د "چکي ژبه" د بڼو تر مېنځ توپير

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
Content deleted Content added
و r2.7.1) (روباټ بدلول: cu:Чєшьскъ ѩꙁꙑкъ
Darios (خبرې اترې | ونډې)
۲۳۸ کرښه: ۲۳۸ کرښه:


[[وېشنيزه:ژبې]]
[[وېشنيزه:ژبې]]
[[وېشنيزه:د لويديځ سلاوي ژبې]]

[[ab:Ачех бызшәа]]
[[ab:Ачех бызшәа]]
[[af:Tsjeggies]]
[[af:Tsjeggies]]

د ۱۶:۳۷, ۳۰ مې ۲۰۱۱ بڼه

چيکی ژبه
Český jazyk,čeština
د چيک د لاتين الفبا
رسمي حالت
سمونوالÚstav pro jazyk český
د ژبې کوډونه
آيسو ۶۳۹-۳

چيکی ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ،کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی. چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.

تاريخ

د چيک په هيواد کی د ۹ پيړی څخه تر ۱۱ پېړی پورې په ادبيات کی پخوانی سلاوی ژبه کارېده. هغو ژبو د خاض ليکنی څخه کار واخيست. هغه ليک په اوس وخت کی د هلاهوليڅې ( Hlaholice) په نوم يادېږی. د کونستانتين ژوند تر ټولو پخوانی کتاب دی چی په پخوانی سلاوی ژبه کی ليکل شوی دی. د ۱۱ پېړی څخه د چيک په هېواد کی مذهبی کتابونه ليکل کېده. په ۱۳ پېړی کی لمړی چېکی کتابونه وليکل شول. د داليميل د پېښو کتاب لمړی کتاب دی چی په چيکی ژبه کی په ۱۳۱۴ کال کی وليکل شو. په ۱۵ پېړی کی د چيکی ژبی د سم ليک د يان هوس لخوا اصلاح شو. يان هوس د پوهنتون استا‌ذ او کشيش وو چې د چيکی ژبې ليکنه يې آسانه کړه . د هوس مذهبی کتابونه په چيکی او لاتيني ژبې کی وليکل شول. په ۱۶ پېړی کی د چيک ادابيات اوج ته ورسېدل. په ۱۶۲۰ کال کی د چيک اشرافو د اطريش د حکمران په خلاف قيام وکړل. د چيک اشراف د اطريش د پوځ لخوا ماته وخوړله او د چيک علما مجبور شول چی بهر ته ولاړ شی. په دی وخت کی د اطريش حکمرانانو د چيک پر خلکو ظلمونه کول او د چيک کتابونه يې په اور کی سوخول. مهم کتابونه يوازې په آلمانی او لاتين ليکل کېده. په ۱۹ پېړۍ کی د چیک د ژبی ترقی بیا پېل شوه. د چیک ژبه بوهانو د سلاوی ژبو د الفاظو په مرسته غنی کړه. مثلا : د چیک کلمه (vzduch ) په پښتو هوا د روسی ژبه څخه چیکی ژبه ته راغلی ده. د هغه وخت تر ټولو مشهور ژبه پوه یوسیف یونګمان ( ۱۷۷۳ـ۱۸۴۷ ) وو. یوسیف یونګمان نوی چیکی کلمې جوړې کړې او د سلاوی ژبو د کلمو په مرسته یی چیکی ژبه غنی کړه. د دی په سبب هر چیک په سلواکی، پولندی، سربی او روسی کلمو پوهېدلای سی. چیکی- آلمانی قاموس او د چیک د ادبیات تاریخ د یوسیف یونګمان تر ټولو مشهور کتابونه دی. په ۱۹۱۸ کال کی د چکوسلواکیا تر تاسیسولو وروسته چیکی ژبه د عمومی ژوند ټول سیمو ته وغزېده. په اوس وخت کی چیکی ژبه د ګلوبالیساتیون (Globalization ) په سبب د انګلیسی کلمو څخه غنی کېږی.

چیکی ژبه

چیک ژبه تل په لمړنی څپه (هجا ) کی اکڅنت لری.د دغه ژبه پنځه د علت توری او ۲۴ بی رغه توری لری. د ګرامر په مطابق چیکی ژبه د حال زمانه، راتلونکی زمانه ، تیره زمانه، دری ګرامری نسلونه ( مذکر، مونث او منځنی جنس )، ۷ ګرامری حالتونه، مفرد او جمع لری. د چیکی ژبه د کلمو ردیف ( مبتدا - فعل ـ خبر ) دی.

د ګرامر نسلونه

چیکی ژبه دری ګرامر نسلونه لری.

  • د مذکر نسل
  • د مونث نسل
  • منځنی جنس

د جمله جوړول

د چیکی ژبه د کلمو ردیف مبتدا - فعل - خبر دی.


  • Já jsem student یا Jsem student
  • زه یم شاګرد ( مبتدا - فعل - خبر ) یا یم شاګرد ( فعل - خبر )
  • زه شاګرد یم ( مبتدا - خبر - فعل )
  • Já jsem studentka یا Jsem studentka
  • ژه یم شاګرده یا یم شاګرده
  • زه شاګرده یم

( زه = مبتدا، یم = فعل، شاګرد / شاګرده = خبر )

د چیک د لاتین الفبا

د چیکی الفبا لاسى نسخې


Letter Name IPA value
A a á /a/
Á á dlouhé á /aː/
B b /b/
C c /ts/1
Č č čé /tʃ/1
D d /d/
Ď ď ďé /ɟ/
E e é /ɛ/
É é dlouhé é /ɛː/
* Ě ě ije,
é s háčkem
/ɛ/, /jɛ/
F f ef /f/
G g /ɡ/
H h /ɦ/²
Ch ch chá /x/²
I i í,
měkké í
/ɪ/
Í í dlouhé í,
dlouhé měkké í
/iː/
J j /j/
K k /k/
L l el /l/
M m em /m/
N n en /n/
Ň ň /ɲ/
O o ó /o/
Ó ó dlouhé ó /oː/
P p /p/
Q q kvé /kv/
R r er /r/
Ř ř /r̝/³
S s es /s/
Š š /ʃ/
T t /t/
Ť ť ťé /c/
U u ú /u/
Ú ú dlouhé ú,
ú s čárkou
/uː/
* Ů ů ů s kroužkem /uː/
V v /v/
W w dvojité vé /v/
X x iks /ks/
Y y ypsilon,
krátké tvrdé í
/ɪ/
Ý ý dlouhé ypsilon,
dlouhé tvrdé í
/iː/
Z z zet /z/
Ž ž žet /ʒ/