لویه جرګه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جرگه
لویه جرگه

جرگه یوه دوديزه قبايلي غونډه ده چې پښتانه قبايل د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره ېې جوړوي. دا چې د افغانستان د ټولنې سیاسي ، او ټولنيز جوړښت په قبايلي لرغونو دودونو سمبال دی نو د همدې لپاره د پېړيو پېړيو راهيسې دغه دوديزه لويه جرگه په افغانستان کې د هر اړخيزو زده کړنځايونو (انسټيټيوشنونو) لکه کورنۍ او ټولنې کې يو اړين رول گرځېدلی .

لویه جرگه

لویه جرگه په پښتو ژبې کې له دوه تورو چې یو ېې لویه د ستر په مانا او بل ېې جرگه چې دغونډې او عربي کې د شورا په مانا ده جوړه شوې . په دې وروسته لسو کلونو کې په افغانستان کې له لویو جرگو څخه د سياسي کړکېچونو د ختمولو لپاره په فرمايشي توگه کار اخيستل کېږي ، خو د څېړونکو له څېړنې داسې ښکاري چې باید د لويې جرگې دوديزه بڼه په نوې غربي الوزمه لبراله توگه ونه کارېږي ، ځکه د افغانستان په ټولنه کې پردی سياست ، پردی دود دستور او مافيايي پېښې ناکامه شوي ځکه خلک پرې اعتبار نشي کولی . د لويې جرگې د دود له مخې ټول د لويې جرگې غړي باید چې د افغانستان د کليو او بانډو څخه پوهياله روحاني سپين روبي مشران وي . همدا رنگه ېې تر څنگ د ټولنې بې پرې افغان قانونپوهان ، استادان او د کړکېچ او ستونزې عاملين په بشپړه توگه د ټولنې د دود له مخې خپل د استازو سره يوځای شتون ولري. په حق او سپينو ويناو کولو سره په پای کې د مرکو هرې پرېکړې ته چمتو او سر کېږدي . دا دود له نړېوال سياسي دود او د هغوی مدني چوکاټ څخه پدې توپیر لري چې لويې جرگې کې ټول غړي او عاملين او موغزين ېې سپينې ويناوې ، سپين ويل او بې ډاره يا خاطردارۍ د پښتونولي او اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې په نېغه خپلې خبرې کوي ، کوم چې په سياسي لحاظ ورته پوله ايښودل شوې. دا پدې چې لويې جرگې کې پرېکړې د دود سره سم د حل د را ايستلو په موخه د نياومنتيا عملي ژمنې ته په پام سره ترسره کېږي . په لويې جرگې کې د شتمن يا نېستمن په پلوۍ او خاطردارۍ هېڅ داسې څه په پام کې نه نيول کېږي .لویه جرگه په افغانستان کې اوږد تاریخ لري.افغانان کله چې افغانان ملي ستونزو سره مخامخیږي یا هم په ملي کچه پریکړې کوي نو د لويې جرگی جوړولو غوښتنه رامنځته کېږي . دغه دود په نړۍ کې نورو هېوادونو کې نه پلي کېده ، خو نن سبا د اروپا په هر يو هېواد کې دېته ورته غونډال د ټولنې د ارواپوهنې پر بنسټ رغول شوی. دا چې لويه جرگه افغاني بڼه لري ، افغانستان کې ېې سرچينه اخيتسې، ځکه هم د جرگې او مرکې د دود ټاټوبی په نړېواله کچه افغانستان بلل کېږي . که د غربي مشرانو جرگې کور (پارلمان) کې د يوې ټولنيزې يا سیاسي کړکېچ په هکله خبرې کېږي نو تر ډېره د کړکېچ د نسبيوالي او د غربي گروهې د حقوق بشر تر څپرۍ لاندې قانونيت ته پام نیول کېږي . همدا ډول پخوا په افغانستان کې سپين روبيو د هېواد پر کچه د هرډول ستونزو د هوارۍ پخاطر سره راغونډېدل او کومه پرېکړه چې به ېې وکړه د هېواد سياسي مشرانو ته د منلو وړ وه ، خو اوس په لويې جرگې کې فرمايشي له سره تر پای جرگې پورې سياسي غړي ، حکومتي پوځيان ، ټوپکوال د ټوپک په زور خپل سره ځانچاري خبرې او پرېکړې کوي . په دودیزه توگه په لویی جرگې کې قومي مشران برخه اخلي او سياسي څېرې ېې کوربه توب او ترجماني په غاړه اخلي . افغانان پر خپلو روحاني مشرانو د ډیرو تجربو درلودلو په خاطر بشپړ باور لري . د افغانستان ټولې ستونزې د قبايلي اړخونو د نه يووالي په ترڅ کې رامنځته شوي او د همدې لپاره د جرگې لار غوره شوې. د تاريخ په اوږدو کې دغې خواته د افغانستان حکومتوالو پام نه درلود . تل ېې قبايلي سټې ځپلي او فرمايشي پردي قانون واکانو ته ېې د ټولنې واگي په لاس ورکړي چې تر ننه د افغانستان سوله ، ثبات او ټولنيز چوکاټ ېې ټکنی کړی . قومي مشران او دکلیواو بانډو مشران دخپلو اوږدو خدمتونو، عمراو دکورنیو پخاطر په لویو جرگو کې ټاکل کیږي.

