چهارصدوبيست ( ٤٢٠)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خلګ ټول عمر وايي، چي دا سړي ډیر چهارصدوبيست انسان دى، او يا پلانکى سړى بيخي( ٤٢٠) ماډل کوسمادر دى، ددي مطلب خبره اصلاً داسي ده، چي انګرېزانو په هندوستان کي په ١٨٦٠م کال کي خپل مدني قانون جوړ کئ، چي د هغه قانون په مادو کي د هرې مادي د پاره يوه دفعه هم جوړه سوه، چي د قتل د مادې د دفعي نمبر ٣٠٢ؤ، او د خيانت، کوسمادرۍ، فريب د جزا د قانوني مادې د دفعي نمبر بيا ٤٢٠ ؤ. ورتا په ١٩٤٧ کال کي انګرېزان د هندوستان څخه ووتل خو دا قانوني (٤٢٠) نمبر کرار- کرار د خلګو خولو ته ولېدئ،او هند، پاکستان، بنګله دېش او برما او بيا افغانستان ته راغى. او په هندوستان کي پر دې ٤٢٠ نمبر باندي دوه فلمونه د“شري ۴۲۰” او “چاچي ۴۲۰” په نامه هم جوړ سوي دي.

سرچینه[سمول]

لیکونکي: سيف لودین