منځپانگې ته ورتلل

چارلوټ پرکينز ګيلمن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
چارلوټ پرکينز ګيلمن
[[language|]]: Charlotte Perkins Gilman  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
چارلوټ پرکينز ګيلمن
چارلوټ پرکينز ګيلمن

د شخص مالومات
پيدايښت ۳ جولای ۱۸۶۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]
مړینه 17 اگست 1935 (75 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک شاعر [۱۰]،  فیلسوف [۱۰]،  ليکوال [۱۱][۱۲][۱۳]،  سمونګر [۱۰]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۱][۱۴]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
د کړنې څانګه شعر   ويکيډاټا کې (P101) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
چارلوټ پرکينز ګيلمن
چارلوټ پرکينز ګيلمن

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۵]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

چارلوټ پرکينز ګيلمن چې کورنی نوم يې پرکينز دی او د خپل لومړي واده يعنې چارلوټ پرکينز سټيټسن “Charlotte Perkins Stetson” په نوم هم يادېږي، د ژوند موده يې (۱۸۶۰ز کال، جولای، ۳ مه څخه د ۱۹۳۵ ز کال، اګسټ تر ۱۷ می نېټې پورې) وه. نوموړې يوه امريکايۍ انسان پلوې، ناول ليکونکې، ليکواله، تدريس کوونکې، د ټولنيز سمون ګټندويه او د انسان د نسل سمون غوښتونکې وه. هغه يو ايتوپيايی فيمينيسټ يا د ښځو حقونو د برابرۍ پلوې وه او د خپلې نا زړښت پالو مفاهيمو او د ژوند ډول له امله د فيمينيسټانو د راتلونکو نسلونو لپاره يې د يو موډل په توګه خدمت وکړ. ګيلمن د ښځو د عزت يا نامتووالي په ملي خونه “National Women’s Hall of Fame” کې ګومارل شوې ده. نن ورځ يې تر ټولو زيات د يادونې وړ کار د «ژيړ ديوالي کاغذ» په نوم د خپل نيمه ژوندليک لنډه کيسه ده، چې نوموړې له زېږون څخه وروسته د يوې سختې رواني ناروغۍ (postpartum psychosis) له زغملو څخه وروسته وليکه. [۱۶][۱۷]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

ګيلمن د ۱۸۶۰ ز کال د جولای پر ۳ مه نېټه د کونيکټيکټ په هارټفورډ “Hartford, Connecticut” کې وزېږېده، چې مور يې ماري پرکينز “Mary Perkins” (چې مخکې يې نوم ماري فېچ وېسټکوت “Mary Fitch Westcott” و) او پلار يې فردريک بيچر پرکينز “Frederic Beecher Perkins” نومېده. ګيلمن د توماس اډي “Thomas Adie” په نوم ځکه يوازې يو ورور درلود، چې ډاکتر يې مور ته لارښوونه کړې وه، چې د بل زېږون له امله ښايي مړه شي او توماس هم يوازې ۱۴ مياشتې عمر درلود. د چارلوټ د ماشومتوب پر مهال يې پلار له هېواده د باندې لاړه او خپله مېرمن او ماشومان يې پرېښودل، چې له امله يې د ګيلمن د ماشومتوب پاتې دوره په بې وسۍ کې تېره شوه. [۱۶]

دا چې مور يې په يوازې ځان د کورنۍ ملاتړ نه شو کولی، نو ځکه يې ماشومان زياتره وخت د خپل پلار د ترورګانو په شتون کې رالوی شول. د ګېلمن يوه ترور ايزابيلا بيچر هوکر “Isabella Beecher Hooker” نومېده، چې د ښځو د رايې کارونې حق پلوې وه، دويمه ترور يې هرييټ بيچر سټو “Harriet Beecher Stowe” نومېده، چې «د ټام کاکا کوچنی کور:Uncle Tom’s Cabin» نومي کتاب ليکواله وه او درېيمه ترور يې د زده کړو چارو پوهه کترين بيچر “Catherine Beecher” وه.

