څنګه په خپل کاري چاپېریال کې خوشحاله کار وکړو؟

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

((هر سهار، چې د فتر ته ځئ، په دې فکر کوئ، چې څنګه خپله دنده تر سره کړئ او څنګه خپل مستقیم آمر خوشحاله وساتئ. ځان درته ستړی، مات او په کار کې عاجز، خو نور خلک درته خوشحاله ښکاري. زړه مو ډک وي او ان کله کله ژړا هم درځي. دې ته منتظر وئ، چې کله جمعه او رخصتي را رسیږي او تاسې یو دوه ورځې د دفتر له کار او رئیس له غالمغال نه ځان بې غمه کړئ. کوښښ کوئ دا ثابته کړئ، چې کار مو بې ګټې دی او ادره هسط خوشی مصرف کوي)). کله چې په کار کې له داسې وضیعت سره مخ کیږئ، یا یې حل ولټوئ او یا د ځان لپاره یو نوی کار پیدا کړئ. ډیر ځله موږ له یوه داسې وضیعت سره مخ کیږو، چې له خبله مسلک او کار نه مو زړه تور شي. په کومه دنده کې، چې بوخت یو، خورا ستومانه کوونکې راته ښکاري او غواړو نور دغه دنده پریږدو. له کاره پکې وتلي وو، نه کورنۍ چارو ته رسیږو او نه له ملګرو او دوستانو سره د چکر او سیاحت فرصت مومو. کله کله دومره زده تنګي شو، چې په نه زړه او خورا ټیټ کیفیت کار کوو. زه خپله په یو داسي اداره کې کار کوم، چې له سهار نه تر ماښامه پورې په کار پکې بوخت یم. ملګري مې شکایت کوي، چې ګوښه شوی یې، یا دومره په کار کې ډوب یې، چې ټولنیز ژوند ته دې شا کړې ده. د دا ډول زړه تنګي څو دلایله دي. یو دا، چې په اداره کې تاسې ته پوره ارزښت نه درکول کیږي. تاسې، چې څومره تمه لرئ اداره او مسؤلان مو په هغه اندازه په ارزښت نه دي قایل، یا په هغه اندازه معاش او امتیازات نه درکول کیږي، په کومه اندازه یې، چې تاسې هیله لرئ. شپه او ورځ کار کوئ، خو څوک مو کار ته ارزښت نه ورکوي، لږ تر لږه مو تشویقوي هم نه. که رخصتي وغواړئ جنجال درسره کوي او که یوه ورځ مو د کار کیفیت ټیټ وي، د ټولو کارکوونکو پر وړاندې نیوکې درباندې کیږي، یا خو له سره د دې کار وړتیا نه لرئ، خو هسې مو ځان ورته اړم کړی دی. دویم دا، چې پر تاسې کار له بریده ډیر دی. تاسې، چې هر څومره خپل ظرفیت او وړتیا وکاروئ، کارونه مو نه سره سمیږي، خامخا یوه نیمه تیروتنه کیږي، چې مسؤلان مو پرې ناراضه وي. په دفتر کې کاري ظرفیتونه او امکانات ډیر کم دي، مسؤل کسان مو له دفتره بهر دي او له لېرې د کار او امکاناتو انډول نه شي درک کولای. همدا، چې یوه وړه تیروتنه وشي، یا پر خپل وخت یو کار ونه کړئ، نیوکې کوي او وایي، چې کار مو بې کیفیته دی. تاسې به د څلورو او پنځو کسانو کار کوئ، نور کار کوونکي به هم همداسې په کار بوختوئ، خو دا، چې کار او کاري ساحه مو پراخه او کاري ظرفیتونه او امکانات مو کم دي، د کار کیفیت درنه خرابیږي، یا تول فرمایشونه نه شئ پر ځای کولای. دغسې یو وضیعت د سازمان د یو کارمند، مسؤل او مدیر لپاره ښه وضیعت نه دی، ځکه نه یوازي دا، چې خپله انرژي له لاسه ورکوي، بلکې د کاري کیفیت د خرابتیا له امله په مسلکي کړیو کې خپل مسلکي اعتبار او شهرت هم له لاسه ورکوي. خلک دا نه ګوري، چې په A سازمان/اداره کې امکانات کم دی، ځکه خو د B د کار کیفیت او مدیریت هم ورسره