د دوديزې لويې جرگې مخينه

د دوديزې لويې جرگې کړنلارې او تگلارې

د لويې جرگې تاريخې پرېکړې د پرديو د يرغل په موقې

اوسينۍ لويه جرگه په افغانستان کې

لویه جرگه دافغانستان دخلکود غوښتنو او ارادو غوره ښکارندويي کوي چې په لاندی توگه جوړیږي. لویه جرگه له ټول هیواد څخه ۵۰۰ غړي لري.چې له دی شمیری څخه ۵۰ تنه ېې د ولسمشر لخوا ټاکل کیږي او له پاتې برخې څخه نیمايی ېې ښځې دي چې دا شمیرې دبدلون وړ هم دی . دلویې جرگې غړي دخپلواکۍ، ملي حاکمیت، ملي یووالې او دهیواد لوړو گټو په اړه پریکړی کوی . باید ووییل شي چې همدا لویه جرگه د اساسي قانون په موادو کې بدلون هم راولي. لویه جرگه په خپل لومړي غونډې کې خپل مشر ، مرستیال او دوه دارالانشاء ټاکی. درایی په وخت کې باید د لویی جرگې زیاتي برخه شتون ولري.لویه جرگه خپل ټولې غونډې او پحثونه په ډاگه توگه ترسره کوي خو که له پنځمې برخې څخه یوه برخه ېې د سري بحث غوښتنه وکړي او دپاتې غړو لخوا تصویب شي نو دا بحثونه به په سري توگه ترسره شي . د ولسی جرگې غړي ، د مشرانو جرگې غړي همدا رنگه د ولایتي او ولسوالیو شوراگانو مشران، دکابینې غړي ، د ستری محکمې مشر او غړي همدا راز دلوی څارنوالې غړي کوالای شي په لویه جرگه کې برخه واخلي خو د رای ورکولو حق نلري

د افغانستان په پېښلیک کې ځینې مهمې جرگې

۱۷۴۸ز کال اکتوبر - کندهار، د نادرآباد پوځي کلا

په مشهد کې د نادر شاه افشار له وژل کیدو وروسته، احمد شاه دراني چې د نادر افشار د غنایمو د کاروان د لېږد مشري یې پر غاړه درلوده، له هند څخه مشهد ته د تلو په مهال په کندهار کې تم شو او او په کندهار کې یی د قومي مشرانو لخوا په یوه لویه جرگه کې چې ۹ ورځې یې دوام درلود نوموړۍ د پادشاه په توگه د جرگې د گډونوالو لخوا ومنل شو.

۱۸۴۱ز کال - کابل، د عبدالله اڅکزي کور

۱۸۶۵ز کال - کابل

۱۸۹۳ز کال - کابل

۱۹۱۵ز کال - کابل

۱۹۲۳ز کال ژمی - جلال آباد

۱۹۲۴ز کال - کابل - پغمان

د پغمان لويه جرگه

۱۹۲۸ز کال - کابل - پغمان

۱۹۳۰ز کال - کابل

۱۹۴۱ز کال د سپتامیر ۲ - کابل

۱۹۴۹ز کال د نومبر ۱۴ - کابل

۱۹۶۴ز کال - کابل

۱۹۷۷ز کال د جنوري ۳۰ - کابل

۱۹۸۵ز کال - کابل د پولېتخنیک پوهنتون

۱۹۸۷ز کال د نومبر ۲۹ - کابل د پولېتخنیک پوهنتون