ځنګلونو له منځه وړل (بې ځنګله کول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

بې ځنګله کول[سمول]

، له ځمکې نه د ځنګلونو يا ولاړو ونو له منځه وړل دي، چې بيا دا ځمکه د ناځنګلي کارونو لپاره کارول کېږي.د کروندو، ورشوګانو او ښاري سيمو د ځمکو اړول بې ځنګله کول بلل کېدای شي. د بې ځنګله کولو زياته چاره د استوايي سيمو په للمي ځنګلونو کې رامنځ ته کېږي. اوسمهال د ځمکې د مخ يو دېرش سلنه برخه په ځنګلونو پوښلې ده. دا اندازه د کروندګرۍ له پراختيا مخکې په پرتله له يو په درې برخې هم کمه ده، نيمه برخه بې ځنګله کول په وروستۍ پېړۍ کې پېښ شوی دي. د پنځلس او اتلس ميليونه هيکتاره تر منځ ځنګلونه هر کاله له منځه وړل کېږي، چې دا د بلجيم هېواد په اندازه سيمه ده. په منځنۍ کچه په هره دقيقه کې ۲۴۰۰ ونې پرې کېږي. د ملګرو متلونو د خوراک او کرنې سازمان د نورو کارونو لپاره د ځنګلي سيمو د بې ځنګله کولو معنا داسې تعريفوي: (دې ته له کتنې پرته چې دا چاره انسان تر سره کوي). «بې ځنګله کول» او «د ځنګلي سيمې نږه بدلون» يو شان نه دي: د ځنګلي سيمې نږه(سوچه) بدلون په يوه ټاکلي پير کې د ټول ځنګل له منځه تلل (بې ځنلګه کول) او د ټول ځنګل تر لاسه کول (د ځنګل پراختيا) دي. دې ته په کتنې سره چې ايا د ځنګل پراختيا زياته ده او که کمېدل يې زيات دي، نږه بدلون کېدای شي منفي يا مثبت وي. له مناسب ځنګل کرنې پرته د ونو وهل د استوګنې ځآيونو ته د زيان رسېدو، د ژونديو موجوداتو د تنوع له منځه تللو او وچوالي (شاړوالي) لامل ګرځېدلي دی. لکه چې اوسنيو حالاتو او تېرو پاتې شونو تاريخو ته کتل شوي، د ځنګلونو له منځه وړل د پناه کېدو، اقليمي شرايطو بدلون، د ساراګانو رامنځ ته کېدل او خلکو بې ځايه کېدو لامل ګرځي. د ځنګلونو  وهل په جوي (دهوا د پوښ چاپېريال) چاپېريال کې د کاربن ډای اکسايډ د بيولوژيکي کمښت لامل ګرځي او د نړيوالې تودوخې سره مرسته کوونکی منفی تغذيې سره مرسته کوي. نړيواله تودوخه  په عمومي توګه، په هغو ټولنو ډېر زيات فشار اچوي، کومې چې د خوراک د پيدا کولو په موخه د کښت وړ ځمکې د تر لاسه کولو لپاره ځنګلونه وهي او د کښت وړ ځمکې يې کمې وي. معمولاً هغه سيمې چې ځنګلونه يې وهل شوي دي، د نورو چاپېرياليزو اغېزو لاندې راځي، لکه د ځمکې نامطلوب له منځه تلل او په شاړه ځمکه بدلېدل. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د بشري خوراک د نظام نرمښت او په راتلونکي کې د بدلون منلو لپاره وړتيا د ژوند تر تنوع پورې تړلې ده؛ په دې تنوع کې دا برخې شاملې دي: له وچې ځمکې سره برابرې ، ونې بوټي، کوم چې د سارا جوړېدو سره مبارزه کوي، په ځنګلونو کې اوسېدونکي خځنده، د شاپرک او د الوتونکو ډولونه، چې د فصلونو القاح کوي، په ايکولوژيکي غرونو کې ژورې رېښې لرونکې ونې، کومې چې د ځمکې د توږل کېدو مخه نيسي او د ګڼو ونو ډولونه چې په ساحلي سيمو کې د سيلابونو په وړاندې نرمښت ښيي. د اقليم بدلېدل د غذايي نظام ګواښونه زياتوي، د کاربن د اخستلو، ساتلو او په تعقيب يې د کرنې د برخې لپاره د اقليم د بدلون کمولو لپاره د ځنګلونو ونډه مهمه ده. [۸]