د چارلوټ پرکينز ګيلمن د ښوونځي دوره لالهانده وه. د څلور کالونو په موده کې يې په اوه بېلابېلو ښوونځيو کې يې ګډون وکړ، چې د ۱۵ کلنۍ په عمر پای ته ورسېده. مور يې له خپلو ماشومانو سره مينه نه درلوده. د دې لپاره چې ماشومان يې له هغه زيان څخه ژغورلي وي لکه څرنګه چې په خپله زيانمنه شوې وه، هغوی يې د پياوړو ملګرتياوو له جوړولو او افسانې له لوستلو څخه منع کړل. د «د چارلوټ پرکينز ګيلمن ژوند :The Living of Charlotte Perkins Gilman» تر سرليک لاندې په خپله ژوند ليک کې ګيلمن وليکل، چې مور يې يوازې هغه وخت ورسره مينه ښکاره کوله، چې فکر به يې کاوه چې ځوانه لور يې ويده ده. که څه هم د ماشومتوب دوره يې له نورو څخه بېله (ګوښه) او بې وزله يوازېتوب کې تېره کړه، مګر په نا اشنا ډول يې ځان هغه ژوند لپاره چمتو کړ، چې په پرله پسې ډول د عمومي کتابتون د کتنتې او په خپله د لرغونو تمدنونو د مطالعې په واسطه مخ پر وړاندې غځېږي. د دې تر څنګ يې له ادب سره د خپل پلار له مينې اغېزمنه شوه او پلار يې کالونه وروسته ورته ياده برخه کې د کتابونو د يو لښتليک په ورکولو سره اړيکه وکړه، چې د نوموړي په فکر د لور لپاره به يې لوستل ارزښتناک وي. [۱۸][۱۹]

د ګيلمن د پېغلتوب زياته موده د روډ ټاپو په پرووېډنس “Providence, Rhode Island” کې تېره شوه. ملګري يې زياتره نارينه وو او هغه وخت يې ځان ته «نرګته» [هغه نجلۍ چې د هلکانو پېښې کوي] ويلو له امله شرمنده نه وه.  [۲۰]

د نوموړې طبيعي هوښيارتيا او د پوهې پراخوالي تل د هغه ښوونکي اغېزمن کړل، چې د نوموړې د بې وسۍ له امله بيا هم ورڅخه نا هيلي وو. د ګيلمن د خوښې مضمون «طبيعي فلسفه» او په ځانګړي ډول هغه څه و، چې وروسته به د فزيک په نوم وپېژندل شي. ګيلمن په ۱۸۷۸ ز کال د اته لس کلنۍ په عمر د خپل ناسوب پلار په مالي مرستې سره د روډ ټاپو د ډيزاين ښوونځي “Rhode Island School of Design” ټولګيو کې شامل شوه او په پای کې يې د سوداګريزو کارتونو د هنرمندې په توګه د ځان ملاتړ وکړ. نوموړې يوه روزونکې وه او نور يې هم وهڅول چې خپل هنري نوښت ته پراختيا ورکړي. هغه يوه انځورګره هم وه. [۲۱][۲۲][۲۳]

ګيلمن د روډ ټاپو د نقشې جوړولو ښوونځي کې د اوسېدنې پر مهال يې نږدې ۱۸۷۹ زکال کې له مارتا لوتر “Martha Luther” سره وکتل او باور کېده، چې ښايي له نوموړي سره په يوه احساساتي اړيکه کې وي. نوموړې له لوتر سره نږدې ملګرتيا په خپل ژوندليک کې داسې بيان کړه: [۲۴]

موږ د نجلۍ توب د هغو څلورو اوږدو کالونو لپاره يو له بل سره نږدې يو ځای او په زياتېدونکي ډول يو ځای خوښ وو. هغه (زه) تر هغه وخته پورې د بل هر چا په پرتله ورته نږدې او ګرانه وه. دا مينه وه، جنسي غريزه نه وه. ما له مارتا سره بشپړه خوښي وپېژندله. موږ يوازې د يو بل خورا مينه وال نه وو، مګر يو له بل سره مو په خوندور ډول وخت تيري درلوده. -       چارلوټ پرکينز ګيلمن، د چارلوټ پرکينز ګيلمن ژوند (۱۹۳۵ز کال)

