ډاکتر رمضان بشردوست

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاکتر رمضان بشردوست افغان سیاستوال، د سیاسي علومو کارپوه، د افغانستان د پلان پخوانی وزیر او په ولسي جرګه کې د خلکو پخوانی استازی دی.

مخینه[سمول]

ډاکتر محمد رمضان بشر دوست په کال ۱۳۴۰هـ ش کې د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې نړی ته سترګې پرانستلې، د نوموړي د پلار نوم محمد علي دی، چې پخوا یو دولتي کارکونکی وو.نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په غزني او میمنه کې تر سره کړې.

زدکړې[سمول]

نوموړي خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې په غزني او میمنه کې تر سره کړې، هغه مهال چې کله په هېواد کې د ثور انقلاب وشو، نو دوه میاشتې وروسته بشردوست ایران ته ولاړ او هلته یې زده کړې وکړې او ډيپلوم یې تر لاسه کړ بیا وروسته پاکستان ته مهاجر شو، بیا فرانسې هېواد ته ستون شو او هلته یې سیاسي پناه واخستله او په ۱۳۶۱هـ ش کال د یژن ښار د ادبیاتو پوهنځۍ ته شامل شو، دوه کاله وروسته یې د فرانسوي ژبې د عملي زده کړې سند ترلاسه کړ او په ۱۳۶۴هـ ش کال کې دفرانسې د ګرونو لوبل ښار پوهنتون د حقوقو او ساسي علومو پوهنځۍ ته شامل شو، په ۱۳۶۸هـ ش کال کې له یادې پوهنځۍ څخه یې د ماستري سند ترلاسه کړ او په کال ۱۳۶۹هـ ش کې د پاریس د ژان موني پوهنتون څخه د ډیپلوماسي په برخه کې د تخصص ډيپلومه تر لاسه کړه. په ۱۳۷۱هـ ش کال کې د تولوز پوهنتون ته شامل شو او د مافوق سند یې تر لاسه کړ، چې وروسته بیا په ۱۳۷۴هـ ش کال کې د یاد پوهنتون څخه د حقوقو اوسیاسي علومو په برخه کې د دوکتورا په اخستلو بریالی شو. همدارنګه د اکسفورډ د OISE او GEOS د انګلیسي ژبې له اکاډمیو څخه یې هم سندونه ترلاسه کړل.

دندې[سمول]

نوموړي د ( ۱۳۷۵- ۱۳۸۲ ) هـ ش کلونو تر منځ د پاریس په پوهنتون کې د استاد په توګه کار وکړ، همدارنګه په ۱۳۸۱هـ ش کال کې په فرانسه کې د افغان سفارت د کار کونکي په توګه پاته شو. بیا هېواد ته راستون شو او د نړیوالو کنفرانسونو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د ډيپارتمنت مرستیال شو، وروسته بیا د هېواد بهرنیو چارو وزارت کي د اروپایي هېوادونو د سیاسي ډیپارټمنت مدیر شو، بیا د ۱۳۸۲ هـ ش کال په پای کې د پلان وزیر شو، چې په یاد وزارت کې یې د ۱۹۵۰ NGO ګانو د انحلال لپاره ګام اوچت کړ ، خو بریالی نشو او له یاد وزارت څخه یې استعفا وکړه. بیاه د څه مودې لپاره د کاپیساه البیروني پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځۍ د استاد په توګه پاته شو،

پارلیماني سیاست[سمول]

په ۱۳۸۴هـ ش کال کې د د ولسي جرګې ټاکنو کې یې له کابل څخه د مخکښ نوماند په توګه ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه او د هېواد په پارلمان کې یې د يوه پیاوړي وکیل په توګه د خلکو د ازاد، خواخوږي او اصلاح غوښتونکي رسا غږ په ډول ځان را څرګند کړ، په یاد ډګر کې ښه و ځلیدل، د یادونې وړده چې د نورو نوماندانو سره په توپیر نوموړي خپله مبارزه او سیالي له یوې خېمې څخه پیل کړه او له بریا څخه وروسته یې هم یاده خېمه په پارلمان کې د مجلس د ودانۍ مخکې جوړه او له خپلو خلکو سره به یې پکې لیده کاته کول، همدارنګه نوموړی د نورو وکیلانو سره په توپیر زرهي موټرونه، لسګونه ساتونکي او د تشریفاتو دبدبه نلري. نوموړی په پارلمان کې د پارلماني غړیو لپاره د کم معاش چې د عادي کارکونکو د معاش براروي، پلوي کونکی ده او په ډېری نورو مواردو کې د حکومت سرخت مخالف وکیل ده، چې تل د ظلم، استبداد، زور واکي او قانون ماتوني په برخه کې په حکومت او یادو عاملینو سختي نیوکې کوي، د خپل معاش ډېری برخه بې وزلو خلکو سره په مرسته کولو کې مصرفوي. نوموړي یوځل د جمهوري ریاست لپاره ځان نوماند کړ او دېری رایې یې خپلې کړې، خو بریالی نشو ولي له مخکښونوماندانو څخه وو، همدارنګه د ۱۳۸۹هـ ش کال په پارلماني ټاکنو کې یو ځل بیا د شپاړسمې دورې لپاره ځان نوماند کړ او دا ځل بیا هم د کابل د نجیبو خلکو د ملاتړ او محبوبیت له کبله بریالی شو او د خلکو د ویاړلي استازي په توګه یې ویاړلي مبارزه وکړه. ښاغلي بشردوست په هېواد کې دملي یو والي حکومت په جوړیدو سره بیاه هم د یاد حکومت مخالفت وکړ او تل به یې د حکوت د مشرانو کړني انتقاد کولې او په هېواد کې د سترو اصلاحاتو غوښتونکی وو، همدرانګه د هېواد ۱۳۹۸هـ ش کال په پارلماني ټاکنو کې هم ښاغلي رمضان بشر دوست د ۵۹۸۳ رایو په اخستلو سره بیا د هېواد ملي شوار ته لار پیدا کړه.او لا هم پرخپل ملی لیدلوري او هېواد پالونکي دریځ ولاړ ده او خپله مبارزه د پیاوړي وکیل په توګه مخته وړي.

چاپ اثار[سمول]

ښاغلی بشر دوست د لاندېني چاپ اثار لري.

۱. قوانین اساسی تاریخ، نظام های سیاسی و روابط ډیپلوماتیک افغانستان از عهد احمدشاه بابا تا اکنون (فرانسوي ژبه)

۲. دیبلوماسي وجنګ در افغانستان، نقش سازمان ملل متحد در مقابل مداخله شوروی در افغانستان، حقوق اساسي، سستم سیاسي و روابط بین الملل افغانستان (فرانسوي ژبه)

اخځلیک[سمول]

بشیري، عبدالجمیل، د غزني نومیالي، لومړی ټوک، ۱۳۹-۱۴۲مخونه، ۱۴۰۰ه ش، نور خپرندویه ټولنه، کابل.