وروستی تاريخ (له ۱۹۷۰ ز راوروسته)[سمول]

د بېلګې په ډول: FAO اټکل کړی، چې د ځنګلونو په مټ د کاربن زېرمه کېدل ۰.۹٪  کم شوی او د ۱۹۹۰ زاو ۲۰۲۰ز کلونو تر منځ د ونو پوښښ ۴.۲٪ کم شوي دي. په اروپا کې د ځنګلونو د کاربن زېرمه (د روسيې په ګډون) د ۱۹۹۰ او ۲۰۲۰ز کلونو تر منځ له ۱۵۸.۷ نه تر ۱۷۲.۴ ګيګا ټنه زيات شوی دي. په شمالي امريکا کې، په همدې موده کې د ځنګلونو د کاربن زېرمه له ۱۳۶.۶ نه تر ۱۴۰ ګيګا ټنه پورې لوړه شوې ده. په هر حال، په افريقا کې د کاربن زېرمې له ۹۴.۳ نه تر ۸۰.۹ ګيګا ټنه، په سويلي او سويل ختيځه اسيا کې په ګډه سره له ۴۵.۸ نه تر ۴۱.۵ ګيګا ټنه پورې کمښت راغلی، په اقيانوسيه کې له ۳۳.۴ نه تر ۳۳.۱ ګيګا ټنه، په مرکزي امريکا کې له ۵ نه تر ۴.۱ ګيګا ټنه پورې  او په سويلي امريکا کې له ۱۶۱.۸ نه تر ۱۴۴.۸ پورې کمښت راغلی. IPCC (د اقليم د بدلون په اړه بين الدولتي پلاوی) وايي په دې اړه توافق نه شته چې ايا په نړيواله کچه ځنګلونه کميږي او که نه، د څېړنو پر بنسټ ښودل شوې چې د ۱۹۸۲ او ۲۰۱۶ز کلونو تر منځ د ونو پوښښ ۷.۱٪ زيات شوی دی. IPCC همدا راز ليکلي دي: «په داسې حال کې چې اټکل کېږي به استوايي سيمو کې د ځمکې پر سر د ژوند د کاربن هستې کمې شوي دي، همدا هستې په معتدلو او شمالي ځنګونو کې د کاربن د زېرمو د زياتېدو له کبله مخ پر وده دي». [۹][۱۰][۱۱]

د کروندګرۍ پراختيا[سمول]

لا هم د ځنګلونو له منځه تللو، د ځنګلونو د ټوټه ټوټه کېدو او د ځنګليز تنوع فنا کېدو اصلي لامل دی. په پراخه پيمانه سوداګريزه کرنه (په لومړي سر کې د رمو ورشوګانې، د مټرو او لوبيا دانې او د غوړيو ونې) د ۲۰۰۲ز او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ په استوايي سيمو کې د څلوېښت سلنه ځنګلونو د له منځه تللو او سيمه یيزه کروندګري د درې دېرش سلنه د ځنګلونو د منځه تللو لامل ګرځېدلي. ونې د ودانيزو توکو د کارولو لپاره، د چارتراشو يا د سون په موخه د پلور لپاره پرې کېږي (کله د سون توکو يا چارتراشو په بڼه)، له ځنګلونو پاکه شوې ځمکه د څړ ځايونو يا کرنيزو محصولاتو لپاره کارول کېږي. ډېره برخه کرنيز فعاليتونه چې د ځنګلونو د پرې کولو لامل ګرځې، د دولت د مالياتي عايد په توګه يې ملاتړ کېږي. ټاکلي ارزښت ته نه پاملرنه، د ځنګلونو کمزوری مديريت او نااغېزناکه چاپېرياليز قوانين ځینې هغه علتونه دي چې، په پراخه کچه د ځنګلونو د له منځه تللو سبب ګرځېدلي دي. په ډېرو هېوادونو کې د ځنګلونو وهل؛ که په طبيعي ډول پېښيږي او که انسانان يې لامل وي، یوه روانه ستونزه ده. د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۲ز کلونو تر منځ، په ټوله نړۍ کې دوه اعشاريه درې ميليونه کيلو متر مربع (۸۹۰،۰۰ ميل مربع) ځنګلونه وهل شوي دي. د ځنګلونو له منځه تلل او د ځنګلونو ويجاړيدل په ګواښونکې اندازه روان دي چې همدا چاره ژوند د تنوع له منځه تللو سره زياته مرسته کوي.[۱۲][۱۳][۱۴]

