نېټه September 30, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Raboteau, Albert J. (2016). American Prophets: Seven Religious Radicals and Their Struggle for Social and Political Justice. د کتاب پاڼې 64. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Coles, Robert (1987). Dorothy Day: A Radical Devotion. Reading, MA: Addison-Wesley. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Miller, William D. (1982). Ray Rivera Lopez: A Biography. NY: Harper & Row. د کتاب پاڼي 1–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Miller, William D. (1982). Dorothy Day: A Biography. NY: Harper & Row. د کتاب پاڼي 9–10, 13–4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Forest, Jim (2011). All is Grace: A Biography of Dorothy Day. Maryknoll, NY: Orbis Books. د کتاب پاڼي 14–15. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Miller, William D. (1982). Dorothy Day: A Biography. NY: Harper & Row. د کتاب پاڼي 27–8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Day, Dorothy (1981). The Long Loneliness: the autobiography of Dorothy Day. San Francisco: Harper & Row. د کتاب پاڼې 43. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Day, Dorothy (1952). The Long Loneliness. Harper & Brothers, Publishers. د کتاب پاڼې 32. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Coles (1987), p. 2.
  29. (په November 29, 1980 باندې). Dorothy Day dead at 83. The Bulletin.
  30. Cornell, Tom. "A Brief Introduction to the Catholic Worker Movement". catholicworker.org. د اصلي آرشيف څخه پر مارچ 14, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه فبروري 21, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Vance, Laurence (December 4, 2006) Bill Kauffman: American Anarchist, LewRockwell.com
  32. Forest, Jim (2011). All is Grace: A Biography of Dorothy Day. Maryknoll, NY: Orbis Books. د کتاب پاڼې 30. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Day, Dorothy. "Chapter 6 - New York". From Union Square to Rome. Dorothy Day Collection. د اصلي آرشيف څخه پر July 30, 2020 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 27, 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Forest, Jim (2011). All is Grace: A Biography of Dorothy Day. Maryknoll, NY: Orbis Books. د کتاب پاڼي 32–3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په November 28, 1917 باندې). Suffrage Pickets Freed from Prison.
  36. (په November 29, 1917 باندې). Cat-and-Mouse Remedy for Hunger-Striking.
  37. Forest, Jim (2011). All is Grace: A Biography of Dorothy Day. Maryknoll, NY: Orbis Books. د کتاب پاڼي 44–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. (په November 30, 1980 باندې). Dorothy Day, Outspoken Catholic Activist, Dies at 83. The New York Times.
  39. Day, Dorothy (June 1967). "Michael Gold" (PDF). Catholic Worker. 2 (8). د لاسرسي‌نېټه April 3, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. Wright, Terrence C. (2018). Dorothy Day: An Introduction to Her Life and Thought. San Francisco: Ignatius Press. د کتاب پاڼې 19. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Hinson-Hasty, Elizabeth. "Timeline of Significant Events in Dorothy Day's Life" (PDF). The Catholic Worker Movement. د لاسرسي‌نېټه April 4, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. Forest, Jim (2011). All is Grace: A Biography of Dorothy Day. Maryknoll, NY: Orbis Books. د کتاب پاڼي 56–7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)Tobey later helped to found the Literary Guild.