د دواړو ښځو تر منځ ليکونه د دوی د ګډ ژوند تاريخ له ۱۸۸۳ څخه تر ۱۸۸۹ زکالونو پورې ليکي او د ليکونو، انځورونو او ليکل شويو نسخو په ګډون له ۵۰ څخه زيات ليکونه لري. دوی خپلې اړيکې ته تر هغې دوام ورکړ، چې لوتر په ۱۸۸۱ ز کال له يو سړي سره د واده کولو له امله اړيکه پای ته ورسوله. ګيلمن تر هغې مودې پورې يو ويجاړ او منفور رومان [د مينې يا عشق کيسه] وه، چې له خپل لومړي خاوند سره يې وکتل. [۲۵][۲۶]

بلوغت

[سمول]

ګيلمن په ۱۸۸۴ ز کال له هنرمند چارلس والټر سټيټسن “Charles Walter Stetson” سره واده وکړ. نوموړې په لومړيو کې د سټيټسن وړانديز ځکه نه و منلی، چې د يو نري احساس له مخې يې دا چاره د ځان لپاره غوره ونه ګڼله. راتلونکی کال (۱۸۸۵ د مارچ پر ۲۳) يې يوازينۍ ماشومه کترين بيچر سټيتسن “Catherine Beecher Stetson” وزېږېده. چارلوټ پرکينز ګيلمن له زېږون څخه وروسته خورا ژور خفګان (post-partum depression) وګاله. دا هغه دوره وه، چې ښځې په کې بې وسه او عصبي مخلوق ګڼل کېدې، چې د همدې له امله له زېږون څخه وروسته د ښځو له لورې د سختې ناروغۍ ادعاوې ځيني وختونه نه منل کېدې. [۲۷][۲۸]

ګيلمن له خپلې لور کترين سره سويلي کليفورنيا ته لاړه او د “Grace Ellery Channing” په نوم ملګرې سره واوسېده. چارلوټ په ۱۸۸۸ زکال له خپل خاوند څخه بېله شوه، چې دا نولسمې پېړۍ په وروستيو کې يو خورا لږ پېښېدونکی عمل و. دوی په ۱۸۹۴ ز کال په رسمي ډول طلاق واخيست. له طلاق څخه وروسته يې خاوند سټيټسن “Stetson” له چننګ “Channing” سره واده وکړ. په همدې کال چې چارلوټ خپل خاوند پرېښود، له اډيلين ناپ “Adeline Knapp” سره يې وکتل، چې “Delle” نوم ورته اخيستل کېده. سينتيا جی ډاوېس “Synthia J. Davis” د دواړو ښځو د پېچلې اړيکې د درلودلو څرنګوالی بيانوي. نوموړې ليکي چې ګيلمن «بارو درلود چې په “Delle” کې يې د مينې او ژوند د يو ځای کولو لاره چاره او هغه څه موندلي وو، چې له يوې مېرمنې سره د ژوند د ملګري په توګه هغې کولی شول د دوديز ناهمجنس واده په پرتله دا ترکيب په خورا اسانۍ سره وساتي». ياده اړيکه په پای کې پای ته ورسېده. له خپل خاوند څخه له بېلتون وروسته چارلوټ له خپلې لور سره د کليفورنيا پاسادينا ته لاړه، چې هلته د د ارام ساحل د ښځو مطبوعاتي ټولنې “Pacific Coast Women’s Press Association”، د ښځې يووالی “Woman’s Alliance”، اقتصادي کلب “Economic Club”، د ايبيل ټولنې “Ebell Society” (چې د ادريين جان ايبيل په نوم نومول شوې وه)، د مور او پلار يعنې والدينو ټولنې “Parents Association” او د ښځو دولتي شورا “State Council of Women” غوندې د ښځو حقونو د برابرۍ او سمون ډول ډول ادارو کې فعاله شوه. د يادونې وړ ده چې نوموړې د پورتنۍ يوې ادارې له لورې خپرېدونکې ورځپاڼې ته د ليکنې او ايډيټ چارې هم پر مخ وړلې. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲][۳۳]