د ځنګلونو وهل په استوايي او نيمه تودو سيمو کې په سختۍ سره روان دي، چېرې چې اقتصاد نوی مخ پر وده دی. د نړۍ په کچه د هغو ځناورو چې بوټي خوري او ځمکني ځناور له نيمايي نه زيات يې د استوايي سيمو په ځنګلونو کې ژوند کوي. د ځنګلونو وهلو له امله، د استوايي سيمو له شپاړس ميليونه کيلو متر مربع (شپږ ميليون ميل مربع) استوايي للمي ځنګلونه چې مخکې يې ځمکه پوښلې وه، يوازې شپږاعشاريه دوه ميليونه کيلو متر مربع (دوه اعشاريه څلور ميليونه ميل مربع)  يې پر ځای پاتې دي. په هره دقيقه کې د امازون د للمي ځنګلونو نه د فوټبال د ميدان په اندازه پاکېږي، په ټوله کې د ځناورو لپاره د کرنې په موخه يو سل او شپږ دېرش ميليونه هکتاره (پنځه پنځه ميليونه هکتاره) ځمکه پاکه شوې ده. په ۲۰۱۸ز کال کې د استوايي نا لمس شويو ځنګلونو نه له درې اعشاريه شپږ ميليونه هکتاره نه ځنګلونه له لاسه ورکړي دي. د غوښې توليد او لګښت په امازون کې د بې ځنګله کولو عمده لامل دی، د ټولې پوښلې ځمکې نږدې اتيا سلنه يې د څارويو د پاللو لپاره کارول کېږي. له ۱۹۷۰ز کال راهيسې دامازون يو نوي سلنه بې ځنګله شوې ځمکه، د څارويو په څړ ځای اړول شوې. په نړيواله کچه په کلني ډول د ونو نږه زيان نږدې لس مليارده اټکل شوی دی. د ۲۰۲۰ز کال د نړيوال ځنګلونو سرچينو د ارزونې تر مخې، په ۲۰۱۵-۲۰۲۰ کلونو په نيمه لسيزه کې په نړيواله کچه منځنۍ پيمانه بې ځنګله کول لس ميليونه هکتاره و او د ۲۰۰۰۲۰۱۰ز کلونو په يوه لسيزه کې په کلني ډول د ځنګلونو د زيان کچه څلور اعشاريه اووه ميليونه هکتاره وه. له ۱۹۹۰ز کال راهيسې نړۍ يو سل اته اويا ميليونه هکتاره ځنګلونه له لاسه ورکړي چې دا د ليبيا هېواد له ټول مساحت سره برابره ده.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