زیانمن شوی دی. خلک دا سوچ کوي، چې B په خپل مدیریت کې ناکامه دی او له دومره امکاناتو او ظرفیتونو سره سره، نه شي کولای، چې ښه خدمات وړاندې کړي. دا یو داسي وخت دی، چې تاسې باید د امکاناتو او ظرفیتونو د بډاینې په لټه کې شئ او داسي ونه شي، کوښښ وکړئ ځان ته بله دنده پیدا کړئ. ما په لومړي سر کې، چې له کومې ادارې سره کار شروع کړی، نو د خپل توان او انرژئ یوه زره مې هم نه سپمول، هڅه مې کول، تر څو ټول هغه چیلینجي کارونه چې نور یې نه شي کولای، زه یې تر سره کړم. زه تر ډېره په یاده موخه کې بریالی هم وم، ځکه دنده مې د مسلک سره ورته وه، خو انسان د ماشین د پرزي حیثیت نه لري، چې د هر کار د اجراء امر، چې ورکول شي، تر سره دې یې کړي. انسانان عواطف، احساسات، غوښتنې، او معنویات لري، که چېرې د یو کارمند کار په دومدار ډول ونه ستایل شي، انګیزه ور نه کول شي، تشویق نه شې، د کړنو ملاتړ یې ونه شي، نو طبعي ده چې انسان مایوسه کیږي، او په هغه اندازه کار، چې په پخوا یې تر سره کولو نه تر سره کوي، احساس یې مړاوی کیږي او له خپلې دندې څخه د ستړیا احساس کوي. ځېنې کسان سره له دې، چې له خپل کاره ستړي او زړه تنګي وي، خو د پریکړې جرأت نه لري او په یوه ځای کې په ثابت حالت پاتې کیږي. په هغه اداره کې، چې ستاسې د ارتقا‌ء چانس محسوس وي او اداره مو کار ته ارزښت ورکوي، ستاسې زړه توروي، په دې حالت کې ښه داده، چې ځان ته یوه بله دنده وګورئ. زموږ یو ملګری ۸ کاله کیږي، چې په یوه داره کې کار کوي، خو په دې اته کاله کې، چې لومړی څه کار و، نن هم په هماغه پوسټ کې دی. لږ تر لږه ۸ کلنه تجربه سړی د مسلکي بست لوړ پوړ ته رسوي، خو که دغسې ثابت پاتې کیږي، بیا خو غوره داده، چې دنده پریږدي او د پرمختګ لپاره نور ځایونه ولټوي. تاسې، چې څومره په رتبه کې لوړیږئ، په همغه کچه مو امتیازونه ډیریږي، خو که ثابت پاتې شئ، نه یوازې دا، چې امتیاز مو نه لوړیږي، بلکې له یوه کورني مالي بحران سره هم مخامخ کیږئ. تاسې لس کاله مخکې یوازې مجرد ژوند کاوه، خو اوس په دې ۱۰ کلونو کې ستاسې د واده ثمره شاوخوا څلور بچیان دي. د هغوی لپاره مو کور کرایه کړی، خوراک او پوښاک ورکوئ او سبق هم پرې وایئ. که تاسې په خپله دنده کې ارتقاء ونه کړئ او امتیاز مو ورسره په مناسب ډول پورته لاړ نه شي، دا به سخته وي، چې په شته معاش د خپلو بچیانو کفالت او د کور مصارف تمویل کړئ. هر کال باید ستاسې ظرفیت اپډېټ شي، سږ کال په کمپیوټر نه پوهیږئ، تاسې باید راتلونکی کال د کمپيوټر په ټولو پروګرامونو بلد وئ. په انټرنټ کې ښه ماهر وئ، په پنځو کلونو کې باید له ټکنالوژئ سره بشپړ عادي شئ. انګلیسي مو تقویه کړئ، مطالعه پراخه کړئ او په خپل مسلک کې ځان داسې ځای ته ورسوئ، چې ځانګړی نظر او لید ولرئ. په دې صورت کې تاسې خامخا پرمختګ کوئ او کله، چې پرمخ ځئ، امتیازونه او مقام مو هم لوړیږي. دا هغه وخت دی، چې تاسې به له خپل کاري دفتر او چاپېریال نه خوند اخلئ، په رخصتیو کې به هم دفتر ته راځئ او کله به مو هم زړه ترې نه تنګیږي.

لیکنه: صبغت الله مسرور

درنښت ۷/۰۱/۱۴۰۰ لمریز کال