چارلوټ پرکينز ګيلمن په ۱۸۹۴ ز کال خپله لور ختيځ ته ولېږله، چې د هغه له پخواني خاوند او دويمې ښځې سره ژوند وکړي، چې د ګيلمن ملګرې “Grace Ellery Channing” وه. ګېلمن په خپل يادښت کې راپور ورکړ، چې نوموړې د يادې جوړې لپاره ځکه خوښمنه وه، چې د کترين دويمه مور د لومړۍ هغې په څېر [او ښايي] په ځينو برخو کې ورڅخه زياته غوره وه. ګيلمن د پلرنيو حقونو په اړه وده وال نظرونه درلودل او ويې منل، چې «پخواني خاوند يې د [کترين] د ټولنې په ځينو برخو کې حق درلود او په ورته وخت کې کترين هم د خپل پلار د پېژندلو او ورسره د مينې کولو حق درلود». [۳۴][۳۵]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11904955k — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Charlotte-Anna-Perkins-Gilman — subject named as: Charlotte Perkins Gilman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6td9w0k — subject named as: Charlotte Perkins Gilman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10452488 — subject named as: Charlotte Anna Gilman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?3585 — subject named as: Charlotte Perkins Gilman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Charlotte Perkins Gilman — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=11150 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/gilman-charlotte — subject named as: Charlotte Gilman
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3088 — subject named as: Charlotte Perkins Gilman — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/118145 — subject named as: Charlotte Perkins Gilman
  10. ليکوال: Virginia Blain ، Isobel Grundy او Patricia Clements — سرليک: The Feminist Companion to Literature in English — پاڼه: 427
  11. سرليک: American Women Writers
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — ليکوال: Nina Baym — سرليک: Women Writers of the American West, 1833-1927
  14. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/184836707
  15. ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?3585 — خپرېدونېټه: ۸ جولای ۲۰۲۵
  16. ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ "Charlotte Perkins Gilman". Encyclopaedia Britannica. خوندي شوی له اصلي څخه په June 23, 2018. بياځلي په August 21, 2018.
  17. "Gilman, Charlotte Perkins". National Women’s Hall of Fame (in American English). بياځلي په 2022-04-30.
  18. Gilman, Living, 10.
  19. Denise D. Knight, The Diaries of Charlotte Perkins Gilman, (Charlottesville, VA: University Press of Virginia: 1994) xiv.
  20. Polly Wynn Allen, Building Domestic Liberty, (1988) 30.
  21. Gilman, Autobiography., 26.
  22. Gilman, "Autobiography", Chapter 5
  23. Gilman, Autobiography, 29.
  24. Kate Bolick, "The Equivocal Legacy of Charlotte Perkins Gilman", (2019).
  25. Kate Bolick, "The Equivocal Legacy of Charlotte Perkins Gilman", (2019).
  26. "Charlotte Perkins Gilman: The Lost Letters to Martha Luther Lane" (PDF). betweenthecovers.com. خوندي شوی له the original (PDF) on February 14, 2020. بياځلي په February 13, 2020.
  27. Gilman, Autobiography, 82.
  28. Gilman, Autobiography, 90.
  29. "Channing, Grace Ellery, 1862–1937. Papers of Grace Ellery Channing, 1806–1973: A Finding Aid". Harvard University Library. خوندي شوی له the original on February 17, 2025. بياځلي په March 24, 2018.
  30. Knight, Diaries, 408.
  31. Davis, Cynthia (December 2005). "Love and Economics: Charlotte Perkins Gilman on "The Woman Question"" (PDF). ATQ (The American Transcendental Quarterly). 19 (4): 242–248. خوندي شوی له the original (PDF) on August 9, 2017. بياځلي په November 25, 2018.
  32. Harrison, Pat (July 3, 2013). "The Evolution of Charlotte Perkins Gilman". Radcliffe Magazine. Harvard University. بياځلي په November 25, 2018.{{cite web}}: د سي‌اس۱ تېروتنې: د آرشيپ لينک (link) د سي‌اس۱ تېروتنې: د نه منلو وړ پاراميټرونه (link)
  33. Knight, Diaries, 525.
  34. Knight, Diaries, 163.
  35. Knight, Diaries.