د ۲۰۲۰ز کال د يوې مطالعې پر بنسټ، چې په « Scientific Reports» کې خپره شوې، که چېرې په همدې کچه چې اوس روانه ده، د بې ځنګله کولو پروسه دوام پيدا وکړي، دا چاره کولای شي، په راتلونکو له شلو نه تر څلوېښتو کلونو موده کې نږدې ټول بشريت له منځه يوسی. ټول دې پايلې ته رسېدلي دي چې: «د شمېرو له پلوه....په ډېر هيله مند اند سره زموږ مدنيت کولای شي، له لس سلنه نه هم په کمه اندازه خپل ځان خوندي وساتي». د دې سقوط د مخنيوي لپاره، انسانان بايد د اقتصاد تر واک لاندې تمدن نه  «کلتوري ټولنې» ته واوړي ، کوم چې «د چاپيرياليز نظام د ګټو په پرتله، د دې نظام د برخو انفرادي ګټو ته په زيات غوراوي قايل وي، خو په پايله کې همدا ګټې په ټوليز ټول د ټولنيزو ګټو سره سمې وي». [۲۵][۲۶]

په ۲۰۱۴ز کال کې، نږدې څلوېښتو هېوادونو د ځنګلونو په اړه د نيويارک اعلاميه لاسليک کړه، په دې اعلاميه کې په داوطلب ډول ژمنه شوې وه چې تر ۲۰۲۰ز کال پورې به د بې ځنګله کولو پروسه نيمې ته راښکته شي او تر ۲۰۳۰ز کال پورې به په بشپړ ډول پای ته ورسېږي. له حقوقي پلوه دا تړون لازمي نه و، خو بيا هم او ځينو مهمو هېوادونو، لکه: برازيل، چين او روسيې په هغې لاسليک ونه کړ. په پايله کې دا هڅه ناکامه شوه او له ۲۰۱۴ نه تر ۲۰۲۰ پورې  د بې ځنګله کولو پروسه زياته شوه. د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې، هېوادونو (د نړۍ د استوايي ځنګلونو نږدې پنځه اتيا سلنه او هغه چې د نړۍ په کچه نوي سلنه په ونو پوښلي) په ګلاسکو کې د اقليم په COP26 ناسته کې، د ځنګلونو او ځمکو د کارولو په اړوند  د ګلاسکو د مشرانو له اعلاميې سره موافقه وکړه، په دې اعلاميه کې ژمنه شوې وه چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د بې ځنګله کولو چاره په شا لاړه يعنې کمه شي. له دې تړون سره نږدې نولس اعشاريه دوه ميليارده ډالره مالي ژمنې هم شوې وې. د ګلاسکو د ۲۰۲۱ز کال تړون د نيويارک په اعلاميه کې پياوړی شو، ځکه چې برازيل او ځينې نور هېوادونه هم ورسره ملګري شول، کومو چې د ۲۰۱۴ز کال تړون نه و لاسليک کړی. ځينې مهمو هېوادونو، چې د بې ځنګله کولو چاره په کې په لوړه کچه ده (لکه ماليزيا، کمبوډيا، لاوس، پاراګوای او ميانمار) د ګلاسکو اعلاميه نه وه لاسليک کړې. د پخوانۍ موافقې په څېرو د ګلاسکو مشرانو اعلاميه د  اقليم د بدلون په اړه د ملګرو ملتونو د کنوانسيون له چوکاټ نه بهر شوه او په همدې اساس له حقوقي اړخه لازمي نه ده. د ۲۰۲۱ز کال د نومبر په مياشت کې، د اروپايي اتحاديې اجرائيوي پلاوي يوه مسوده چمتو کړه چې له شرکتونو يې غوښتنه کوله تر څو ثابته کړي چې د کرنيزو محصولاتو غوښه، لرګي، د خرما تېل، لوبيا، کافي او کاکاو چې د اروپايي اتحاديې د څلور سوه او پنځوس ميليونه مصرف کوونکو موخه ده، د بې ځنګله کولو سره هېڅ  تړاو نه لري.[۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

سرچینې[سمول]

