Jump to content

چیانګ کای شیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چیانګ کای شیک
蔣中正 (دوديزه چينايي)
蔣介石 (دوديزه چينايي)
蔣志清 (دوديزه چينايي) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Xikou (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۳۱ اکتوبر ۱۸۸۷[۱][۲][۳] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۵ اپرېل ۱۹۷۵[۱][۲][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
ګوند
دنده
بلننوم
  • 老蔣 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
ټاټوبی
Yixing (en) ژباړل
Xuchang (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
اړين مالومات
جګړه
جوړښت
جایزې
  لړۍ...

چیانګ کای شیک (زوکړه ۳۱ اکتوبر ۱۸۸۷ _ مړینه ۵ اپریل ۱۹۷۵) یو چینایي سیاستوال، انقلابي شخص او نظامي قوماندان وو چي د ملتپال کومینتانګ (KMT) ګوند مشر او له 1926 راهیسي د ملي انقلابي اردو (NRA) عمومي قوماندان او جنرالسیسمو او د جمهوریت مشر وو. چيانګ وروسته له هغه چي په ۱۹۴۹ کال کي د چين د کمونست ګوند (سي سي پي) په وړاندي د چين په کورنۍ جګړه کي له ماتي سره مخ سو، په ۱۹۷۵ کال کي یې تر مرګه پوري د تايوان په ټاپو کي د چين د جمهوريت مشري کوله. نوموړی د ملګرو ملتونو لخوا تر 1971 پوري د چین مشروع مشر ګڼل کیده.

چیانګ په ژی جیانګ کي زیږیدلی وو، او په چین او جاپان کي یې نظامي زده کړي ترلاسه کړي وي. تر زدکړو وروسته په 1908 کي د سن یات سین د تونګمینګوی انقلابي سازمان سره یوځای سو. د 1911 انقلاب وروسته چیانګ د KMT بنسټ ایښودونکی غړی وو، او د سن ترټولو نږدې نظامي ملګری او د Whampoa نظامي اکاډمۍ مشر سو. په 1925 کي د سن له مړیني وروسته چیانګ د NRA قوماندان سو، او د 1926 څخه تر 1928 پوري یې د شمالي عملیاتو مشري وکړه، چي په تذڅ کي یې چین د یو نشنلیسټ حکومت تر سرپرستۍ لاندي بیا یوځای سو. د یادو عملیاتو په جریان کي د KMT – CCP اتحاد په 1927 کي مات سو او چیانګ په شانګهای کې کمونیسټان ټول ووژل، چي ددې سره د چین کورنۍ جګړه پیل سوه.

چیانګ هڅه کول ترڅو چینایي ملت عصري او متحد کړي، دا په داسي حال کي چي د CCP سره دښمنۍ لا هم دوام درلود. د موکډن له پیښې وروسته چي جاپان منچوریا ونیوله، د چیانګ حکومت هڅه وکړه چي د جاپان سره د جګړې مخه ونیسي، او د اقتصادي او ټولنیز بیارغوني چاري ترسره کړي. په 1936 کي چیانګ د ژیان په پیښه کي د جانګ زیویلیانګ لخوا وتښتول سو، او مجبور یې کړ ترڅو د CCP سره په ګډه د جاپان ضد دویمه متحده جبهه جوړه کړي. چیانګ په راتلونکو اتو کلونو کي د جاپان په وړاندي د چونګ چینګ څخه سخت مقاومت او جګړه رهبري کړه. د یو لوی متحد ځواک د مشر په توګه نوموړي د قاهرې په کنفرانس کې ګډون وکړ، ترڅو د جاپان د تسلیمېدو په شرایطو کي ګډون وکړي، او ددې ترڅنګ ټایوان هم (چي د فبروري د 28 په پیښه کي یې هلته د پاڅون د ځپلو لپاره سرتیري واستول) په لاس راوړي.

کله چې دویمه نړیواله جګړه پای ته ورسېده، د ماو زیډونګ په مشرۍ له کمونسټانو سره بیا پیل سوه: ورپسې په 1949 کي د چیانګ حکومت مات او تایوان د چین په برخه سو. چین هلته مارشل قانون او سپینه ترهګري نافذ کړه، چي د چیانګ تر مړیني پوري یې دوام درلود. چیانګ د اقتصادي اصلاحاتو او چټکې ودې مشري په 1948 کي ترسره او د ROC د ولسمشر په توګه یې د شپږو کلونو لپاره پنځه ټاکنې وګټلې. هغه په 1975 کي تر خپلي مړیني پوري د KMT عمومي رییس هم و، او وروسته یې زوی چینګ چینګ کوو ځای پر ځای او بیا په 1978 کي ولسمشر سو.

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 11867580X. بياځلي سمون: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ويل شوي په: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Chiang-Kai-shek. Subject named as: Chiang Kai-shek. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  3. ويل شوي په: Find a Grave. Find a Grave memorial ID: 22234. Subject named as: Chiang Kai-shek. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  4. ويل شوي په: SNAC. SNAC ARK ID: w6zs2x45. Subject named as: Chiang Kai-shek. بياځلي سمون: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ ويل شوي په: BnF authorities. Bibliothèque nationale de France ID: 122188693. بياځلي سمون: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵. ليکوال: Bibliothèque nationale de France. اثر ژبه: فرانسوي ژبه.
  7. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. بياځلي سمون: ۲۴ جون ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  8. "Decreto 710/1965, de 23 de febrero, por el que se concede el Collar de la Orden del Mérito Civil a su Excelencia el Mariscal Chang-Kai-Chek, Presidente de la República de China" (PDF). ۵ اپرېل ۱۹۶۵. p. 5072.{{cite web}}: سي‌اس۱ تېروتنې: نېټې (link)
  9. BOE ID: BOE-A-1965-6783.
  10. Archive URL: https://web.archive.org/web/20171201040249/http://www.leighrayment.com/knights/knightshon.htm.
  11. رسمي وېبځی: http://content.time.com/time/specials/packages/completelist/0,29569,2019712,00.html.