Jump to content

چاغښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چاغښت
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
ځانګړې وېشنيزه

چاغښت[۲][۳] یا څربوالی[۴][۵] [۶]یو طبي حالت دی، چي کله ناکله یوه ناروغي هم ګڼل کیږي. [۷] [۸] په دې ناروغۍ کي د بدن اضافي غوړ دومره راټول سوي وي چي ځیني وخت ښايي پر روغتیا منفي اغیزه وکړي. د چاغښت کچه د بدن BMI یا Body Mass index یا د وزن او ونې سره د پرتله کولو لاري ترلاسه کېدای سي. یعنې د یوه کس وزن د هغه پر ونه باندي وېشل کېږي Kg/m2.

د بیلګي په توګه په لویانو کي:

که د بدن BMI ۲۵ یا تر دې زیات سي، نو یو کس چاغ دی.

که د بدن BMI ۳۰ او یا تر دې زیات يي، نو یو کس ډېر چاغ دی. د ختیځې آسیا ځیني هیوادونه د چاغښت معلومولو لپاره ټیټ ارزښتونه کاروي. [۹] چاغښت یا پنډوالی د معیوبیت یو ستر لامل دی او د بېلابیلو ناروغیو او شرایطو سره تړاو لري، لکه د زړه ناروغۍ، د ډایبېټس ټایپ 2 ، د خوب مخنیوی، د سرطان ځینې ډولونه او د اوستیوآرټریتس ناروغي. [۱۰] [۱۱]


پنډوالی په عمومي ډول انفرادي، ټولنیز اقتصادي او چاپیریالي لاملونه لري، چي ځیني پیژندل سوي لاملونه یې خواړه، لږ فزیکي فعالیت، هوساینه، ښاري کیدل، جینیاتي حساسیت، ځیني درمل، رواني ګډوډي، اقتصادي پالیسۍ، د انډروکرین ګډوډي او د انډروکرین ګډوډي کیمیاوي توکو سره مخ کیدل دي. [۱۲] [۱۳] [۱۴] [۱۵]

په نړۍ کپ ډیری خلک د چاغښت له منځه وړلو او د وزن له لاسه ورکولو هڅي هم کوي چي ډیری وختونه دغه هڅي بریاليتوب ته رسیږي، خو د وزن له لاسه ورکولو وروسته حابت اوږد مهاله ساتل بیخي کم وي، دا ځکه ځیني تر چاغښت وروسته احتیاطي لارښونو ته پاملرنه نه کوي. [۱۶] د چاغښت کمولو لپاره په پرهېز کي بدلون او تمرین کول د روغتیایي پوهانو لخوا وړاندیز سوي اصلي درمل بلل سوي دي. [۱۰] د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کوي چي د چاغښت مخنیوئ یو ټولنیز مسؤلیت دی او پرهېز لرونکي خواړه باید ارزانه او د لاسرسي وړ وګرځي. [۱۲] د اشتها یا غوړ کمولو لپاره د مناسب پرهېز ترڅنګ درمل هم کارول کیدای سي. [۱۷] د معلوماتو له مخي ډیری خلک اوس هم په دې نه پوهیږي چي میټابولیکه جراحي نه یوازي د مصرف کمولو په اړه ده، بلکي دا د یوې مودې لپاره د کولمو د هورمونونو بدلولو لپاره هم ده. [۱۸] [۱۹]

په 2022 کي په ټوله نړۍ کي له 1 ملیارد څخه ډیر خلک د چاغښت سره ژوند کوي، چي په دې کي 879 ملیون لویان او 159 ملیون ماشومان راځي. [۲۰] د سرچینو پر بنسټ چاغښت د نارینه وو په پرتله په ښځو کي ډیر عام دی. [۱۲] په نړۍ کي ځیني کلتورونه د اوسنۍ نظریې پر خلاف د چاغښت په اړه ښه نظر لري، اړ دا د شتمنۍ او زرغونتیا د سمبول په توګه ګڼي. [۱۰] د روغتیا نړیوال سازمان ، متحده ایالات، کاناډا، جاپان، پرتګال، جرمني، د اروپا پارلمان او طبي ټولني چاغښت د ناروغۍ په توګه طبقه بندي کوي.

سرچينې

[سمول]
  1. ويل شوي په: Disease Ontology. بياځلي سمون: ۱۵ مې ۲۰۱۹. Disease Ontology ID: DOID:9970. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۷ مې ۲۰۱۶.
  2. https://www.thepashto.com/word.php?english=Obesity&roman=&pashto=
  3. https://lq.liwal.com/?mtn_ltwn=Obesity
  4. https://lq.liwal.com/?mtn_ltwn=Obesity
  5. https://www.thepashto.com/word.php?english=Obesity&roman=&pashto=
  6. پښتو انګرېزي قاموس، د افغانستان علومواکاډمۍ
  7. . May 2021. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  8. . 21 March 2022. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  9. . 2005. {{cite book}}: Missing or empty |title= (help)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ . October 2005. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  11. . October 2018. {{cite journal}}: |doi-access= requires |doi= (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ . January 2015. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)
  13. . 2015. {{cite journal}}: |doi-access= requires |doi= (help); Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  14. . August 2020. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  15. {{cite journal}}: Empty citation (help)
  16. . 15 July 2009. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  17. . January 2014. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  18. . August 2014. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  19. . July 2008. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)
  20. . 1 March 2024. {{cite web}}: Missing or empty |title= (help); Missing or empty |url= (help)