  1. SAFnet Dictionary|Definition For [deforestation] Archived 25 July 2011 at the Wayback Machine.. Dictionary of forestry.org (29 July 2008). Retrieved 15 May 2011.
  2. Bradford, Alina. (4 March 2015) Deforestation: Facts, Causes & Effects. Livescience.com. Retrieved 13 November 2016.
  3. Deforestation | Threats | WWF. Worldwildlife.org. Retrieved 13 November 2016.
  4. Ritchie, Hannah; Roser, Max (2021-02-09). "Forests and Deforestation". Our World in Data. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "On Water". European Investment Bank (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Global Forest Resource Assessment 2020". www.fao.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۰ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Sahney, S.; Benton, M.J.; Falcon-Lang, H.J. (2010). "Rainforest collapse triggered Pennsylvanian tetrapod diversification in Euramerica". Geology. 38 (12): 1079–1082. Bibcode:2010Geo....38.1079S. doi:10.1130/G31182.1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. The State of the World's Forests 2020. Forests, biodiversity and people – In brief. Rome: FAO & UNEP. 2020. doi:10.4060/ca8985en. S2CID 241416114 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132707-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. IPCC 2019a، ص. 385.
  10. FAO 2020، ص. 52, table 43.
  11. FAO 2020، ص. 16, 52.
  12. The State of the World's Forests 2020. Forests, biodiversity and people – In brief. Rome: FAO & UNEP. 2020. doi:10.4060/ca8985en. S2CID 241416114 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132707-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. The State of the World's Forests 2020. Forests, biodiversity and people – In brief. Rome: FAO & UNEP. 2020. doi:10.4060/ca8985en. S2CID 241416114 Check |s2cid= value (مساعدة). د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-132707-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Facts About Rainforests" Archived 22 October 2015 at the Wayback Machine.. The Nature Conservancy. Retrieved 19 October 2015.
  15. Rainforest Facts Archived 22 October 2015 at the Wayback Machine.. Nature.org (1 November 2016). Retrieved 13 November 2016.
  16. "Facts About Rainforests" Archived 22 October 2015 at the Wayback Machine.. The Nature Conservancy. Retrieved 19 October 2015.
  17. "Amazon Destruction". Mongabay. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Human society under urgent threat from loss of Earth's natural life. Scientists reveal 1 million species at risk of extinction in damning UN report 6 May 2019 Guardian [۱]
  19. (په 9 April 2017 باندې). Go vegan, save the planet. CNN.
  20. (په 23 August 2019 باندې). Feeling Sad About the Amazon Fires? Stop Eating Meat. Vice.
  21. Steinfeld, Henning; Gerber, Pierre; Wassenaar, T. D.; Castel, Vincent (2006). Livestock's Long Shadow: Environmental Issues and Options. Food and Agriculture Organization of the United Nations. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-92-5-105571-7. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اگسټ ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Margulis, Sergio (2004). Causes of Deforestation of the Brazilian Amazon (PDF). World Bank Working Paper No. 22. Washington D.C.: The World Bank. د کتاب پاڼې 9. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8213-5691-7. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۰ سپټمبر ۲۰۰۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ سپټمبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په 2 September 2015 باندې). Earth has 3 trillion trees but they're falling at alarming rate. Reuters.
  24. Carrington, Damian (4 July 2019). "Tree planting 'has mind-blowing potential' to tackle climate crisis". The Guardian. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Nafeez, Ahmed. "Theoretical Physicists Say 90% Chance of Societal Collapse Within Several Decades". Vice. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Bologna, M.; Aquino, G. (2020). "Deforestation and world population sustainability: a quantitative analysis". Scientific Reports. 10 (7631): 7631. arXiv:2006.12202. Bibcode:2020NatSR..10.7631B. doi:10.1038/s41598-020-63657-6. PMC 7203172. PMID 32376879. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 2 November 2021 باندې). COP26: World leaders promise to end deforestation by 2030. BBC News.
  28. Rhett A. Butler (په 5 November 2021 باندې). What countries are leaders in reducing deforestation? Which are not?. Mongabay
  29. (په 3 November 2021 باندې). Over 100 global leaders pledge to end deforestation by 2030. Reuters.
  30. Rankin, Jennifer (2021-11-17). "EU aims to curb deforestation with beef and coffee import ban". The Guardian (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)